گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » اسلام تـه دسپکاوی دکارتونونو ناولـــی سیــــالۍ لغـــو شــوه !!
اسلام تـه دسپکاوی دکارتونونو    ناولـــی سیــــالۍ لغـــو شــوه !!

اسلام تـه دسپکاوی دکارتونونو ناولـــی سیــــالۍ لغـــو شــوه !!

لکه څنګه چی پخوا ویل شوی ؤ د  هالنډ هیواد د یوی اسلام ضدی څیری خیرت ویلدر چی په دغه هیواد کی  د یوی کوچنی  افراطی ډلګۍ مشری په غاړه لری اود اسلام او مسلمانو سره دښمنۍ ته یی ټټر وهلی دی غوښتل چی د راتلونکی نومبر په میاشت کی د اسلام دستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پر ضد د کارتونونو سیالی پیل کړی او غوره کارتون ایستونکی  ته لس زره ډالره انعام هم ورکړی .

که څه هم ددغه سیالۍ په لاره آچونکی خیرت ویلدر پخواهم د فتنی په نوم د اسلام ضد داسی فیلم جوړ کړی ؤ چی اسلام یی د کرکی او تروریزم دین بللی او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم یی په ناوړه نومومونو یاد کړی ؤ خو ددی پر ځای چی د هغه فیلم خپرول په غیر اسلامی ټولنوکی د اسلام او مسلمانانو پر وړاندی کرکه خوره کړی دهغی پر خلاف ددغه فیلم کارګردان او جوړؤنکۍ داسلام په مقدس دین مشرف شو

نوموړۍ خیرت ویلدر هغه څوګ دی چی د اسلام ضد افکارو په درلودو یی  د امریکا په ټاکنو کی هم د اوسنی جمهور رئیس دونالد ترومپ څخه په ښکاره ملاتړ کاوه او تر دی چی د دونالد ترومپ لخوا په امریکا کی په یوه جوړه شوی غونډه کی د دونالد ترومپ په پلوی سلګونو راغلیو امریکائیانو ته په همدی افراطی نظریاتو له دونالد ترومپ څخه په ښکاره ملاتړ وکړ .

او دخبریال دیوی پوښتنی په ځواب کی یی ویلی ؤ چی زه به د دونالد ترمپ لاره تعقیبوم او زما مبارزه د اسلام او قرآن پر وړاندی ده چی اسلام دفترت دین او قران دخشونت کتاب دی .

دلته په هالند کی مطبوعاتو راپور ورکړ چی له هغه وروسته چی د پاکستان صدراعظم عمران خان او دهغه هیواد خارجه وزیر محمود قریشی په ولسی جرګه کی خبری کولی وی ویل چی موږ به داسلام ضد د کارتونونو موضوع د امنیت شوری له لاری په کلکه تعقیب کړو

او په لویدیځ کی اسلام ته سپکاوی یوه له سترګو لویدلی مسأله ښکاری خو نن دیوه مسلمان کس له لوری خیرت ویلدر ته د وژنو گواښ وشو نو خیرت ویلدر هم ددغه سیالی ترسره کول ودرول او داسی خبر یی خپور ګړ چی ګنی د ملی امنیت دساتلو په موخه ددغه سیالی ټول مراسم ملغی اعلام کړی . 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا