گـزیده اخبــار

خانه » اجتماعی » طالبان اوپــه دیپلــوماتیکو آدابو نـه پـوهـیدل او دطالبانو مسخره ځواب
طالبان اوپــه دیپلــوماتیکو آدابو نـه پـوهـیدل او دطالبانو مسخره ځواب

طالبان اوپــه دیپلــوماتیکو آدابو نـه پـوهـیدل او دطالبانو مسخره ځواب

دطالبانو له لوری ډیپلوماټیک آداب هغه مهال تر پښو لاندې شول چې په پیښور کی د طالبانو استازی محب الله شاکر چی دافغانستان د جنرال کونسل پر کرسۍ ناست دی  په پېښور کې د قومي رحمت للعالمین  په کنفرانس کې د ملي سرود د غږولوپه درناوی کی له ځایه د پورته کیدو  پر مهال هر ګډونوال په درناوي ولاړ و.   

خو محب الله شاکر له خپلو همکارانو سره ونه درید .چی د نوموړی دا عمل د ډیپلوماټیک پروتوکول څخه سرغړونه ګڼل کیږي.د رسمي سرچینو په وینا، د ملي سرود په درناوي کې د افغان کونسل جنرال پاتې راتلل له دیپلوماتیکو اخلاقو ښکاره سرغړونه ده. سرچینې ټینګار کړی چې له ډیپلوماتیکو کارکوونکو څخه تمه کیږي چې د خپل کار په موده کې د کوربه هیواد قوانین او دودونه مراعات کړي. وضعیت د ډیپلوماتیکو معیارونو د تعقیب په اړه اندیښنې راپورته کړې.
کتونکی واېی چی دغه ډرامی ته هغه مهال پوکۍ ورکړای شو چی د طالبانو استازۍ محب الله شاکر د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر علی امین ګنډاپور لخوا چی د عمران خان د ګوند غړی او دطالبانو خواخوږۍ دی راؤغوښتل شو او افغانستان ته دتګ او په خیبر پښتونخوا کی یی دسولی راوستو په باب ورسره خبری وکړی بل لورته په رسنیو کی خپره شوی ویدیو په ښکاره دا څرګندوی چی محب الله شاکر او ورسره په څنګ کی بل همکار یی د پاکستان ملی سرود ته نه پورته کیږی خو په پیښور کی د افغانستان جنرل کونسل محب الله شاکر په یوه خپره شوی اعلامیه کی ویلی دی چی موږ د پاکستان ملی سرود ته هیڅکله هم سپکاوی نه دی کړی خو داچی په ملی سرود کی موسیقی خپریده نومو ځکه ورته پورته نه شوؤ . بس خیر ما خیر شما ! د کتونکو په وینا عذر بدتر از ګناه !

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا