گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ۱۷۴ ناباوره رأی اود پاکستان د لومړی وزیرعمران خان ماتی !
۱۷۴ ناباوره رأی اود پاکستان د لومړی وزیرعمران خان ماتی !

۱۷۴ ناباوره رأی اود پاکستان د لومړی وزیرعمران خان ماتی !

نن شپه ناوخته د پاکستان په وخت د شپی ۱۲ بجی او دیرشو دقیقو په شاوخوا کی د پاکستان د ولسی جرګی د مخالف اپوزیسیون په ؤلسی  جرګه کې د لومړي‌ وزیر عمران خان پر ضد ۱۷۴ غړو د نه باور رایه ورکړه.‌ دغه بهیر چې څو ځله مخکې ځنډېدلی و.دا د پاکستان په تاريخ کې لومړی ځل دی چې د يوه لومړي وزير پرضد د نه باوررايې تحرک بريالی کېږي. دا مهال تازه خبرونه ښيي چې عمران خان د لومړي وزير له دفتره وتلی او په بني ګاله کې خپل شخصي استوګنځي ته تللی دی.په همدې وخت کې د پاکستان د ولسی جرګی  مشر اسد قيصر له خپلې دنده استعفا کړې. او د مسلم ليګ نواز ګوند ایاز صادق د قامي اسمبلي مشري پر غاړه درلوده چی د عمران خان ماتی یی د ۱۷۴ رأیو په آچولو د صدراعظمی د کرسی لپاره مناسب ونه باله .‌

خو د ولسی جرګی مشر اسد قیصر له دندی څخه د استعفأ پر مهال وویل چی”ځمکنيو حقايقو او پېښو ته په کتو مې پرېکړه وکړه ما ته چې کوم اسناد را رسېدلي، زه به د اپوزسيون له مشر غوښتنه وکړم چې دا زما په دفتر کې وي، زه به يې سترې محکمې ته واستوم، اړتيا ده چې د دې هېواد د حاکميت لپاره ودرېږو او ما پرېکړه وکړه چې زه نور د ولسی  جرګی  د مشر پر دنده نشم پاتې کېدی“.ولسی جرګه  کې د اپوزېسیون غړو تور پورې کاوه، چې ګنی د تحریک انصاف ګوند وکیلان د رایې اچونې مخنیوي لپاره وخت ضایع کوي.خبر زیاتوی چی ولسی جرګی داپریکړه هم وکړه چی د قائد ایوان یا د نوی لومړی وزیر د څوکی لپاره به غوښتن لیکونه په رسمی بڼه د نن ورځی تر۲ بجو پوری د ولسی جرګی دفتر ته د رارسیدو حق لری

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا