گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دنصاب په هکله دملاندیم څرګندونی اودملا ډیزل پر مرکه دتائید مُهر!
ویل کیږی هغه مهال چی مولانا فضل الرحمن د پاکستان د جمیعت العلمای اسلام د ګوند مشرافغانستان ته په یوه مجعول او مجهول سفرراغلی ؤ نو وار دی واره یی د طالبانو د لوړو زده کړو له وزیر ملا ندامحمد ندیم سره د افغانستان او نورو مسائیلو تر څنګ په افغانستان کی له پاکستان څخه د یوی طبیعی کرکی لامل په باب هم پوښتلی ؤ او ندا مامد دطالبانو د لوړو زده کړو د چارواکی په افغانستان کی د پاکستان په وړاندی د کرکی د جوشانه بټۍ  د خاموش کیدو په هکله د لارو چارو او اقداماتو یادونه هم کړی وه چی ګنی د افغانستان په تعلیمی نصاب کی د یوه داسی پراخ بدلون په موخه یی د یوه ځانګړی تعلیمی نصاب په درلودو هم کار روان او اوس یی جوړ کړی دی  چی کیدای شی ځوان نسل د وطن او هیواد سره په لازمه مینه وروزی

دنصاب په هکله دملاندیم څرګندونی اودملا ډیزل پر مرکه دتائید مُهر!

هیڅوګ نه پوهیږی چی ولی او څنګه ملا ندا محمد خان ندیم چی ځان د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر بولی د مولانا فضل الرحمن چی په پاکستان کی یی د ملا ډیزل لقب خپل کړی دی پر هغه مرکه چی د افغانستان د تعلیمی نصاب په باب یی له پراګ څخه د خپریدونکی مشال رادیو سره کړی وه د تائید مهر ولګاؤځکه کله چی مولانا فضل الرحمن چی په ملا ډیزل مشهوردی د یوی مرکی  په ترځ کی د مشال رادیو د خبریال  رادیو د تکړه خبریال او څیړونکی طاهر خان ورسره غوټه کړه  ددی پوښتنی په ځواب کی چی اوس چی پاکستان ته دا سوچ پیدا شو چی TTP یا دپاکستانی طالبانو تحریک چی په افغانستان کی ځینی کړې دی په افغان طالبانو کی چی هغه د پاکستان خلاف دی او یا هغوی د وسیلی په توګه استعمالوی تاسو ددی فکر سره متفق یاستې ؟ مولانا ډیزل داسی ؤفرمائیل :

حضرت ! په افغانستان کی په شلو کالو کی چی کوم حکومت ؤ اویا له هغی مخکی چی کوم حکومت ؤ په تمامو دورانیو کی په افغانستان کی د هرسړی په دماغو کی دا واچولی شوه چی زموږ دښمن پاکستان دی .امارت اسلامی چی کله راغې نو هغه خو PR Pakistan پرو پاکستان  ؤ او دپاکستان موفق خلک ؤ هغوی ته په خپله معاشره او خپله سوسایټی کی مشکلات راتلل .دی کار ته طالبانومنصوبه ( پروګرام ) جوړه کړه چی موږ به داسی یو نصاب تیارؤ چی هغه نصاب په سکولونو( ښوونځیو) کی موږ بچو(اولادو) ته وایو او هغه نصاب موږ پاکستان ته نږدی کړی ……..ماته یی په تفصیل سره دغه بیان ترسره کړی ؤ چی حضرت دا نا قابل بیان ده دا خبره کله چی موږ اقتدار په لاس کی واخیست دلته دپاکستان له کبله موږ د زیاتو مشکلاتو سره مخامخ شوؤ . ….آیا د پاکستان لپاره دا ضروری نه ده چی په افغانستان کی د پاکستان په هکله محبت ایجادشی ؟ …ویل کیږی هغه مهال چی مولانا فضل الرحمن د پاکستان د جمیعت العلمای اسلام د ګوند مشرافغانستان ته په یوه مجعول او مجهول سفرراغلی ؤ نو وار دی واره یی د طالبانو د لوړو زده کړو له وزیر ملا ندامحمد ندیم سره د افغانستان او نورو مسائیلو تر څنګ په افغانستان کی له پاکستان څخه د یوی طبیعی کرکی لامل په باب هم پوښتلی ؤ او ندا مامد دطالبانو د لوړو زده کړو د چارواکی په افغانستان کی د پاکستان په وړاندی د کرکی د جوشانه بټۍ  د خاموش کیدو په هکله د لارو چارو او اقداماتو یادونه هم کړی وه چی ګنی د افغانستان په تعلیمی نصاب کی د یوه داسی پراخ بدلون په موخه یی د یوه ځانګړی تعلیمی نصاب په درلودو هم کار روان او اوس یی جوړ کړی دی  چی کیدای شی ځوان نسل د وطن او هیواد سره په لازمه مینه وروزی .
هغه په یوه طالبانی غونډه کی چی د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو  دوزارت په یوه غونډه کی ترسره کړی داسی وویل : دخپل وزارت متعلق زه دومره وایم زموږ کوشش دادی دنصاب متعلق الحمد لله دوه کاله په نصاب باندی کار شوی دی اوس مو د منظوری لپاره د وزیرانو شوری ته پیش کړی پر هغه باندی هم تصامیم نیول شوی دی . ښه تجدیدات پکی راغلی دی …………. که څه هم ملا ندیم خان ونه ویل چی ددغه نصاب دجوړیدو لپاره کوم پلاوۍ ټاکل شوی ؤ او هغوی د تعلیمی  نصاب په هکله له کومو تجربو څخه برخمن ؤ او د دغه پلاوی نومونه کوم دی  ؟ خو د څیړونکو په قول د ملا ندیم آخند وینا د پاکستان په ځانګړی توګه د ملا فضل الرحمن په غوښتنه له پاکستان سره دوستی یوه داسی موضوع ده چی طالبان غواړی په دی توګه د افغانانو له زړونو څخه دکرکی پر انګار د خشونت نه ډک د تعلیمی نصاب سکروټې ؤپاشی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا