گـزیده اخبــار

خانه » اجتماعی » د ښځو د زده کړو په باب دملا ندیم آخوند دخنداوړڅرګندونی اوچلنج !
د ښځو د زده کړو په باب دملا ندیم آخوند دخنداوړڅرګندونی اوچلنج !

د ښځو د زده کړو په باب دملا ندیم آخوند دخنداوړڅرګندونی اوچلنج !

کیدای شی ځینی  فرهنګی او سیاسی خوشباوره کړۍ به چی په ټولنه کی داشخاصو اوسیاسی ډلو ټپلو رول او نقش یوازی د شعارونو په هنداره کی ګوری د طالبانو په ځانګړی توګه د میرمنواونجونو دزده کړو او نورو  حقوقوپه هکله دهغوی دریځ ورته د منلووړدی. داسی چی دغه ساده لوحه شنونکی او فرهنګپالان اولس ملامت اودطالبانو اداره مشروع او پرحقه بولی!     

    ښه مثال یی اولس ته دحساب ورکولو په هغه کمیډی کی چی د تیروڅوکالونو را په دی خوا له تیرمافیائی شبه جمهوری رژیم څخه را نیولی ترطالبانی او جنیاتی واکمنې پوری د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په چوکاټ کی د رسنیو د مرکز پر ستیژ ښودل کیږی د طالبانو د لوړو زده کړو د چارواکی وزیر ملا ندا محمد ندیم آخند ضد او نقیضو څرګندونی چی وائی :   
     داناثود تعلیم مسأله خو تکراری ، تکراری را ځی ما یی یو اجمالی جواب  وکړ چی دداسی سوال راپورته کول هم تر امر ثانی پوری معطل دی ….! خو یوشی به ووایو کله ، کله چی زموږ عکس العمل راځی ….او تاسو ویاند صاحب ته اشاره وکړه چی دلته دیوه شیخ صاحب بیان یی نشر کړی او په هغی کی د ښځو د تعلیم دمنعی خبره راغلی وه …اصلی خبره داده چی په دغه اوقاتو کی کله چی دښځو ورځ راشی بیا نو داټول یو حشر جوړکړی دا زموږ مخالفین تعلیم بیخی درجی دفرضیت یی ورسوی چی ګنی د اناثو تعلیم فرض دی
  او دا یو غټ ظلم د افغانستان پر خلکو باندی بولی .!!اوله مسأله خوداده چی هرڅوګ دی ځان په دی مسائلو کی مفتی نه جوړوی او دجواز او د حِل فیصلی نه ورکوی اسلامی نظام اولس ته دا ثابته کړی ده چی په هر ډګر کی کوم حکم دوی را وړی دی هغه دشریعت مطابق دی داسلام مطابق دی ..په خلکو یی ظلم نه دی کړئ .نوځکه خو ویلای شو چی هغه متل دی چی وایی زه پور غواړم هغه نور غواړی ! د آخند ملا ندامامد ندیم له ویناؤ دا څرګندیږی چی لیری نه ده چی دا د امریکائی ښکیلاک او د نړیوالی مافیأ  وفادار بړیڅی چی تر ټولو ډاډمنه او د نړیوال استعمار او د سیمی هیوادونو استخباراتی ګټو ته ژمن ساتونکی  ګڼلای شی هغه دخپلو جابرو یزیدی اسلافوپه نقش قدم د خپل خود خواسته شریعت پربنسټ دټول ملت عامه وژنه اعلام کړی . خدایه خیر !

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا