گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » مونږ کومه لیاره ونیسو ؟
مونږ کومه لیاره ونیسو ؟

مونږ کومه لیاره ونیسو ؟

مانه زما محترم دوست ښاغلی مولانا (ارشاد) خواهیش وکړ چی د هیواد جریدې ته ددغه جریدې په وضعه کړې اقتراح ( مونږ څه غواړو) باندی څه شی ولیکم. مونږڅه غواړو؟ اوباید څه وکړو ؟ دواړه یوه معنی لری ، تش دومره خبره ده چی غوښتونکی ځان ته وظیفه نه ټاکی او دبل نه خواهش کوی اوڅه کوونکی ځان دپاره وظیفه تعنیوی هر کله چی دغه دواړه جملې یو ملت او جامعې ته متوجې شی ؛ نو د څه غوښتلو څخه د څه کولو پوښتنه زیات قمیت او اهمیت لری ، ځکه چی په دی صورت کی ګویا د ملت هر فرد ځان دپاره دیو اجتماعی غړی په حیث وظیفه معلوموی او دهغې داجراء دپاره تعهد کوی او ملاتړی ، نو خکه په عین حال کی چی زه په اقتراح مضمون لیکل غواړم عنوان می بدل کړ، په مآل او نتجه کی یوه معنی لری مګر لکه چی ما پورته وویل مونږ د یو ملت په حیث باید دچانه خواهیش ونکړو ؛ بلکه باید په خپله په شاعرانه او دانسته صورت د موجود علم او اجتماعی حقایقو په رڼا کی ځان ته خپله ملی لیاره او وظیفه تثبیت او تعقیب کړو. دا خبره څیړل نه غواړی او معلومه ده چی هر ملت ځان ته هویت او شخصیت لری او هر ملت په خپلو روحیاتو مسلماتو او نفسیاتو ژوند کوی او کولی یی شی ؛ نه د بل چا دپل په تګ اونه محض په لاشعورئ او هر دم خیالۍ باندی . داقوامو او مللو سجایا او روحیه دڅو سوو اوڅو کالو خبره نه ده ، دیو ملت ملی عنعنات عمرونه غواړی چی څو دغه ملت په خپل ګډ او اجتماعی فعل او انفعال سره یو ه لیاره ځانه ته غوره او خوښه کړی او دغه لیاره بیا دکورنیو، قبایلو او شعائرو په روز مره دود او دستور کی تحت الشعوری کیفیت پیدا کړی او په نفس کی ځای ونیسی ، یعنی د توارث په اساس دغه ملی اعمال افعال او ارزوګانی دقوم په وینه کی جاری او ساری وګر ځی ؛ نو دغه وخت ورته ملیت یا ملی شعائر او ملی کلتور یا ملی ثقافت ویل کیږی . که څه هم نن سبا ملتونه هم په مصنوعی صور ت سره جوړول کیږی ، مګر دطبعی او مصنوعی ملتو نو په منځ کښي دومره فرق موجود دی لکه دغره او خټو ددیوال که د مصنوعی ملتونو تر شا د طبیعی مللو قوه او تکیه موجوده نه وی ، نولکه یو دیوال چی د خدایی سیلاب په مخ کی دریدای نشی دغه شان مصنوعی ملتونه هم د طبیعی مللو په مخ کښې مقاومت نه شی کوالای . زمونږ بحث په خپل ځان او خپل ملت کی دی ، مونږ باید کومه لیار ونیسو ؟ په دی دنیا کی انزوا او کناره ګیری دیو مدنی انسان دپاره نا ممکنه ده؛ دغه رنګ په ملی صورت هم اوس نشی کیدای چی یو ملت ددنیا دملتونو په منځ کښی کوم داسی وضعیت غوره کړی چی د چاسره اختلاط ، ګډون او مراودات پری کاندی نن دنیا یو تربله بیخی نږدی شوی ده ، هر ملت مجبور دی ، چی دنورو سره معاملې ، تعلقات ، دوستی راشه درشه او ناسته ولاړه ولری . نو په دی صورت کی هرکله چی ددنیا هر ملت او قوم ځان ته مخصوص سیاست ، دژوندانه طرز ، مدنیت او ادیالونه ځانه ته فلسفه لری ځکه چی لکه مخ کښې مو وویل بی له دی څخه نه یو ملت تشکلیږی اونه ژوندی پاتی کیدلای شی ، ښه نو مونږ به څه کوو؟ دغه ملتونه چی هر چااوهر ملت سره نږدی کیږی او ګډیږی خپل رنګ او خپله صبغه غواړی ، په دغه شان سره هر ملت بیله تقاضا او بیله غوښتنه لری ، دلته یوازی اقتصادی او دمفاد سوال په منځ کی نه دی ، دلته اجتماع، کلتور، سیاست او دنفوذ او تاثیر اچولو سوال هم په منځ کښی شته .

ښه که مونږ مثلا دیو ملت سره دهغه دغوښتنی سره سم موافقه کوو ، نو دغه نور مونږ نه خفه کیږی که نه؟ او که دټولو په خواهیش کار کوو ، نو ایا دا ممکنه ده چی یو ملت په ټولو ساحو کی دټولو مللو په خواهیشاتو سم وچلیږی ؟ که ټول وا نه خلو او ځینی واخلو ، نو مثلا یو ملت چی دری څلور ملتونو سره ګاونډیتوب او تعلقات لری نو په دغه شان سره دغه څلور، پنځه هندوانې په یو لاس کی نیول ممکن دی ؟ هر هوښیار سړی او دعقل خاوند پوهیږی چې نه دا کار ممکن نه دی ، نو اوس څه کول په کار دی ؟ په کار دادی هر ملت چی دنورو سره تعلقات ساتی باید په یو علیحیده ملی شخصیت او خپل اجتماعی هویت ورسره مخامخ شی. داسی نه چی دهر ملت دخوشحالی دپاره دهماغه ملت ژبه کلتور او ثقافت په خپل مینځ کشې جاری کاندی او خپل ورته پریږدی . اګر چی ځینی کسان به دی عقیده هم موجود وی ، چی نن دنیا اقتصادی ده او دانور شیونه حه قیمت او اهمیت نلری . دوی وایی داقتصاد په تغیر سره دحیا ت په ټولو خواؤ کی تغیر راځی مګر فکر دا په کاردی چی هماغه مللو او اقوامو چی له مونږه په سیاست او اقتصاد کی مخ کښې تللی دی ، هغوی ګوندی اقتصادی موقع د خپل کلتور په پریښودلو حاصله کړی ده او کنه بل عکس د خپل ثقافت په ټینګولو ، دوی موفق شوی دی چی په اقتصادی میدان کی هم له نورو وړاندی شی ؟ دا بحث دیر اوږ دی ، خو زه ورنه په اختصار تیریږم او راځم خپل مقصد ته : مونږ افغان ملت دیو تاریخی ملت په حیث خپل سجایا او نیک خصلتونه چی له پلرونه څخه د زرګونو کالو په زمانه کی را پاتی دی ټینګ کړو او ویی ساتو او دیو ثابت او مسقیم ملت په توګه دخپل طبیعی اوخدایی قومی روح په واسطه ، په دنیا کی ژوند کول وغواړو . ځکه چی علم وایی چی دانسان ټولو فعالیتونه دده دغرایزو او فطرت په واسطه له ده څخه صادریږی او غریزه هم بی له یو قدیم او ډیر پخوانی توارث او عادت څخه بل شی نه دی ـ نو که څوک دهر چا سره دهغه په طبیعت مخامخ کیږی نو له یوی خوا که داخبره ممکنه نه دی، نو له بلی خوا ډیر اضرار او مفاسد هم لری ، دهر فرد او ملت بقاء اوحیات دهغه دشخصیت او مخصوصی خودۍ دبقا ء اوژوند پوری اړه لری ، نو که مونږ دیو مستقل و آزاد اوتاریخی ملت په حیث په عزت او وقار سره په دنیا اود نورو اقوامو په ډله کی ژوندی پاتی کیدل غواړو ، نو زمونږ په مخ کښې یوه لیاره مو جود ده او هغه داده چی خپل ژبه ، خپل ملیت ، خپل تاریخی غیرت او شهامت محترم وګڼو او هر چاته که څه هم شرقی یا غربی ، ځان دافغان ، پښتون او مسلمان په شان وښیو او افغانیت باید په دنیا کی ترټولو مسلکو مهم ، قوی او متین مسلک وشمیرو ، بس دغه شی دی چی مونږ یی غواړو اوبایدویی غواړو !

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا