گـزیده اخبــار

خانه » اجتماعی » دطالبانولخوا په خوست کی د نجونو لپاره پرانلائین زده کړوبندیز!
دطالبانولخوا په خوست کی د نجونو لپاره پرانلائین زده کړوبندیز!

دطالبانولخوا په خوست کی د نجونو لپاره پرانلائین زده کړوبندیز!

نواندیشی تربیون ته په خوست کې سرچینو وویل چی  طالبانو له شپږم ټولګي پورته پر هغو انلاین زدکړو بندیز لګولی، چې له ځايي راډیوګانو او تلوېزونونو خپرېږي. دغه سرچینې وايي، د طالبانو د خوست پوهنې چارواکو د رسنیو مدیرانو ته ویلي، دا بندیز د دې ډلې د پوهنې وزارت په لارښونه لګوي. د طالبانو واکمنېدو سره له شپږ ټولګي پورته د نجونو زدکړې بندې دي، خو له هغه راهیسې د خوست په ګډون په مختلفو ولایتونو کې ځايي راډیوګانې او تلوېزونونه ورته زدکړې خپروي چې په انلاین زدکړو مشهورې دي .

  نواندیشی تربیون ته په خوست کی یوی معتبری سرچینی وویل چی که څه هم د طالبانو د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوی شبیر احمد عثمانی ددغه اقدام  مخالف دی خو بیاهم تېره پنجشنبه د طالبانو د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولانو هم د ځايي رسنیو مدیرانو ته په یوه ناسته کې ویلي، چې په دې اړه د طالبانو د پوهنې وزارت دوی مکتوب لېږلی دی چی په  دغه مکتوب کې د طالبانو له خپلو ځايي چارواکو غوښتنه کړې، چې په دغه ولایت کې له شپږم پورته ټولګیو د رادیويي زدکړو د کورسونو مخه ونیسئ.هیڅوګ نه پوهیږی چی طالبانو ولی او د اسلامی شریعت د حکم له مخی پر رادیوګانو او غږیزو رسنیو دغه شانی بندیز لګولی دی ؟ دچارو کتونکی وایی چی د طالبانو دا ډول کړه اووړه چی د هر ډول شرعی اوملی ارزشونو خلاف دی یوازی د افغانستان او ددین دښمنان خپلو ناوړه موخو ته د بریالیتوب په معنا تعبیروی . نواندیشی تربیون د یوی متعهدی رسنۍ په توګه د طالبانو دغه عمل په کلکه غندی او هیله لرو چی ژرتر ژره دغه فرمان بیرته واخلی ترڅو دخوست غږیزی رسنئ او رادیوګانی د تیر په څیر وکولای شی زموږ د خواری او جګړه ځپلی ټولنی نجونواو شاګردانو تیاره کورونه    دپوهی پر ډیوه  روښانه کاندی

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا