ګلام خان آکا نن خو می ډیره ناوړه واوریده ! څه دی اوریدلی دی شمشتو؟ موږ خو هم پری خبر کړه کنه ؟ تاته دی وویل شی نن حنیف خان اتمر چی په پښه ګوډ دی او ویل کیږی چی د کمونیستی یرغل په مهال د پردیو په پلوې جګړه کی یی کومه پښه هم له مینځه تللی ده له وتلی ژورنالیست ښاغلی داؤد جنبش سره په یوه مرکه کی دا ؤمنله چی ګنی د پخوانی تش په نوم جمهوری رژیم په را پرزیدوکی زما په ګډون ټول شامل یو چی باید د
یوی بی پرې محکمی پر وړاندی ځواب ووایو . ښه نو دا خو ښه شوه کنه شمشتو! چی هغه خواره کی په خپله مبارکه استخباراتی خوله پردی اعتراف وکړ چی هغوی د پخوانی حکومت د رانسکوریدو ذمه واردی او پکار ده چی په یوه بی پری محکمه کی د خپلو کړو او وړو ځواب ووایی . هغه خو په دی لنډو ورځو کی له بحران څخه د افغانستان د خلاصون په موخه د سولې او عدالت د ملي غورځنګ په نوم د یوی داسی جبهی اعلان وکړ چه زیاتره یی د تیر حکومت لوړ پوړی چارواکی دی نو یاره شمشتو ! الله دی اتمرآغا ته هم خیر ورپه نصیب کړی چی داجبهه یعنی
« دسولی او عدالت ملی غورځنګ » یی له بحران څخه د افغانستان د وتلو په موخه جوړه کړیدی او که نه افغانستان نورهم د فاجعی او بحران کندی ته د ور نسکورولو په مقصد یی دتیر تش په نامه اسلامی جمهوریت فرار یانو په مجازی نړی کی دغلو او لوټمارانو یوه داسی ډلګۍ جوړه کړیده چی یوازی د کمپیوټر پر پرده را څرګندیدای شی او په ځمکه کی نه لیدل کیږی . یاره ګلام خان آکا الله پاک دی د لمسیانو خاوند کړه رښتیا هم زما خو دی ټکی ته هیڅ پام نه ؤ چی « سوله او عدالت » خو دوه داسی مفاهیم دی چی هریو یی له بله سره اړیکه لری د سولی شنه ورشویه خو تل د عدالت پر اوبو خړوبیږی نو ویلای شو که چیری دوی پری باور درلودای او یاهم کم له کمه یی پخوا د سولی او عدالت پر وړاندی خنډونه جوړ نه وای نو زموږ د جونګړی حال به دا نه ؤ . څه پوه شوی ؟