گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دتحریک طالبان پاکستان دیومشرخالد خراسانی وژل کیدل!
دتحریک طالبان پاکستان دیومشرخالد خراسانی وژل کیدل!

دتحریک طالبان پاکستان دیومشرخالد خراسانی وژل کیدل!

پاکستانی خبری سر چینو خبر ورکړی  چی د پاکستانی طالبانو د غورځنګ TTP یو مشر چی اصلی نوم یی عبدالولی او په خالد خراسانی مشهورؤ په یوه چاودنه کی د خپلو دوو قوماندانو سره یوځای ووژل شو .دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د پاکستان حکومت او تحریک طالبان ترمینځ مذاکرات روان دي.د خيبر پښتونخوا د اعلا وزیر د سلاکار محمد علي سيف په مشرۍ يو ۱۲ کسيزه پلاوی د اګست پر لومړۍ نېټه د تحریک طالبان له مشرانو سره په کابل کې تر درې ورځنيو خبرو اترو وروسته پاکستان ته ستون شوی وو.

که څه هم دتحریک طالبان پاکستان TTPیوه ویاند عمر خالد خراسانی د پاکستانی طالبانو یو مشر معرفی کړخو دهغه په پیژند نه کی د الاحرار په نوم دیوی ډلی مشرتوب هم په سترګو کیږی چی د پاکستانی پوځ پر وړاندی وسله واله مبارزه کوی .  له دی وړاندی د القاعده شبکی د مصری الاصله مشر ایمن الظواهری د امریکا د متحدو ایالاتو د ولس مشر جو بایډن په امر د کابل په زړه او دیپلوماتیکه سیمه کی په نښه او ووژل شو .نوموړی د هغو بریدونوله لوی سنبالونکی بلل کیده کوم چی په ۲۰۱۴ میلادی کال ددسمبر په ۱۶ مه د پیښور په پوځی ښونځی کی د ملا فضل الله په مشری د پاکستان د طالبانو د تحریک TTP  لخوا په ماشومانو ترسره شوی ؤ 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا