گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » چهل سال عـــمرعزیــزت گذشت مزاج تـــو از حــال طفلی نـــگشت
چهل سال عـــمرعزیــزت گذشت     مزاج تـــو از حــال طفلی نـــگشت

چهل سال عـــمرعزیــزت گذشت مزاج تـــو از حــال طفلی نـــگشت

 

د سعدی صاحب په وینا چې وایی:

       چهل سال عمرعزیزت گذشت 

        مزاج توازحـال طفلی نگشت    

له بده مرغه په افغانستان کې د ورور وژنې،کور ورانونې او هیواد ویجاړونې خونړۍ جنګ ۴۰څلویښت کلن شو. په ۱۳۵۷ کال کې زیږیدلی ماشومان ۴۰ کلن شول.اودریغه،دریغه! ۴۰ کاله دا فغانانو وینه بهیږی او په نړۍ کې دافغانستان ۴۰ کلنه جګړه تر ټولو جګړو اوږده جګړه ده. اوکابو۱۱ میلیونه لیتره وینه د افغانستان په خونړۍ جغرافیه کې بهیدلی او دافغانانو تاریخ زړه بوږنوونکی تراژیک تاریخ اود بشریت په تاریخ کې ساری نه لری.

د ” قلعهء دزدان ” په نوم د فارسی ژبی د ستر عارف او شاعر سعدی علیه الرحمه له پنده ډک نکل زموږ د ټولنی د وروستنی تاریخ  د بیان غوره نمونه ده نو اندیشی یی په همدی موخه تر تاسو در رسوی . 

 هغه جګړه چې د نړۍ ستراو سوپر پاور ځواکونه یې د جګړې ډګر لوبغاړی دی اوپه سیمه ییزه او نړیواله کچه کورنیواوبهرنیو دوښمنانو په افغان انسان رحم اوزړه سوی ونه کړ. اود افغان باتور ولس ،ټول مادی او معنوی ځواک د نامرده او بې ضمیره دوښمنانوپه شیطانی تاړاکونواویرغلونوکې تاله ترغه اود خون چکان ټپ په نوم وباله شو.ملی درنه او منلی ارزښتونه تر پښو لاندی اوافغان یو موټۍ ولس په انسانی ضد استعماری نقشو په متخاصموټوټواوقطبونو وویشل شو. په سمتی،ژبنی،قومی اومذهبی تعصباتوکې ښکیلوزورواکواوبل واکود خپل وطن دسوځولوپه اور د پردیوپه لمسون اوځانی غرورپه نیشه کې تردې دمه تیل وپاشل.په دې ۴۰کلن ناتارکې دچا کـکری خاورې اوچا په کې څټونه ، اورمیږونه وکړل اودفرعونی قصرونو،دنګوماڼیو،عصری ښار ګوټو، بانکونواو ډالری ګاوصندوقونوخاوندان شول.

په ۴۰ کلنه غمیزه کې له شمیره وتې په زرګونو کلی اوکورونه وران اوله خپلوپلرنی ټاټوبو په میلیونو،میلیونوافغانان بهر ملکونواویا په بله وینا د ځمکې په کره کې مهاجرت اوکډه کیدوته اړشول اوښایی د افغانانود کډوالو شمیرهم د نړۍ په کچه بې ساری وی.په ۴۰ کلن ناورین کې د جګړې لوبغاړی لکه ګودی نانځکې د افغانستان د دوښمنانوپه غیږو کې لوبیدلی کله د یوه او کله د بل له غیږې یې د افغانانو ترمنځ جګړه تل خونړۍ ساتلی او تورپنجاب د افغانانو په شر،غوبل کې د اتومی ځواک خاوند او تردې مهاله یې دافغانانود وینوبهولو تنده نه ده ماته شوی اود اسلام تر پوښښ لاندې په قبایلی سیموکې د۳۵۰۰۰ پنځه دیرش زره تش دینی مدرسواوپوځی روزنځایونوکې حرفوی ترهګر روزی د طالب اوداعش لښکرې یې ترې جوړی کړی او د تورلنګیوملیشواوای،اس،ای د څارګروپه مستیقیمه هژمونۍ اوملاتړد افغانانوجګړې نوی اړخونه اوښکرونه کړی او هره ورځ د سلګونوافغانانوپه شهادت اومړینه د هیواد په ګوټ،ګوټ کې هدیرې پراخیږی.

د ایران منافق اخوندان د پنجابی تورلنګیو سره د افغانستان په ورانولواوبې ثباتی کې څرګند لاس لری اونړیوال ابر ځواکونه د امریکا متحده ایالات اوفدراتیفه روسیه د افغانانوپه وینولړلی رسۍ په کشولوکې یواوبل ته پښې اړم کړی اود افغانانوپه وینوله یوه اوبل څخه د تاریخی دوښمنی غچ اخلی. د افغانستان جګړې دشوروی اتحاداقتصادی ځواک اودولتی جوړښت مضمحل اودړې وړې کړ.   اوس د افغانستان په جګړه کې امریکا ښکیل چې دورځې لګښت ۱۴ میلیونه ډالره او کالنۍ لګښتونه یې کابو۴۵ میلیارده ډالروته رسږی چې دجګړې په تداوم کې د امریکا اقتصاد ته څرګنده ضربه او د دویم ویتنام تاریخ په تکراریدوښکاری. د ترومپ غوسه ناکوګوت څنډنوپاکستان نورهم بې شرم اوزړور کړاوپه سوریه کې د انګلیس اوفرانسې په ملاتړد امریکا ګډې توغندیزی حملې د کریملین زورواکی ویلادیمیرپوتین سخت په غوسه کړی او هغه پخپل ګاونډ کې د امریکا اود هغه دملګروپه وړاندې د ستروستونزود پنځیدوبالقوه اوبالفعل پوتانسیل لری چې ستراتیژیکوتګ لارو کې چین،پاکستان او ایران د پوتین د سیاست ملاتړی دی.

د طالبانواو داعشیانو پروژه د همدغو آبرځواکونو له خوا تمویل اوتسلیح کیږی اوافغان ۴۰ کلنه جګړه د لا غځیدو او پراخیدو په لور روانه ده تر هغه چې افغانستان د ناپیلتوب څرګند دریځ اوخپلواکی ترلاسه نه کړی. له بده مرغه او بیاهم له بده مرغه افغان ناسور ټپ به جوړنه شی او افغانستان به د سره اوتورښکیلاک په منګولوکې ښکیل وی.د ۴۰ کلن جنګ د ټولوشهیدانواروا دی ښاده او په مظلوم افغان ولس دی د عرش قهاراوجبار رب العزت ورحمیږی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا