گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دربـــــاب نــــغمـــــــــــــــه !
دربـــــاب نــــغمـــــــــــــــه  !

دربـــــاب نــــغمـــــــــــــــه !

دلیکوالی شاعری  او ددغه ټوټی د غوره کوونکی  داکترثریا خادم  یادونه : درندو دوستانو دا لاندی په زړه پورې ادبی ټوټه دلوی استاد (استاد خادم بابا) دسلو مقالو له درانده اثر څخه راغوره شوی ، په مینه یی ولولئ

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

تمامه شپه  دغړولو سترګو په کتون او لټون… لکه دسهار ستوری ستومانه او نامینده شوی وم ! تر هیدم او زنګیدم !غوښتل می چی کوم داسی افق کی سر کښیږدم چی ونه ګورم دا دنیا او خړ مخ یې . دپسرلی دسهار وږمه ، چی دسرو غو ټیو له مخه  دشین داوڼ پورته کولو دپاره له اسمانه راغلی وه، زما په زړه یی ورو لاس تیر کړ.نمر لا په  خپلو وړانګو جهان طلایی کړی نه ؤ.دسهار خفیفی رڼا  دنیا  دیاسمن په ګلانو کی پته کړی وه، نسیم ورو یو آواز راووړ.لکه دښاپیرو دپښو د ګنګرو شرنګهار .هو،  دزندګۍ  دزړه تارونه رپیږی ((رباب )) دی ((نه رباپ)) دی .دنغمې په وزرونو ، دساز دچپو دټیټ او پاس په زینه وختم .له د خاورینې تودې . دا وړې او زړې خبرې راته  سپکې او عبث ښکاري ، دروح په پرواز کې د رباب نغمه اوریده . چی څنګه دنورو کوچنیو او لویو سازونو لارښوونه کوی .درباب واړه تارونه  د دوو غتو دآهنګ ، په پیروۍ روان دی  او خپل غږونه دهغو  دنداء سره جوختوي.سرینده ورسره خپل زړغونۍ غږ پورته کړي .طبله په مناسبه موقعه کې له خپلې ګیدې یو داسی  درز باسی چی د  زړه ستنې خوځوي.شپیلۍ ورسره خپل غم زاړي او له جدایې شکایت کوی .چنګ او نور واړه سازونه دبلبلو او مرغیو په شان  په نریو اوازونو دغه نغمه تکمیلوی ،

ددغه ټولو په  هم اهنګی او یوه خوله کیدو سره یو  داسې ساز منځ ته راځی  چی انسان آسمانونو ته بیایي ، هو ، دژوند هره نغمه  بی له لار ښ،ونې او پيروې نه تکملیږی. رښتیا ده چی روح  دخوشحالۍ په وخت کې ( ارتقایی پرواز) کوی .او چی واړه او غټ په کښې هم آهنګ نه ( دژوند ساز) بیې سره غږیږی .نو ای رباپه ، ای مستوونکیه ، خوشحالوونکیه ملګریه مونږ ته په خپلو خوږو نغمو کی د (( معراج )) نور اسرار هم ووایه !!!!!

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا