گـزیده اخبــار

خانه » اجتماعی » ملت مړ دی، الله(ج) دې وبخښي!
ملت مړ دی، الله(ج) دې وبخښي!

ملت مړ دی، الله(ج) دې وبخښي!

ځینو ملګرو  او دوستانو راته لیکلي دي چې: « پدې وروستیو کې خفه پوستونه کوې، څه خبره ده او څه مشکل دي؟؟؟»خو اې کاش!!!پوهیدلۍ نه، یا زوریدلئ نه، او یا مې هم په شکل د اشکالو د زړه بړاس ایستلئ شوای.زه اوس دومره زوړ او بوډا شوئ یم چې: حتّی په مړو حساب یم، خو الحمدلله احساس مې لا هم ځوان او ژوندی دی.   

چې نه مې تن، نه خپل وطن کې واک وي؟

نـه مې ســبـا او نـه مې نــن کې واک وي؟

لدې به سخت مشکل، نور څه مشکل وي؟

چې نه تعلیم، نه مې په فـن کې واک وي؟

نـه مــــــې توان شته، د ویلــــــو

نــــــــه مې توان شته، د لیکلو

نه مې توان شته، د لـیــــــدلو

نه مې توان شته، د زغمـــــــلو

که څه هم صحي او روغتیایي ستونځې مې بېخي زیاتې دي، خو زه یې په ډېر لوړ مورال سره تېروم او زغمم.تاسې لږ ژور متوجه او عمیق ځیرشئ چې:      زه پوهېږم چې: اوس ما هیڅوک هم نه وژني، ځکه چې زما وژل، د هیچا لپاره هم هیڅ ګټه نه لري او نه زه په کومو ګوندونو او یا ګندونو کې ککړ یا ملوث یم نه، هیڅکله هم نه،زه به لدې دنیا څخه نن یا سبا خامخا ځم، خو  د خپلې سپیڅلې عقیدې او خپلو اعمالو سره به ځم.دعاء تقدیر بدلوي او زه تراوسه ستاسې په دعاوو لا ژوندی او پایم.په شخصي لحاظ مو د مادي او معنوي مرستو او همکاریو وعدې، رښتیني او صادقانه بولم او پوره ډاډ او بار پرې لرم.ستاسې حسن نظر دی، زه چې څه یم؟ پرتاسو یم او بې له تاسو، زه هیڅ هم نه یم

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا