گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » څلـور پټیه شَوتــله یی ؤخـــوړه ملاصاب یی لااوس هم مږه بولی!
څلـور پټیه شَوتــله یی ؤخـــوړه     ملاصاب یی لااوس هم مږه بولی!

څلـور پټیه شَوتــله یی ؤخـــوړه ملاصاب یی لااوس هم مږه بولی!

کم له کمه اوه لس کاله کیږی چی زموږ د ګلالی افغانستان مظلومانه فریاد او نیمه خوا چیغه د نړی د څوڅلویښتو لویو ځواکونواو هیوادونو د ریأ کارۍ او درواغو په ورښمینو تارونو تړل شوی او د هیواد په هره ورځینی کربلا کی د آزمایښت نوی پړاؤنه وهی ، ددغی لوی او ستری غمیزی ترټولو زیات دردناک اړخ هله په ګوتو کیږی چی په دغه روانه   ټوله غمیزه کی  مذهب ، اسلام او درباری ملایان د استعماراونړیوال پانګوال نظام دوخت ترټولوغټه همسأ شمیرلی شی .

هیڅوګ آن د هغو کسانو په ګډون چی په کندز کی د ارچی ولسوالۍ  او د پوهنی وزارت  ترمینځ د نصاب په نوم چی کوم څه د عمریه هاشمیه مدرسی په نوم تر ګوتو کول  نه پوهیږی چی څنګه اوس چی د کندز دکربلا قابو دری اونۍ تیری شوی دی د کندز هاشمیه مدرسه  د همدغو درباری ملایانو لپاره د لنګی غوا حیثیت لری او وار په واریی په ریأ کارانه توګه د یاد نمانځنۍ غونډوپه جوړولو را لویشی . لومړی غبرګون د افغانستان د خلکو د حرکت انقلاب اسلامی  ګوند وښود او دغه برید یی پر اسلام او شریعت کلک ګوزار  ؤباله . او ددی برید ترسره کول یی د سولی او آرامش لپاره یو لوی ناسور وشمیره !

وروسته په هرات کی د حکومتی علمأ ؤ شوری دغه برید په کلکه وغانده او له حکومته یی په کلکه غوښتنه وکړه چی یو بی پری او بیطرفه پلاوی دی د پلټنی په موخه وټاکی . خو ترټولو ویرؤنکی مست زنګیان هغوی ؤ چی نه یوازی حکومت یی ددغه خونړۍ پیښی د بی پرۍ پلټنو باندی موظف کړ بلکه د افغانستان اسلامی جمهوری دولت یی ؤګواښلو چی که چیری دغه پیښه په اساسی توګه  وه نه څیړی او ټول هغه کسان  چی ددغه برید په ترسره کولو کی  ونډه  لری محاکمه نکړای شی

  نو دوی به له خلکو او اولس ؤغواړی چی په راتلونکو ټاکنو کی ګډون ونه کړی ځکه چی بیانو ټاکنی اسلامی – شرعی او ملی نه دی باید چی پکی ونډه وانه خیستلای شی . او د افغانستان حکومت بایده دی چی له امریکا سره امنیتی قرار داد لغوه اعلام کړی . دیادولو ده هغه پلاوی چی د افغانستان د اسلامی جمهوریت درئیس په حکم او د قومی شخړو د زیاتولو په چارو کی دلوی سلا کارډګرجنرال خدایداد هزاره په مشری سیمی ته استول شوی ؤ

د خپلو پوځی  تجاربو له مخی ټول هغه راپورونه دروغ ؤبلل چی ګنی له نهو تنو زیاتو ملکی وګړو ته د سر او مال نقصان رسیدلی وی . دغه ټکی ددغه پلوی یوه لوړ رتبه غړی چی نه یی غوښتل نوم یی واخیستل شی وویل : دډګرجنرال خدایداد هزاره په مشرۍاستول شوی پلاوی په مستنده توګه داهم په ډاګه کړه چی په برید کی وژل شوی کسان  د مدرسی ماشومان نه بلکه د کوټی د شورا لوړرتبه قوماندانان ؤ چی غوښتل یی  د افغانستان دشرعی اولوالامرپه وړاندی بغاوت وکړی

خو  هلته لیری چی یوه بیوزلی طالب دغه د ننګرهار ملا صاب دغه خطبه او د محمد اشرف غنی له لوری د ټاکل شوی پلاوی  آرزونه واوریدله نو له ځانه سره یی په کراره دغه پخوانۍ مشهور متل زمزمه کاوه چی :

څلور پټیه شوتله یی ؤخوړه خو  ملاصاب  یی لا اوس هم مږه بولی!

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا