گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خدای خبر،چې څه به کیږي؟
خدای خبر،چې څه به کیږي؟

خدای خبر،چې څه به کیږي؟

پــرانــګــرېــزي پـاکـســتــان، څـه بــاور دی

پــر جــعــلــي پــاکــســتــان، څـه بــاور دی

نــا پــاکــسـتـان، لــه درغــلــیــو جـــوړ دی

چــټــلــســتــان، لــه چــټــلــیــو جـــوړ دی

افــغــانــســتــان، دتـورپـنـجـاب لــه لاســه

د ســـقــــاویـــانــــو او کـــولاب لــه لاســه

افــغــانــســتـان، پـه کــنــډوالــه بـدل شـو

دوی تــه د خــوښـې، پــه مـیـلـه بـدل شـو

جـګـړه جــاري، د حـق، بــاطـل تـرمـنـځ ده

د حـق غـوښـتـونـکـو او قـاتـل تـر مـنځ ده

مـعـلـومـه نـه ده، چې ګـټـي بـه یې څوک؟

د چـا نـصـیـب به شي، څټي به یې څوک؟

زمــا پـه آنــد چې: تــورپـنـجـاب یې ګـټـي

د تــنــظــیــمــونــو، تــور اربــاب یې ګـټـي

د انـــګـــرېــزانــو، پــاکــســتــان یـې ګـټـي 

د ټــول جــهــان، چــټــلــســتـان یـې ګـټـي

د خــــلـلــــزاد او امـــریـــکــا پـه مــرسـتـه 

د عـــربـــانــو، بـــریــتــانــیــا پـه مـرسـتـه               

د چـور نظام هــم، د دوی خپل نــظــام دی

امــریـکـایــانـــو جـــوړ، اتــل نـــظـــام دی

خـو دا نـظـام، راپـــرځـــول غــواړي اوس

 دجمهوریت، لـه مـنځـه وړل غـواړي اوس

اوس اسـلامـي امـــارت، جــوړ شـي بـایـد

د طــالـــبـــانــو قـــهـــر، ســوړ شـي بـایـد

 ډبـل ع، غ، خــپـلــو کـې نــه جــوړیــږي

د دوی نـظـام نــه، نـورڅـه نــه جــوړیــږي

ښـکـر مـو ګـټـل، اوس مـو غــوږونــه لاړل

ډیـــــــورنـــــــد لاړو، کــــــنــــړونـــه لاړل

سـبـا بـه بـل، بـل سـبـا بـل ځــای غـــواړي

تاته به وایي، چې: دوی خپل ځای غـواړي

سـؤال زاري نـه کـوي، پـه زور یې غـواړي

پـنجـاب جــدي ښکاري، ضرور یې غـواړي

خـو افـغـانـان بـه هـم، بېدارشي یو وخت

پـه اتــفــاق بـه، لاس پـه کارشي یو وخت

دا لــر و بــر بـه، یــو افـــغـــان جــوړیــږي

خپلواک او لــوی افــغـانـسـتان جــوړیـږي

د نــن مــشــران بــه هــم، تِــکـه تِــکـه وي

چــټــلــســتــان بــه هـــم، تِــکـه تِــکـه وي

بس کـړه مـعـلـمـه! تـه لـمـونـځـونـه کوه!!!

ســــهــــار، مــــاښــــام، تـلاوتــونـه کوه!!!

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا