گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دشهادت دتلین په مناسبت دشهید نصرالله منصور (رح) دتدبراو تعقل داو چت مناریادونه!
دشهادت دتلین په مناسبت دشهید نصرالله منصور (رح) دتدبراو تعقل داو چت مناریادونه!

دشهادت دتلین په مناسبت دشهید نصرالله منصور (رح) دتدبراو تعقل داو چت مناریادونه!

دنواندیشی یادونه : لکه څنګه چی خبر یاست د روسی یر غل په وړاندی  د افغانستان د خلکو د سپیڅلی جهاد یو نامتو مشراو قائید مظلوم شهید مولوی نصرالله منصور(رح) د ۱۳۷۱ لمریز هجری کال د سلواغی دمیاشتی په شلمه نیټه د نړیوال ښکیلاک د ګوډاګیانو په یوه پیچلی او  وحشیانه توطئیه کی په شهادت ورسید . نوځکه خو موږپه ټینګه پتیلی ده چی دافغانستان د تاریخ په خونړی او عملی ډګر کی به ددغه شهید یاد د خپلی لاری مشال جوړوؤ چی دادی نن ددغه یادونو دتلین په یاد کی هغه لیکنه درته خپرووچی د عبدالوحید وحید په نوم ددغه میراث او لاری یوه لوی لاروی پخوا لیکلی او دنواندیشی لخوا هم خپره شوی چی دادی موږ یی بیاهم  د محترم عبدالوحید وحید څخه په مننه تر تاسو دررسوو . ستا يادونه، ستا روزنيزدرسونه، ستا د ترحم، تدبر، تعقل او شفقت ښوونيزه سلسله لاهم راته د تلو لارې ښودلى شي.ستا دفکرعمق، د انديښنو سمندر، د ليدلوري منطقي وزن اود سنجيده توب ژوروالي په کچه لاهم نه پوهيږم.ستاسو د نصيحتونو توصيو،لارښوونو اوژورليد دروندوالی اندازه لاهم نشم اټکل کولاى.ستا د علمي غرور، متين عزم، مستحکمې ارادې، پياوړي ايمان، ملنګ ډوله طبيعت اوپاچاهي استغنا لوړې څوکې لاهم راته نه ښکاري.

ستا “منصور” تخلص مې نور خو څه کوې ان چې ستا په زامنو هم نه پيرزو کيږي او نه پوهیږم چې لامل يې څه دى؟متأسف يم چې له ما څخه نيولې بيرته ترما پورې موستا له خولې رازده کړي درسونه د ژوند دلارې مشعل ونګرزول.ستاسو لخوا راته غوره شوې لاره مو تعقیب نکړاى شوه. ستا د ارثيت دعوه کوم خو ستا سياسي علمي ټولنيز اود تقوا دپرييښي ميراث حق مونه دى ادا کړى او څوک توپانونو څوک تيارو څوک لاعلمي څوک امتیازاتو څوک د تاريخ جبراوڅوک  دهوا او هوس نيليو پسې واخيستو او شل شل يې کړو. موږ وبښه استاده! موږستا حق ادا نکړاى شو.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا