پرټول افغانستان په ځانګړی توګه د کابل پر برجونو او د بالا حصار قلعه په تاریخی برم دتحجر او تیارو داسی وریځی را ښوری وی چی زوی له مور او مور له زویه سره ورک ؤ . دلته چی د اولسونو د هیلو تنکۍ غوټۍ د تحجر او افراطیت په تنور کی سوځیدې هلته په کوزه پښتونخوا کی د افغانستان سپیڅلی جنډې ته ددرناوی په موخه دترنم محفلونه جوړیدل . دلته د هیواد د یوه وتلی شاعر او لیکوال په قول د ښار انساني څېره په بل مخ اوښتې وه، مرګونه بېپوښتنې وو او د ژوندانه سلګۍ له ډېرې ناوړه قحطۍ سره لاس او ګرېوان وؤ.که دلته په ښار کې انساني ارواګانې د مرګونو له بلاګانو سره لاس په لاس په جګړه اخته وې او مرګ د زور او وحشت پر سټېج ټینګ ولاړ و نو هلته هم دانګریز په لاس جوړ شوی جادو ګر د ګران افغانستان له ملی شعائرو د ساتونکو د ځپلو او رټلو په موخه د هغوی پرسرونو د چاړو راکښلو په موخه لاسونه مرړل . نوځکه خو مکار او غدار دښمن د اسلام آباد په زړه کی د افغانستان دتیر تاریخ یو ګیله من بچې شهید ګیله من وزیر د غدارانو او زور واکانو د توطئو ښکار شو او څه وخت وروسته یی په روغتون کی ساه ورکړه . د نواندیشی تربیون دا د افغان اولس دتاریخ سپاهی او د ملی ارزشونو پاسدار ته د پاکستانی سامراج پر وړاندی د رښتینی مبارز بچی شهادت ته د عقیدت ګلونه وړاندی کوی روح دی ښاد او لاره یی ګړندی لره