گـزیده اخبــار

خانه » اجتماعی » په شاهی کوټ کی دجهادیاد!
په شاهی کوټ کی دجهادیاد!

په شاهی کوټ کی دجهادیاد!

    که څه هم زموږ د ګران هیواد افغانستان په لویشت ، لویشت ځمکه کی د بهرنیو یرغلګرو په وړاندی د جهاد او مبارزی کارنامی د لمر د زرینو وړانګو په څیر ځلیږی او د پردیو او ښکیلاک ګرو پوځونو سره  دافغانانو د خونړۍ ډغرو کارنامی له ورایه ښکاری خو بیاهم دملتونو په تاریخ کی ځینی دا سی اتلان وی چی دتاریخ یو خونړۍ باب جوړیږی . اودملتونو له نوم سره تړلی وی .دافغانستان په خونړی او معاصر تاریخ کی د مظلوم شهید مولوی نصرالله منصور (رح) یاد هغه ملی او معنوی پانګه ګڼلای شی چی د ټول اسلامی امت ، مادیت ځپلی بشریت د هیلو غوټې اوبه کوی .که څه هم نړیوال ښکیلاک وتوانید چی شهید مولوی نصرالله منصور (رح) په ظاهر بڼه ددوی په باورد جګړی له ډګره دتل لپاره ؤباسی خو پرهغه څه چی هغه نامتو شهید باوراو ایمان  درلود هغه خو ددین او هیواد ددښمنانو د باور پر خلاف د خپلی مبارزی لپاره مورچل بدل کړ داسی چی په خپل شهادت سره یی خپل ژوند ابدی کړ .که څه هم دملتونو په تاریخ کی  داسی عظیم الشانه شخصیتونه د یوه ملت لپاره  مکتب او فکر جوړوی خو بیا هم د خپلی مبارزی په اوږدو کی ترټولو لومړی دخپل ټبراو نږدی کهول  لپاره دلاری په داسی مشال بدلیږی چی ملتونه دهغوی په ټبر او اولادونوکی ددغه مشال رڼا ګوری.نوځکه خو ویلای شو چی د مظلوم شهید مولوی نصرالله منصور(رح) د ژوند څرنګوالی هم له همدغه فلسفی اصل د مطالعی پرته نه شو څیړلی او پکار ده چی د معاصرو ټولنیزو علومو په مرسته د شهید مولوی نصرالله منصور(رح) پر ژوند هم کتنه وشی .   
    دغه کتنه او ددی په څیر نوری څیړنی راته دا په ګوته کوی چی زیاتره هغه څه چی د ملتونو لپاره لوی نعمت  او د خلاصون لاره  ګڼلای شی اود الهی فرمان پربنسټ انسان ته ځانګړی بصیرت وربښی دمادیاتو اونورو رازرازانسانی غریزو په وړاندی مقاؤمت دی چی لوی خدای (ج) یی د تقوی په نوم یادوی . په هرحال د الحاج مولوی عبدالرحمن منصور  په پراخو هڅو اوتلاشونو  د پکتیا ولایت د ملی رادیو تلویزیون په مستقیمه همکارې  تیره جمعه د ۲۰۲۴ د آګست میاشتی  په ۳۰ مه چی د ۱۴۰۳ کال د وږی دمیاشتی له ۹ می سره سمون خوری یی په شاهی کوټ کی چی د جهادونواوقربانیو سمبول دی اود شهیدو قهرمانانو لکه دامت مظلوم شهید مولوی نصرالله منصوررحمة الله ، دشاهی کوټ باتور قوماندان شهید سیف الرحمن منصور ، شهید جواد او زیات شمیرنورو شهیدانو د معرکی ټاټوبی بللی شی د ادب ترنامه لاندی دیوی مشاعری تعبیه وکړه چی  په سلګونو کسانو پکی ګډون کړی ؤ .
او د امت د مظلوم شهید مولوی نصرالله منصور (رح) ځای ناستی الحاج مولوی عبدالرحمن منصور د خپلی وینا په ترځ کی د شاهی کوټ داتل شهید قوماندان سیف الرحمن منصورد جهادی میړانی اوسرښندنی یادونه وکړه او داسی یی وویل :       
        کله چی امیر المؤمنین ملا عمر رحمت الله علیه آخیرنی وینا چی د مخابری له لاریی ترسره کړی وه د خبریال ددی پوښتنی په ځواب کی چه که چیری بهرنیانو پر تاسو زور راؤړ نو تاسو به څه کوی نو هغه مرحوم ورته ویلی ؤ چی که دا ټول افغانستان یی هم راڅخه ونیوه نو غرونه خو چا راڅخه نه دی نیولی ! نود شاهی کوټ اتل شهید قوماندان سیف الرحمن منصور هم عزم وکړاو کندهار ته ولاړ ترڅو د امیرالمؤمنین رحمت الله علیه څخه مشوره وکړی چی د امریکایی یرغلګروپه وړاندی باید څه او څنګه په ګډه جهاد ترسره شی ؟ هغه جلا بحث دی بیرته خپلو خبرو ته راځو . کله چی له هغه ځایه راستون شو نو ددی لپاره چی د کمزورو مسلمانانو له کمزوری څخه هم ناوړه استفاده ونه شی نو ټول لویان او غټان یی راؤغوښتل او ورسره مشوره یی پیل کړه او زیات نظر پردی ؤ چه په افغانستان کی نوی حکومت (د حامد کرزی په مشری امریکائی اداره) دی او موږ باید ورته تسلیم شو اونورزیات دلائیل یی ورته ویل ! اوآخیر یی چی په یوه مسجد کی را غونډ کړل اوهلته د ګوتو په شمیرملګری پاته ؤ چی هغوی د جهاد هوډ درلود د هغوی په استازیتوب دشاهی کوټ اتل شهید سیف الرحمن منصور دغونډی برخه وال مخاطب کړل او ورته  ویی وویل چی زما سره صرف هغه مسلمانان ملګری اومجاهدین ځای شۍ چی په خپل لاس باندی خپله زنه وتړی او دلته تر قبره ځان ورسوی ……… دغه دشاهی کوټ د مورچل په یاد غونډه کی چی د اسلامی امارت لوړ پوړی چارواکو او د هیواد په سطحه نامتو شاعرانو او لیکولانو هم ګډون کړی ؤ او خپلی ویناوی یی واورولی د امارت د برښنا او اوبو لګولو لنډ مهاله وزیر محترم مولوی عبدالطیف منصور چه د امت د مظلوم شهید مولوی نصرالله منصور(رح)  په ټبر پوری تړلی دی  دخپلی وینا په ترځ کی وویل چی :
  مجاهدینو ته وایو او عام او خاص ته وایو چی ګورې ددغه شهیدانو له وینو سره خیانت ونه شی  که موږ ددوی له آرمانو سره جفا وکړه که موږ د هغوی له داعیی سره جفأ وکړه او خدای ناخواسته خیانت مو وکړ یوازی خپل ځان او خپل اولاد مو پکی ساته نو بیا فکر وکړی …..په دی ادبی فرهنګی یاد غونډه کی د اسلامی امارت مرستیال ویاند مولوی حمد الله فطرت چی په دغه غونډه کی دګډون په موخه شاهی کوټ ته راغلی ؤ د خپلی وینا په ترځ کی وویل : داد شاهی کوټ لښکرچی په اصل کی پر مادیاتو اوتکنولوژی باورمند نه بلکی د ایمان پر وسله دحق دسپاهیانو ترمینځ ټاکونکی ټکر ؤ نوموړو ځواکونو په دغه هسکو څوکو او درو کی دنړې دزبر ځواک د ټول قدرت پر وړاندی پښی ټینګی کړی او دمغروری امریکا لاسونه یی ورپری کړل .
دغه شانی په دغه پرتمینه غونډه کی د شهید امت مولوی نصرالله منصور رحمة الله علیه زوی او دهغه شهید د ځای ناستی الحاج مولوی عبدالرحمن منصور ورور شیخ عزیز الرحمن منصور چی د طالبانو په امارت کی د حج او اوقافو وزارت مرستیال دنده ترسره کوی وینا وکړه او د خپلی وینا په ترځ کی یی داسی وویل :لکه څنګه چی تاسو ته معلومه ده دشاهی کوټ ددی دری نه چی شهید منصور رحمة الله علیه به غازی کوټ باله ددوو غټو یرغلګرو چی زموږ اوتاسو دغه ګران هیواد ته راغلی ؤ دهغی په مقابل کی چی کوم انقلاب ؤ هغه ددی دری نه شروع شوی ده .           
       دغه راز په دی مشاعره او یاد غونډه کی دهیواد دبیلا  بیلو سیمو شاعرانو او نعت خوانانو خپل شعرونه واورول چی زیاتره یی د شاهی کوټ پر جهادی کارنامو را څرخیدل .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا