څه ښه امنیت راغلوله هرات ترکابل شپه او ورځ ګړندی په مالونو بار موټری روانی دی او په ډاډه زړه منزل وهی ! که څنګه غلام خانَ ! یاره شیرمد خانَ تاته دی وویل شی هسی چی وایی په ډاډه زړه ، په توره شپه کی…… اوبس هسی دروغ دی !همدا نن مود کابل ښارپه زړه پریوه میلمستون دډزونوآوازونه تر غوږو شول !
دا ته څه وائی غلام خانَ! بس زه همدا وایم دا هسی آسمان په……. ویشتل دی ! نن د طالبانو جارچی په مستعارنوم ځان ذبیح الله خان مجاهد بولی په خپله ټویټر پاڼه کی ولیکل چی د کابل په شهرنو سیمه کې په یوه هوټل باندې برید د ۳ بریدګرو په وژل کیدو پای ته ورسید.د هوټل ټول میلمانه ژغورل شوي او هيڅ کوم بهرنی تبعه ندی وژل شوی.صرف ۲ تنه بهرني میلمانه هغه مهال ټپيان شول چې له لوړ چټ څخه يې ځان را وغورځاوهکا کا مجاهد دا نه دي ویلي چې بهرنيان د کوم هېواد وګړي دي.کابل کې د طالبانو پولیسو مخکې ویلي وو “نن ماسپښین شاوخوا دوه نیمې بجې د کابل ښار شهر نو سیمه کې د یوه هوټل ودانۍ چې عام وګړي په کې اوسېږي، د شریرو عناصرو له خوا تر برید لاندې راغله.”