دا د لمرپه څیرجوته ده چی په پاکستانی سیاست کی دهغه هیواد د پوځ رول دومره زیات اوغښتلی دی چی د اولسواکې او په هیواد کی د قضائی عدالت په څیر لوی ، لوی مدنی سازمانونه او جوړښتونه یی تر آغیزی لاندی راؤستی دی . په دی وروستیو کی کله چی د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کی د انصاف د غورځنګ له لوری د اعتراضونو لړئ پیل شوه او دټول پاکستان څخه ورته د انصاف دغورځنګ مشران او کشران راؤغوښتل شول نو د پښتونخواه اعلی وزیر علی امین ګنډاپور چی ددغه سیمی د انصاف غورځنګ پارلمانی مشری هم په غاړه لری نو ځکه خو د هغه رول د پاکستان په سیاست کی د پاکستان د پوځ پر وړاندی ډیر آغیزمن ښکاری داسی چی د پاکستان ددفاع وزیر خواجه آصف په وینا له یوی خوا د پښتونخوا اعلی وزیر علی امین ګنډاپور له پوځ سره اړیکی لری او بل لورته نه غواړی چی د پاکستان د انصاف غورځنګ بنسټ ایښودونکی له زندانه را خوشی شی تر څو وکولای شی د پاکستان د انصاف غورځنګ د مشرتابه ته درسیدو په موخه خپل تلاشونه ګړندی کړی . نوځکه خو ویلی کیدل چی ګنی د اسلام آباد له لاریون وروسته هغه د اتو ساعتونو لپاره نیول شوی ؤ په داسی حال کی چی هغه له پاکستانی پوځ سره د افغانستان او سولی ته درسیدو په موخه پټه غونډه درلوده نوځکه خوهم کله چی د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر پرونه سهاروختی د څلورو بجو په شاؤخواکی له اسلام آباد څخه پیښور ته راورسید نو په فوری توګه یی د صوبائی پارلمان د انصاف غورځنګ وکیلان را ؤغوښتل د خپل د اته ساعتونو د اړیکو د پریکیدو لاملونه یی ورته بیان کړل چی ګنی هغه په یوه ډیره محرمانه دولتی غونډه کی ګډون کړې ؤ او تردی چی هیچا نه شول کولای له هغه سره تلفونی اړیکی هم ونیسی . وروسته علی امین ګنډاپور د خیبر پښتونخوا لومړی وزیر د صوبی د حقوقی وکیلانو په یوه غونډه کی وویل چی هغه ګنی هغه پریکړه کړی ده چی ډیر ژربه افغانستان ته د طالبانو له حکومت سره د په خیبر پښتونخوا کی د سولی خبرو اترو په موخه د یوه پلاوی مشری وکړی . که څه هم د نړی په ټولو هیوادونو کی د پنځم ستون شتون ځانته معنا لری خو د پاکستان په استخباراتی تاکتیکونو کی د استخباراتی نړی په خلاف د جاسوسانو ګمارل د پاکستان له پوځ سره د یوه مصنوعی ټکر او مخالفت شعارونه ورکول د همدی استخباراتو یوه مجربه نسخه بللی شی . چی د پاکستان په تیر تاریخ کی هم د هغی بیلګی موجودی دی .