نواندیشی تربیون ته په خوست کې سرچینو وویل چی طالبانو له شپږم ټولګي پورته پر هغو انلاین زدکړو بندیز لګولی، چې له ځايي راډیوګانو او تلوېزونونو خپرېږي. دغه سرچینې وايي، د طالبانو د خوست پوهنې چارواکو د رسنیو مدیرانو ته ویلي، دا بندیز د دې ډلې د پوهنې وزارت په لارښونه لګوي. د طالبانو واکمنېدو سره له شپږ ټولګي پورته د نجونو زدکړې بندې دي، خو له هغه راهیسې د خوست په ګډون په مختلفو ولایتونو کې ځايي راډیوګانې او تلوېزونونه ورته زدکړې خپروي چې په انلاین زدکړو مشهورې دي . نواندیشی تربیون ته په خوست کی یوی معتبری سرچینی وویل چی که څه هم د طالبانو د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوی شبیر احمد عثمانی ددغه اقدام مخالف دی خو بیاهم تېره پنجشنبه د طالبانو د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولانو هم د ځايي رسنیو مدیرانو ته په یوه ناسته کې ویلي، چې په دې اړه د طالبانو د پوهنې وزارت دوی مکتوب لېږلی دی چی په دغه مکتوب کې د طالبانو له خپلو ځايي چارواکو غوښتنه کړې، چې په دغه ولایت کې له شپږم پورته ټولګیو د رادیويي زدکړو د کورسونو مخه ونیسئ.هیڅوګ نه پوهیږی چی طالبانو ولی او د اسلامی شریعت د حکم له مخی پر رادیوګانو او غږیزو رسنیو دغه شانی بندیز لګولی دی ؟ دچارو کتونکی وایی چی د طالبانو دا ډول کړه اووړه چی د هر ډول شرعی اوملی ارزشونو خلاف دی یوازی د افغانستان او ددین دښمنان خپلو ناوړه موخو ته د بریالیتوب په معنا تعبیروی . نواندیشی تربیون د یوی متعهدی رسنۍ په توګه د طالبانو دغه عمل په کلکه غندی او هیله لرو چی ژرتر ژره دغه فرمان بیرته واخلی ترڅو دخوست غږیزی رسنئ او رادیوګانی د تیر په څیر وکولای شی زموږ د خواری او جګړه ځپلی ټولنی نجونواو شاګردانو تیاره کورونه دپوهی پر ډیوه روښانه کاندی