گـزیده اخبــار

خانه » اجتماعی » په کابل کې د چايو پيــاله، که دپنــــځو لسيـــزو ناکـــامه تــــګلاره
په کابل کې د چايو پيــاله، که دپنــــځو لسيـــزو ناکـــامه تــــګلاره

په کابل کې د چايو پيــاله، که دپنــــځو لسيـــزو ناکـــامه تــــګلاره

 د افغانستان او پاکستان  ترمنځ ترينګلي اړيکي په افغانستان کې د پاکستان د استخباراتي ادارې د پخواني مشر لخوا د چايو د پيالې له څکلو څخه نه پيليږي او نه هم همدلته ختمېږي، بلکې دغه اړيکې له پيچليو کږليچونو څخه تېريږي او ترينګلى تاریخ لري.  د دواړو ګاونډيانو  اړیکې له تاریخي پلوه ستونځمنې او له یو لړ داسې ننګونو سره مخ دي چې کله کله يې ترمنځ فزيکي شخړې رامنځته کيږي. دَ دغو د اړیکو د ترينګلتيا ریښې د بريتانيې د حاکميت په مهال له افغانستان سره د لاسلیک شوي ډيورنډ کرښې له تړون څخه سرچینه اخلي چې پاکستان يې د دواړو هېوادونو ترمنځ نړيواله پوله او افغانستان يې له لمړۍ ورځې څخه  د  پولې په توګه له منلو څخه انکار کوي. افسوناک اړخ يې دادى چې  په دغه هکله سياسي هلې ځلې او ديپلوماسي نه، بلکې په تاوتریخوالي باندې ولاړه د نيابتي جګړو ستراتيژي کارول کېږي، خو شک نشته چې په دغه هکله د دواړو هېوادونو د حکومتونو او ولسونو ترمنځ د يوې هوکړې تر رامنځته کيدو پورې به کړکېچ  دوام کوى. د پاکستان د لمړي وزير د مرستيال  هغه څرګندونې چې وايي “پاکستان په کابل کې د چای پیالې د څکلو بيه ورکوي” د خورا اوږدې او  پیچلې مسئلې د ساده ګرزولو هڅه ګڼل کېږي. دغه شان څرګندونې ممکن د افغانستان په هکله د پاکستان د هغو اوږدمهاله ناکامو ستراتیژیکو تګلارو په تړاو د مسئولیت منلو د اهمیت کمولو هڅې وي چې په سیمه ایز ثبات یې منفي اغیزې کړې دي.  د يوې پيالې چاى څکلو د بېې ورکولو پرځاى  به د پاکستان د مشرتابه لپاره ډیره ګټوره وي چې خپلې د څو لسيزو تاریخي تېروتنې ومني او له خپل ګاونډی هېواد سره د ډیپلوماتیکو اړیکو او ګډې همکارۍ له لارې د یوه باثباته راتلونکي بنسټ کيږدي د ترانزيتي او سوداګريزو مسائلو په برخه کې ترینګلتیا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچنو اړیکو یو مهم عامل دی. د پاکستان لخوا په يو اړخيز ډول په ډيورنډ کرښه باندي د دروازو بندولو ، له سوداګریزو تړونونو څخه سرغړونو او په افغان ترانزيت باندي د يو اړخيزو بنديزونو لګولو په څیر مسئلو باندې شخړې اکثرا د دواړو هیوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو خنډونو د راپورته کيدو او د کړکیچ لامل شوي دي. په پاکستان کې نا امني يقيناً د افغانستان لپاره د اندېښنې وړ خبره ده او بايد افغان حکومت له پاکستان سره د دغه هېواد د مشرانو د اندېښنو په تړاو د امکان ترکچې مرسته وکړي، خو متأسفانه پاکستان په کور د ننه نيمګړتياو محرومیتونو او خپلو ناکامو تګلارو ته له متوجه کيدو پرته او په دغه هکله د ديپلوماتيکو فورمونو کارولو په پرتله افغانستان ته د ګواښونو او پاروونکو ګوتڅنډنه پاليسي ته دوام ورکوي. دغه سياست   په خپل ذات کې پوښتنې راپورته کوي او په هيڅ ډول د توجيه وړ کړنه نه ده، بلکې له مسئولیتونو څخه د تېښتې او يا هم په عمدي توګه د اړيکو د خرابولو هڅه ده. بربنډ واقعيت دادى چې د نيابتي جګړو دوکتورين ناکامه او بدنامه تګلاره ده او د ګواښ لهجه کارول ګټوره ستراتیژي نه، بلکې پاروونکې ستراتیژی ده. د پاکستان لخوا په کابل باندې د هرې واکمني ډلې په مقابل کې د هغوى د مخالف وسلوال اړخ ملاتړ  او په افغانستان کې اوږدمهاله شخړو ته  لمن وهل هغه څه  چې د پاکستان په تړاو يې د افغانانو په ذهنيت باندي خورا بدې اغېزې کړې دي، د افغانانو د باور کچه يې صفر ته راښکته کړي او له پاکستان څخه د افغانانو د کرکو لامل ګرزيدلى دى.د هغه افغان حکومت په مقابل کې دريدل چې د پاکستان دوست بلل کيږي او واک ته د رسيدو تر ورځې پورې يې پاکستان ملاتړ کړى وي هغه ذهنيت  پياوړى کوي چې وايي په افغانستان کې  د پاکستان دوست حکومت رامنځته کيدل  د ستراتیژیک عمق د تګلارې برخه نه ده، بلکې داسې ښکاري چې پاکستان په افغانستان کې تلپاتې نا امني د خپل ستراتيژيک ژوروالي د تګلارې برخه ګڼي.           

  بنأً دغه هېواد  په کابل سرينا کې د خپل استخباراتي مشر د چاي څکلو بيه نه ورکوي، بلکې د ستراتيژيک عمق تر عنوان لاندې د افراطیت او تاوتریخوالي په اصل ولاړې د څو لسیزو ناکامو تګلارو بيه ورکوي او ددغو ناوړه تګلارو بدلون نه يوازي افغانستان ته ګټه رسوي بلکې پاکستان هم د نا امنيو له توپان څخه ژغوري. په افغانستان کې د پاکستان ناکامه تګلاره، نه په کابل کې د پاکستاني استخباراتي مشر د چايو له پيالې څخه پيل شوى او نه هم دلته ختمېږي. له لسيزو راپدېخوا دغه مطلقاً ناکامه تګلاره  پاکستان ته د ګټو رسولو پرځاى په اوږدمهاله توګه ستونځې راپورته کوي، په افغانستان کې د پاکستان ضد ذهنيت ته وده ورکوي، افراطیت ته لاره هواروي، د افغانستان  د حريم دنقض له امله په تاوتريخوالي باندي ولاړ افغاني غبرګون ته مشروعيت ورکوي. له نيکه مرغه ، په دې وروستیو کلونو کې، د پاکستان  د عوامو او سياستوالو په منځ کې هغه ذهنيت وده کړې ده  چې د افغانستان په تړاو په تاوتریخوالي باندې متمرکزه پاکستاني تګلاره ناکامه شوې ده، پاکستان ته ستونځې ايجاد کړې دي او باید بدلون ومومي.  دا بدلون به د دوه اړخیزو دوستانه اړیکو د پیاوړتیا، د ګډو ګټو پربنسټ  د سيمه ييز پيوستون او اقتصادي پراختيا لپاره د سيمې له هېوادونو سره په ګډه د سترو اقتصادي پروژې عملي کول ښه نوښت وي او د سيمې د ولسونو لپاره به د پرمختګونو لاره پرانيزي.د افغانستان په هکله د پاکستان د پالیسي جوړونکو ته مو مشوره داده چې په سیمه کې د  سيمه ييز پيوستون له پروژو (ټاپي/ټاپ/ کاسا/ افغان ټرانز او داسې نور) څخه حمايت، د اعتدالي فکر ملاتړ ته ژمنتيا او له افغانستان سره په خپلو اړیکو کې په تاوتریخوالي باندي د راڅرخيدونکې تګلارې پرځاى اقتصادي او سیاسي اړخونو ته لومړیتوب ورکړي.وخت  ثابته کړه چې د پاکستان لخوا په افغانستان کې نيابتي جګړو ته د هڅونو اوامکاناتو برابرولو، د سوداګريزو او ترانزيتي چارو په مخکې د خنډونو اچولو ستراتیژی، يوازې افغانستان ته نه، بلکې پاکستان ته هم زيانونه اړولي دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د څو لسیزو بې باورۍ او د یو بل د موخو په اړه د  ژورو شکونو کمول نه ستړي کیدونکو هڅو سیمه ایز ثبات او د اتصال لپاره  د عمل په ډګر کې خپله ژمنتیا ثابتول اړين ګامونه دي په سيمه ييزه او نړيواله کچه روانو ځينو تحرکاتو ته په کتو داسې ښکاري چې په افغانستان کې د بهرنيانو له پياوړي او بربنډ ملاتړ څخه د برخمنې يوې بلي داسې نيابتي جګړې د پيلولو لپاره هڅې دوام لري چې اسلامي امارت به يې د مديريت او مهار کولو وړتیا ونلري. له همدې امله د يوه افغان په صفت له ااا څخه غوښتنه لرم چې له بهرني ملاتړ څخه د برخمنې نيابتي جګړې بدو عواقبو ته په کتو په کور د ننه او بهر په مختلفو کورنیو او بهرنيو تګلارو کې  د اصلاحاتو په رامنځته کولو باندې تمرکز وکړي او افغانستان له يوه بل نه ختمیدونکې بحران څخه وژغوري. .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا