گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » افغانستان دچاشخصي مېلمستون که یــو لرغونۍ او پتـــمن هیواد ؟
افغانستان دچاشخصي مېلمستون که یــو لرغونۍ او پتـــمن هیواد ؟

افغانستان دچاشخصي مېلمستون که یــو لرغونۍ او پتـــمن هیواد ؟

نږدې نيمه پېړۍ کيږي چې افغانستان د څلويښتو مليونه وګړو د داسې ګډ کور په توګه نه مديريت کيږي چې حکومت يې د حکمراني کولو پرځاى  ولس ته ځواب ورکوونکى وي، د شخصي ګټو پرځاى ملي ګټو ته لومړيتوب ورکړي، سرې او شنې کرښې ولري، بلکې کله يرغلګر او کله  حاکمې ډلې ولس لکه د غلامانو او  هيواد  د فتحه شوي خاورې او خپل خالص ملکيت په توګه د خپل د هوا او هوس، نيرنګونو او مانورونو په اډانه کې د پرديو لخوا کله د وسلو، کله هم د نظامونو د ازموينو لابراتوار او کله د نيابتي جګړو ډګر ګرزيدولى دى.څوک ګرمو اوبو ته د رسيدو شيطاني حرص د کورنیو چاپلوسانو په دروغجنو ژمنو ليوني شول. دلته يې جنګي سازوسامان راوړ، افغانستان يې کنډواله کړ، خو ورک شول. ځينو دلته د نيابتي جګړو لوبه ګرمه وساتله، چا ورته د ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم جګړه راوړه، موږ والو ورته د دموکراسي سندرې زمزمه کولې. موږ يې ووژلو، افراطيت ته يې ښه وده ورکړه، زموږ ارزښتونه يې ونړول، سيمه ايز استحکام يې ګډود کړ او وتښتيدل.چا ورباندي د سوسياليزم  اقتصادي او سیاسي سیسټم د تپلو ازموينه وکړه. څوک  د ژبې قوم او سمت په غولوونکو شعارونو او وژونکو ويروسونو ورباندي خپله سياسي دوکانداري چلوي، څوک يې د فدرالېزم په پاروونکو شعارونو  ليلاموي، څوک يې د غربي ليبراليزم په ترازو کې د ازادي او بشري حقونو د تامین په نوم بازار ته وړاندې کوي، څوک يې هم  په ماضي کې د خپل ټولنيز محرومیت له امله د اروائي (نفسياتي) انتقام په اور کې ستي کوي او څوک د خپل مټکور ذهنيت په زانګو کې ورباندي د حکمراني تنده ماتوي. هغه څه چې د ټولو اړخونو ترمنځ د اشتراک نکته جوړوي د جنون ترکچې د واک  مينه ده.په موږ کې د ملي ويښتابه او له هيواد سره د ژمنتیا کچه دومره ښکته ده چې د موخو پرځاى مو د مخونو په توصيفونو خولې ستړې شوې، نو د واک د حرص په تنور کې د سوځول شوې دغې جنتي خاورې ولسونه به ولې د خپل ځان د تباهي ننداره نه کوي؟ تر څو چې په خپل ځان کې د بدلون لپاره پياوړي اراده ونکړو . له بهر څخه د تپل شوي مشرتابه پرځاى له خپل منځ څخه راپورته شويو او ازمويل شويو مشرانو پسې اقتدا ونکړو، حال به ورځ تر بلې بدتر کيږي.د اوسنۍ حاکمې ډلې د چارواکو په منځ کې د ځواک او امتیازاتو ترلاسه کولو حرص د پخوانيو رژيمونو له چارواکو څخه يې که کچه لوړه نه وي نو ښکته هم نه ده. فساد لا پکې راټوکېدونکى او په تيزي سره خپريدونکې ويروس دى چې د هغوى روحاني اړخ او ټولنیز باور له منځه وړي. له خپل ولس سره د چارواکو  چلن  له هيڅ ډول شاخصونو سره سمون نه خوري او نه هم په نړيواله کچه د اغيزمنو ولسي نظامونو په کتار کې ځاى لري. که د سمون لپاره اړين او عاجل ګامونه پورته نشي ستونځه مو نوره هم پيچلتيا ته ځي.د دولتي جوړښت لپاره د اړينو بنسټونو او اساسي قانون نشتون، د مشروعیت نيمګړتيا، اهل افرادو ته د مسئوليتونو په سپارلو کې پاتې راتلل، دانجونو په زده کړو په برخه کې له دين او تمدن سره په ټکر کې تګلاره، د مخالفینو د حذف او په پريکړو کې د ولسي رول د ختمولو هڅې د داسې هيواد لپاره ځان وژنه ده  چې د موسمي بدلونونو، طبيعي پيښو او له ګڼو نورو سترو ننګونو سره هم مخ وي.له نړۍ او خپل ولس سره د اړيکو څرنګوالى د ژمنو ماتول، ورځ تر بلې د ولس خرابيدونکى اقتصادي وضعیت په نړيواله کچه د هيواد بوږنوونکى انزوائي حالت او د چارواکو لاپرواهي هغه څه دي چې د پياوړى ايمان او ويښ وجدان خاوندانو خوبونه تښتوي او ارام يې له منځه وړي.زده کړې زموږ ديني اصل، د ستونځو حل او زموږ د دوديزو او ټولنیزو ناروغیو د حل لپاره اب حيات دى. هغه ولسونه او سياسي مشران چې د انجونو د زده کړو په اهمیت پوهيږي په دغه تړاو پانګونه نه یوازې ديني، حقوقي او اخلاقي مسئوليت ګڼي، بلکې دا يوه حياتي اړتیا ګڼي.   دا د ټولنيز ذهنيت په جوړولو، د يوې سالمې ټولنې په رامنځته کولو، د ماشومانو د مړینې د کمولو، د زیږون د کچې د مديريت ، د مهاجرت د فشارونو په کمولو او د اقتصادي امکاناتو د خلاصولو لپاره تر ټولو ډاډمنه لار ده. متاسفانه د انجونو د زده کړو په برخه کې د اوسني رژیم د چارواکو غولوونکو ژمنو په ټولنه کې د علماو د معنوي اړخ  په صفر کې ضرب کړ او داسې زيانونه واړول چې بيا رغونه به يې خورا زيات وخت  ته اړتیا ولري.موږ زيانمنونکى هيواد لرو او هر پردى په د خپلو مهرو په کارولو موږ ته ضرر رسولى شي. پرديو هيوادونو ته له ښکنځلو څخه هيڅ ګټه لاس ته نه راځي. راځئ په پرديو هيوادونو، د پرديو سفارتونو په دروازو او پولو کې له سپکاوى څخه د ځان ژغورلو په موخه د شونتیا تر بريده په خپل هېواد کې د حالاتو مقابله وکړئ!که موږ نه غواړو هېواد مو د نيابتي جګړو ډګر د يرغلونو خاوره د ازموينو لابراتوار د حاکمانو شخصي ملکيت او فساد مرکز وي نو په ټولنه کې د زده کړو کچه لوړول له مصيبتونو او فاجعو څخه د نجات اړينه لار ده. حتمي نه ده چې زده کړې درته د دندو پيدا کولو تضمین درکړي. که موږ د سياسي مشرانو په هکله د هغوى د فکري ځانګړتیاو، ايديالوژيکي تړاوونو، کړنو او بهرنیو اړيکو نوعيت ملي ګټو ته د ژمنتیا او د ملي ګټو په مخالفت کې د هغوى د ککړتيا د کچې په تړاو درګ ونلرو نو د يوه هوسا ارام او سرلوړي افغانستان هيلې به مو هغه تصور وي چې تحقق نه مومي.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا