گـزیده اخبــار

خانه » اجتماعی » زورته د قالب جوړول !؟
زورته د قالب جوړول !؟

زورته د قالب جوړول !؟

زور ته قالب نه جوړيږي او ولس د حاکمې ډلې تر چړې لاندې پروت مال دى چې هر څه ورباندې کولاى شي خو اوس افغانان د ټولنيزو وړتیاو کچه دومره لوړه ده چې د علامه نديم په داسې خبرو باندې غوږ نه ږروي چې د هر ډول سياسي پرپکړو عام او تام واک هم نوموړي ته وسپاري. د نوموړي په دغه استدلال چې دانجونو په زده کړو د علماو څيړنه روانه ده او داچې که څوک د انجونو د زده کړو په پلوي استدلال کوي نوموړى ورته تيار دى

د ژړا وړ خبره ده او يوازې افسوس ورباندې کولاى شم.البته د ځينو چارواکو داسې څرګندونې چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو مسئله د افغانستان کورنۍ ستونځه ګڼي ، د خپل ولس د حقونو، ديني مسئوليتونو، اخلاقي مکلفیتونو او د نړیوالو ژمنو په برخه کې د ناخبري پیچلي سناريو نندارې ته وړاندې کوي، پوښتنې راپورته کوي او په وړاندې يې په ټوليز ډول غږ نه پورته کول ملي ويښتابه نفى کوي.په افغانستان کې د نجونو زده کړه یوازې یوه داخلي مسئله ګڼل ، په نړيواله توګه د منل شويو حقوقي شاخصونو له نظره نیمګړى دريز دى. ښوونې او روزنې ته د نجونو له لاسرسي څخه انکار، نه یوازې داچې شرعي اړخ نلري بلکې له خپل ولس سره جفا او له نړیوالو منل شويو تړونونو څخه سرغړونه ده، د ټولنیز پرمختګ مخه هم نیسي. شک نشته چې ملي حاکمیت ته درناوی مهم دی، خو د بنسټیزو بشري حقونو د نقض موضوع له سرحدونو څخه تیریږي، د کورنیو چارواکو او نړیوالې ټولنې لخوا ګډ اقدام ته اړتیا لري.که ومنو چې همداسې ده نو پوښتنه دا ده چې د کومو عواملو او لاملونو پربنسټ د دغې ستونځې د حل د لارو لټون درې کاله وخت ونيوه چې لا يې هم د حل څرک نه لګيږي او دغې کورنۍ ستونځې ته مو په کور د ننه د حل لارې موندلو لپاره څومره هڅې او څومره پرمختګ کړى دى؟ياد ولرئ چې په دغه تړاو خپل ولس په داسې تيارو کې ساتل توپان ته لاره هواروي. ايا ددغه بنديز په تړاو په کور د ننه اجماع او همغږي رامنځته کيدو هڅه شوې ده؟ ايا د دغه ناوړه بنديز لاملونه له خپل ولس سره شريک شوي دي؟ ځواب متأسفانه يقيناً منفي دى.بل اړخ يې دادى چې افغانستان د نړیوالو کنوانسیونونو لاسلیک کونکی غړى هېواد دی او په نړيواله کچه ځينې منل شوي مسئولیتونه هم لري. يو يې دادى چې جنسیت ته له کتو پرته د ټولو اتباعو لپاره د زده کړې حق خوندي وساتل شي. له همدې امله، زده کړو ته د نجونو په لاسرسي باندي بنديز لګول له دغو ژمنو سره په ټکر کې راځي. د ښوونې او روزنې حق په نړيواله کچه د بشري ټولنو بنسټیز او منل شوى حق دی چې په نړیواله کچه پیژندل شوى هم دى. د بشري حقونو نړیواله اعلامیه (UDHR) او د ماشومانو د حقونو کنوانسیون (CRC) د نجونو په ګډون د ټولو انسانانو لپاره د زده کړې په اهمیت باندې ټینګار کوي.ښوونې او روزنې ته د نجونو د لاسرسي محدودول د افغاني ټولنې لپاره خورا بدې پایلې لري. د ناپوهي کچه لوړوي، اقتصادي وده محدودوي، د نوښتونو او پرمختګونو مخه نيسي ، بې وزلۍ ته تسلسل ورکوي او تر هر څه مهمه دا چې د زده کړو او روغتيا په برخه کې د ښځينه کادرونو نشتون کلتوري ستونځو ته لاره هواروي او پيچلتياوې رامنځته کوي.کله چې حکومت خپلو اتباعو ته په نړيواله کچه د منل شويو حقونو په ورکولو کې پاتې راشي، په ځانګړې توګه د زده کړو په برخه کې د تبعیضي چلن تګلاره خپلوي، نړيوال بنسټونو يقيناً اخلاقي مکلفیت لري چې د اغيزمنې ټولنې ديني او کلتوري ځانګړتیاو په پولو کې د ننه د سمون او بدلون په تړاو ديپلوماتيک ګامونه پورته کړي.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا