گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » لوړ غرونه او لوړ فکرونه !
لوړ غرونه او لوړ فکرونه !

لوړ غرونه او لوړ فکرونه !

حیران یم چی انسان ولی حیوان شولو خاونده !

بې خونده بې مزې واړه جهان شولو خاونده!

رڼا یې دا جهان کړو خو تیاره ددی وجدان شو

په کومه کنده سر دغه انسان شولو خاونده !

دګلو منځ کی ناست دی په ماڼې کی دمرمرو

افسوس دی چی د مېنې کور یې وران شولو خاونده!

یرغل دی په خوارانو چیرته ځای دژړا نشته

ویده په توره شپه کی پاسبان شولو  خاونده !

پرواز کړی په فضاء کی دګونګټ په وزرونو

نظریی په ناولو د ډیران شولو خاونده !

سودا دمېنې نشته تجارت د هلې دلې

حرم او میخانه کی  هسی شان شولو خاونده!

حکمت دچل فریب هومره اوچت لاړو دنیا کی

سینا او فارابی ورته حیران شولو  خاونده !

جنون داستعمار او بادارئ جهان خراب کړو

پیسه دهر سړی لکه ایمان شولو خاونده!اخلاق او شرافت او دیانت دمسخرو شول

خجل په دی روش باندی اسمان شولو خاونده!

باور دیو پربل ددی جهان له مخه لاړو

عالم واړه سرګومه پریشان شولو خاونده !

پیسه باندی جګړه ده کورا کور واړه دنیا کی

قیامت په مخ د ځمکې دا زمان شولو خاونده!

لذت د نفس ونس شو سعادت په دغه عصر

آدم دومره منحط لکه شیطان شولو خاونده!

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا