گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دطالبانولخوادنجونودمکتبــونو مسأله،عوامل اوپرټولنه یی آغیزی
دطالبانولخوادنجونودمکتبــونو مسأله،عوامل اوپرټولنه یی آغیزی

دطالبانولخوادنجونودمکتبــونو مسأله،عوامل اوپرټولنه یی آغیزی

د بشري حقوقو څار کمیټې په یو راپور کې ولیکل چې په افغانستان کې کې جینکو د ښوونځیو د بندیدو درې سوه ورځې تېرې شوې  او دې موضوع  په جینکو، کورنیو او د افغانستان په راتلونکي ژورې اغیزې لرلې دي.د بشری حقوقو د څار څیړونکې سارا فرهت په دې اړه وویل:په افغانستان کې میلیونونوجینکۍ هره ورځ د زده کړې اود خپلوخوبونو فرصت له لاسه ورکوي اونړۍ باید په دې اړه زیات

اقدامات وکړي،په لیکنه کې راغلې چې د طالبانو قدرت ته له رسېدلو یوه میاشته وروسته په ټولو پړاوونو کې د هلکانو د ښوونځیو د پرانستلو حکم ورکړ خو له هغه ورځې تر اوسه د جینکو ښوونځي له شپږم ټولګي ورسوت هاغه شان بند دي. که څه هم په ځینو ولایتونو کې د ځایي ټولنو په فشارونو سره په ځینو پړاوونو کې د جینکو ښوونځي پرانستل شوې خو  په درست افغانستان کې لا هغه شان بند دي. دا په داسې حال کې دي چې د طالبانو د ښوونې آو روزنې د وزارت اعلان وکړ چې روانه پنجشنبه به د جینکو د ښوونځيو په هکله د طالبان د مشر فرمان صادر شي خو طالب مقاماتو  په ټولنیزو رسنیو کې دغه خبره دروغ وبلله.تمه کېده چې په کابل کې د عالمانو په لویه غونډه کې هم  د جینکو د ښوونځیو مسله مطرح او یوه حل لاره ورته وړاندې شي خو دغه کار هم ونه شو.د افغانستان داخلي او نړیواله ټولنه په دې خبره سخت اندیښمن دي او د طالبانو د رسمیت پیژندلو لپاره د پراخ بنسټه حکومت او ځینو نورو شرطونو علاوه یو هم د ښځو د حقوقو او د جینکو د تعلیم مساله ده. مونږ به نن په هنداره پروګرام کې په دې مسالې رڼا واچوو چې د دغه مسالې اخري حل به څه وي ایا طالبان به بالاخره د جینکو د تعلیم اجازه ورکړي او که نه او که دغه بندیز دوام ولري آیا د طالبانو د رسمیت پیژندلو او له هغوي سره د نړیوالو د تعامل لاره به خلاصه شي او که نه  دا او دې ته ورته مسالې به نن په هنداره پروګرام  کې راونغاړو په دغه بحث کې له مونږ سره ملګرتیا کوي د افغانستان تکړه شناندی او پخوانۍ جهادی شخصیت محمد امین فروتن چی له تاسو درنو لوستونکو او اوریدونکو سره یی شریکوو

پوښتنه: د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د څار کمیټې په خپل راپور کې ویلې چې په افغانستان کې د جینکو د ښوونځیو د بندیدو درې سوه ورځې پوره شوې خو تر اوسه د طالبانو له بیا بیا وعدو سره سره د هغوی د تعلیم زمینه نه ده برابره شوې چې دا چاره د افغانستان د جینکو او کورنیو په راتلونکي ډېره منفي اغیزه شیندي، که څه خبرونه راغلل چې د طالبانو  مشر سبا په دې اړه فرمان صادروي خو طالب چارواکو دغه خبر رد کړتاسو دغې مسلې ته په کومه سترګه ګورئ ؟ بسم الله الرحمن الرحیم : ترټو وړاندی تاسو اوستاسو درنو اوریدونکو ته دسلامونو په وړاندی کولو دتیر لوی اختر په مناسبت مبارکی وایم . رابه شو ستاسود پوښتنی ځواب ته چی که څه هم په اوسنی نړی کی چی نړۍ د یوه کلی بلکه دیوی لوی قلعه حیثیت لری نه شو کولای چی په دی لوی کورکی دکور دبل غړی له برخلیک څخه بی خبره او بی تفاؤته پاته شو نود ملګرو ملتونو دبشری حقونو د څار کمیټه او یاهم بله هره کمیټه چی د انسانی حقونو په نوم آواز پورته کوی حق لری چی زموږ د ټولنی د اوسیدونکی انسان د عمومی برخلیک په هکله هم غږ پورته کړی او داسی غږونه باید د یوه ښه اقدام په توګه  وستایل شی خو داچی آیا په هم هغه ټولنو کی چی دبشر دحقونو داعیه داران آواز پورته کوی څومره د بشری حقوق پرځای شوی دی اوکه نه دا زموږ له بحث څخه وتلی موضوع ده چی اوس مهال پری تبصره نه کوم . خو د جینکیانو او حتی نارینه ؤ لپاره د علم موضوع څومره ارزښت لری دا هغه څه دی چی دعلم او پوهی مؤلفه د انسانی تمدن بنسټ جوړوی نو ځکه خو داسلام ستر پیغمبر حضرت رسول اکرم صلی اللهوسلم   چی ددغه تمدن دقافلی وروستی پیغمبر دی دعلم او زده کړومسألی ته له څه زیات ارزښت ورکړی دی او آن د جګړی په سرو لمبو کی به چی سواد لرونکی جنګیالی اسیران شول د آزادیدو شرط یی څو تنو اسلام د لښکر جنګیالیو ته د سواد زده کړه او دلیک لوست  ورښودل ؤ له دی ښکاری چی داسلام ستر پیغمبر په هیڅ بهانه او پلمه د وخت دشرائطو په تقاضا آن د جګړی او جهاد په سره ډګر کی دغه د الهی فطرت تقاضا چی زده کړه او پوهه ده معطل کړی نه وه . نو طالبان هم چی دهم هغه پیغمبر او داسلام ددین چی د تمدن او پوهی دین د سل په سلو د تطبیق دعوی یی کړی ده داسلام دستر پیغمبرحضرت محمد  صلی الله علیه وسلم  ددغه ارشاد سره سم چی فرماېلی یی دی ” طلب العلم فريضة على كل مسلم ومسلمة”  په افغانستان کی د ښځو او نارینه ؤ د زده کړوچاپیریال برابرکړی.که څه هم طالبانو په واروارډیرفرصتونه چی د افغان اولس دامیدونوغوټې پکی وغوړیږی له لاسه ورکړی دی او حتی همدا له شپږم ټولګی پورته تردولسمه پوری د زده کړومسأله هغه مهال چی د طالبانو د پوهنی وزارت ویاند عزیز احمد ریان چی په دین مین ځوان ښکاری هم هغه مهال چی په ژړغونی آوازیی د امارت دمقام فرمان لوستوزموږ او نورو لپاره څرګند مثال جوړیدای شی چی نوموړی په کومو الفاظو او د هیواد د نجونو د زده کړو تلوسه په څه ډول بیانوله زه دوخت د نشتوالی په موخه دهغه دلومړی ورځی غبرګون له بیان  څخه ډده کوم خو ستاسوټول اوریدونکی یوځل بیا دطالبانود پوهنی وزارت د ځوان عزیزاحمد ریان غبرګون ته وربولم .

داچی په اوسنی نړی کی چی دتکنولوژی په ډګرکی یی پرمختګ کړی دی څومره له دروغو ډک خبرونه خپریږی او په مجازی نړی کی هرڅه سم ښکاره کوی اویاهم ناسم جوړوی دا د یوه لیدونکی ، لوستونکی او اوریدونکی دنده ده چی ناسم له سمه جلاکړی او په وړاندی یی د عقل اوپوهی پربنسټ لازم غبرګون وښائی خوکله ناکله درواغ او جعلی خبرونه چی دانټرنیټ په وزرونوخپریږی دهغوی په وړاندی د سموالی او یا ناسموالی د معلومو چارواکو غبرګون له هغه زیات رول لوبوی چی ووایی داخبر دروغ دی . !! چی روڼ مثال یی همدا د خبر چی ګنی ملا هیبت الله د طالبانو مشر سبا پنجشنبه د نجونو د زده کړو په هکله فرمان صادروی اوورپسی د طالبانو لخوا وویل شی چی دا دروغ دی ددی تبلیغاتو اوپروپاګنډو لویه بیلګه ده .پوښتنه : د طالبانو د رسمیت پیژندلو لپاره د نړیوالو یو شرط هم د ښځو د حقوقو په تېره بیا د جنیکو د تعلیم مساله  ده. دا په داسې حال کې دي چې طالبان تر اوسه د هیڅ هیواد له خوا په رسمیت نه دي پیژندل شوې ستاسو څه خیال دی که طالبان جینکو ته د تعلیم اجازه ورنه کړي نړیوال به طالبان په رسمیت وپیژني دې ته په پام سره چې طالبان هم له اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دي او هم له نړیوالو سره د تعامل لپاره رسمیت پیژندلو ته اړتیا لري؟

ستاسو د پوښتنی په ځواب کی باید وویل شی لکه ما چی پخواهم ستاسو اونوروګڼو خپرونو سره څرګنده کړی ده د نجونو پرمخ د ښونځیو تړل کیدل له هغه وروسته مسأله ده چی طالبانو دآګست په ۱۵ مه په دوحه کی د ټولو ژمنو سره په ټکر کی کابل ونیو او د نړیوالی ټولنی کلک غبرګون یی رامینځ ته کړ . د ښځو د حقوقو او بیا د جینکو د تعلیم مسأله یوه د آګست له ۱۵ می وروسته د طالبانو دواکمنی په ترځ کی راپیداشویو ستونځوڅخه شمیرل کیږی په داسی حال کی چی طالبان ترهرڅه وړاندی باید نوری کورنی دندی ترسره کړی ترڅووکولای شی دیوی مشروعیت لرونکی واکمنی په توګه رول ولوبوی . که څه هم په طالبانو کی ځینو له عقله برخه منو کړیو د یوه مشروع دولت په توګه د راڅرګندید اقدامات په نښه کړی اوزیاتو یی په ځینو طالبی غونډو کی هم د جینکود ښونځیود بندولو په ګډون په ځینو اقداماتو نیوکی کړی دی خوپه خواشینی سره باید ووایم چی تراوسه لابریالی شوی نه دی اوکیدای شی ددی لامل هم د طالبانودواکمنی په  مینځ کی د ځینو داسی متحجرو کړیو موجودیت وی چی په عربوکی د اسلام د سپیڅلی دین څخه وړاندی د جهالت د زمانی دودونه په یویشتمه پیړې کی د اسلامی شریعت په نوم د افغانستان په ځمکه او جغرافیا کی عملی کول غواړی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا