گـزیده اخبــار

خانه » اجتماعی » دملاندیم تازه ګلونه اوفرمائشونه!
دملاندیم تازه ګلونه اوفرمائشونه!

دملاندیم تازه ګلونه اوفرمائشونه!

د افغانانو ژوند د غمیزو، دردونو، ویرونو او فریادونو د طوفان په ځګنو څپو کې را ایسار شوی دی طالب واکمنان او حکمرانان  لکه کوڅه ډبی هره ورځ ځوانان رانیسی اود دږیرود ویښتانو اندازه آخلی او په وهلو، وهلو یی دښار جوماتونو ته  وردننه کوی . په دی لړکی کله نا کله دهمدی د طالبانو د واکمنی دلوړو(تحصیلاتو ) چی په حقیقت کی د لوړو تخریباتو وزارت چارسنباله باید وګڼل شی په داسی حال کی چی په ونه ټیټ او څپلۍ یا دکندهاریانو په قول چوټې یی په پښووی د منبر پر مخ را څرګند شو اود فیس بک اوټویټر په باب یی داسی یی ؤ فرمائیل :   

له کافرانو سره دفزیکی حضور او مقابله ختمه شوی ده ډیر فشار یی په دغه فکری مقابله آچولی دی دغه ټویټر او فیس بک ته تاسو مخ ورواړوی ددنیا مرتدان ټول په هغه کی ځای پر ځای شوی دی . نه دعالم عزت پیژنی نه د مجاهد عزت پیژنی ، نه داسلام عزت پیژنی او نه دقرآن عزت پیژنی ! داسی عبارات وائی ژبه یی پشتو وی ، لیکنه یی پشتو وی خو خبری یی دکافر وی او خبری یی دمسلمان نه وی . عالم ته شکنځل وکړی چی ستا څه او څه ! او علم ته شکنځل وکړی ، زموږ د ټولو فقهاؤ دا عبارت دی زموږ د علماؤ د کتابونو دا فیصله ده چی استهزأ دعالم ، استهزأ درجال الله دا سړې له اسلامه باسی کافر کوی یی او دارتداد خواته یی بیاېی !

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا