گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دپکتیاوالونجونو فریاد:پرموږ مو بیا ولی دښوونځی دروازی وتړلی؟
دپکتیاوالونجونو فریاد:پرموږ مو بیا ولی دښوونځی دروازی وتړلی؟

دپکتیاوالونجونو فریاد:پرموږ مو بیا ولی دښوونځی دروازی وتړلی؟

په افغانستان کې ځينې رسنۍ وايي، په پکتیا ولایت کې تر شپږم پورته د نجونو هغه ښوونځی بېرته تړل شوي دي چې څه موده مخکې پرانیستل شوي په نوموړو رسنیو‌کی  داسې ویډيوګانې هم لاس په لاس کېږي چې پکې ښکاري لسګونه مکتبي نجونو د دې پرېکړې پر ضد اعتراض کړی او د ګردېز پر سړکونو لاریون کوي. دوی غوښتنه کوله چې ښوونځي دې یې پر مخ بېرته پرانیستل شي.         

     په همدی اړه کله چی د طالبانو له  ویاند ذبیح الله مجاهد څخه چی تیره ورځ دیوی مطبوعاتی ناستی په مهال پوښتنه وشوه هغه که څه هم د پکتیاکه څه هم ذبیح الله خان مجاهد ځان د طالبانی امارت له هغو چارواکو بولی چی د نجونود ښونځیو د تړلو مخالف دی خو ددی سره سره کله چی هغه د دغو ښونځیو د تړلو په باب خبر ورکاوه وویل  : لومړی خو باید ووایم چی دغه پریکړه باید دوزارت معارف له لوری ترسره شی خودا چی د پکتیا په ولایت کی ځینی د جینکیانو ښوونځی تړل شوی دی په دی هکله زموږ پلټنه روانه ده چی دا دچا لخوا او په کوم ډول شرائطو سره ترسره شوی ده ؟

جارچی ذبیح الله خان ته باید وویل شی چی کیدای شی دا پریکړه د جنیاتو او په سترګونه لیدونکو موجوداتو لخوا ترسره شوی وی خو پوښتنه داده چی له هم هغه لومړی ورځی چی د وزارت معارف داروغه دغه پریکړه په نا سمه توګه یوازی په پښتون مشته سیمو چی دپاکستان پر پوله پرتی دی څنګه او پر څه دلیل د عمل جامه آغوسته . دکتونکو په ګمان دپکتیا دغیرتی اولس د باتوره پیغلو پر لاریون برید د طالبی واکمنی د پوهی او په ځانګړی توګه د ښځو د حقوقو اوښوونی روزنی ته د ژمن توب شعار د اولس سترګو ته د خاورو ورشیندل ثابت کړل .په پکتیا کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو بیا پرانیستنې داسې هیلې ټوکولې وې چې ښايي دا لړۍ به وغوړېږي او په نورو ولایتونو کې به هم ښوونځي خلاص کړل شي خو ښکاري چې دا هیلې لږ تر لږه د اوس لپاره نیمه خوا پاتې دي او اوس به په دی فکر کوی چی کیدای شی طالبان د یوه متحجرانه فکر په درلودو د اسلام او پوهی ددښمنانو دغه غږ ته قوت وربښی چی ګنی طالبان د نجونو او نرانو د عصری پوهی لومړۍ درجه دښمنان دی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا