داریانا افغان هوائی دولتی شرکت یوه Boeing 737-400, الوتکه چی د خوست هوائی ډګر څخه چی د FG-403 پرواز یی ددوبی په موخه د ۱۱۰ مسافرو او ۹ تنو عملی سره ترسره کاوه د خوست هوائی ډګر له کټارو څخه د ګړندې تیریدو په حال کی د اوسپنی له پټلې سره ټکر وکړ او الوتکی وکولای شول چی له ځانی زیانه پرته د کابل په نړیوال هوائی ډګر کی راښکته شی . د هوائی چلند خبری آژانس The Aviation Herald د خبرله مخی دغه پیښه دجمعی په ورځ د وږی په دوهمه مازدیګر را مینځ شوه او د الوتکی پیلوټ وکولای شول چی دغه بویېنګ Boeing 737-400 الوتکه د کابل په هوائی ډګر کی له ځانی زیانه پرته راکوزه کړی .