گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دا تاسی اوداهم ددنیا ویش!
دا تاسی اوداهم ددنیا ویش!

دا تاسی اوداهم ددنیا ویش!

د آ سمانونو پورته خوا نه د ځمکې دا وسیدونکودپاره دا نداء ، راغله : اې د خمکې خلکو ، دنیا زما مال دی خو تاسو ته یئ پریږدم په خپل منځ کښې یئ په ورورئ برابره وویشئ .زوړ او ځوان عالم او عامي شهری ا ودهقان . ټولو را منډې کړې ا وپرې را سره شول ـ  دهقان د تخم کرلو دپاره د ځمکې یو ه حصه را بیله کړه ، ښکارې لینده  په اوږه کښیښوده د ځنګله لاره یی ونیوه ، دتاجرچی څو مره دلاسه کیده خپلې کیسۍ او همیا نی یئ دزرو او جواهرو نه ډکې کړی .پادشاهانو خپل حکم او نفوذ ، باج او خراج په خلکو تحمیل کړل دنیا په دغه شان تقسیم شوه اوهرچا خپله برخه واخیسته !یوازي شاعربیچاره ددې لوټ نه محروم پاته شو خدای زده له کومه ځایه په منډه راغۍ ګورې چی هرڅه تالا شوی دی ،هیڅ نه دی پاتی .

نو په ژړا فریاد یی وویل :(( زه  مو هیر شوی یم ؟ سره ددی  چی زه د هرچانه زیات ستا درحم او مهربانۍ مستحق یم .)) ندا ـ : دویش به وخت چیرته وی ویده وی ! شاعر: زه تاسره وم . سترګې می ستا په لور او غوږونه مې ستا ملکوتی آواز ته متوجه وو ، زما په بایلودی اومفتون زړه رحم وکړئ ، زه حیران او مبهوت ستا په حضور ولاړیم هرڅه می هیر وو !نداء : چاره څه ؟ دنیا وویشل شوه نورڅه نشته که ماسره اوسی  د آسمان دروازې تاته بیرته دی ستا د ګرځیدو اوهر دپاره هیڅ حدود او سرحدونه مانع نه دی په ځمکې کښې څه کوی ؟ ستا دروح د جولان دپاره دآسمانونو پورته فضاء تیاره ده !

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا