یاره گلام خان َ ! لیری دی له مخی نن د متکی صاب فرمائیشات واوریدل که نه ؟ څنګه جمالو بیایی کومه اختراع کړیده ؟ ولی خبرنه یی چی تیره ورځ یکشنبه د ۱۴۰۱ لمریز هجری کال د وږی شپږمه د ملګرو ملتونو د مهاجرت د نړیوال سازمان د عمومی مرستیالی اغلې اوګوچي ډینیلز او ورسره مل پلاوي د طالبانو د بهرنیو چارو د مسؤل ملا امیر خان متقی سره وکتل. د بهرنیو چارومسؤل خاوری امیر خان دوی ته له هر کلي او مننې وروسته وویل؛ د خوښۍ ځای دی چې د نوي حکومت په راتګ سره هیڅ افغان د سیاسي وجوهاتو له امله مهاجرت ته اړ نه شو ! او نه هم په داخل کې کومه کورنۍ د حکومت سره د مخالفت له کبله بې ځایه کېدو او کوچ کولو ته مجبوره شوې ده.
یاره جمالو!دامتکی آخند خوهم لکه چی له قد وری شریفی اوکنز مبارک پورته څه نه دی ویلی ! دده مبارک دغه اختراع هم د هغه د اقتصاد محوره سیاست په څیرده چی وایی د افغانستان داسلامی امارت سیاست اقتصاد محوره دی .!!! خو خوارکی د اقتصاد محوری په معنا نه پوهیږی چی اقتصاد محوری څه ته وایی ؟ نو ځکه خو د سیاسی مخالف په معنا اومفهوم هم نه پوهیږی وایی چی د طالبانو د واکمنی په راتلو سره هیڅ افغان وګړې دسیاسی وجوهاتو له کبله مهاجرت ته اړ نه دی ….