گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » مینــــــــه او دوستـــــــــی !
مینــــــــه او دوستـــــــــی !

مینــــــــه او دوستـــــــــی !

د راټولوؤنکی یادونه : درندو او معززو د ادب او دخپلې  ژبی  او ټولندود دوستانو درنښت اومینه: نن می دلوی استاد( استاد خادم بابا) د ټولنیزو افکارو له درانده اثر څخه دا لاندی په زړه پوری  او ضروری مقاله چی عنوان یی دی  دوستی اومینه را غوره کړی په دی هیله چی په ادبی مینه یی مطالعه  او ګټه ترواخلی  دا هم تاسی  او دا هم مینه او دوستی.

دیو نان لوی فیلسوف ( ارسطو )  د دوستۍ په باب په لاندی ډول نظریه لری ؛ دی وایي (( دوستی یو ازې یو ضروری  امر نه دی ، بلکه یوه شریفه  او آبرومنده عاطفه هم ده .))خینی وایی چی دوستی یو ډول مشابهت دی  او هماغه اشخاص یو دبل دوستان وی چی یو له بله مشابهت لری ، له همدی سببه باز له باز سره  اوکوتره  دکوترې سره آلوزی.ځینی نور په دی عقیده  دی چی دوه تنه یو کار اوپیشه لری نو هغه هیڅکله دوستان کیدای نشی . څوک چی دفطرت په قوانینو استناد کوی  لکه ( اوریبیدس) هغه وایی  د وچی ځمکی باران خو ښ دی  او بارانی وریځې  دا غواړی چی په ځمکه باران و اوروی .هراکلنیس په دی فکر دی چی ضدیت  دنږدی کیدو  موجب دی ډیرښه موفقیتونه نه له مخالفتونو څخه پیدا کیږی .دا خبری به پریږدو  ا ودا به ووایو چی  د دوستۍ  موضوع څه شی دی ، خیر، که لذت  ، که منفعت ؟ هغه کسان حقیقی دوستان نه دی چی د منفعت دپاره   دوستی کوی  اوپه کټه مین دی .  د دوی دوستی به تر هماغه وخته وی چی یوله بله ګټه کوی  ا ود ګتې امید  دچا دوستی چی په لذت بناء وی  اوپه خوند پسی ګرځی  هغه هم له حقیقی  دوستی نه خبر نه دی ، د هغه دوستی هم بی بنیاده  وی ؛  ځکه چی لذت هم لکه منفعت بی ثباته دی  او ژربدلیږی . په دی  دواړو دوستیو کی دوست بالذات مقصود نه دی بلکه منفعت اصلی مقصد دی  اویا لذت . پوره  او حقیقی دوستی هغه ده چی دښو خلکو ترمنځ پیدا کیږی  اوپه ښه والی بناء وی . هغه خلک چی دخیرخاوندان دی  اودبل خیر غواړی مینه یی یو له بله ذاتی او حقیقی ده دا دوستی په خیر  او فضیلت  بناء ده اوپایه یې ډیره ټینګه  ده ،  دوست هغه دی چی د دوست خیرغواړی او خیر وررسوی .په دی کې دا شرط دی  چی یو له بله له عواطفو ډک احساسات لری   او دا  احساسات  او عواطف دواړه خواوته معلوم وی . په دوستۍ  کی آمیزش مینه  اوناسته ولاړه ضروری ده ، دوستی  دمساوات په اساس تینګیږی  چی باید  یو دبل حق اداء کړی  او هر یو  دبل محب وی . ډیر خلک دا غواړی چی دنورو محبوب شی  اوپخپله  دهیچا محب نه وی  په همدغه وجه خپل متملقین  په ځان را غونډوی  مګر دوستان نه شی پیدا کوالای  ، متملق  هماغه دی چی خپل ځان ټیټ ګڼي یا لږتر لږه خپل دوست ته دا ښیی چی زه په تادومره نه یم ګران لکه چی ته پرما ګران یی ، ځکه  دغسی کسانو ته هم دوستان نه شو ویلای.دوستی هغه مینه ده  چی له دوست څخه بیرته انعکاس کوی  اوله یوي خوا نه وی ، همدغه سبب دی  چی دانسان  مینه له سرو سپینو  یا له ښو جامو  اوښو خوراکونو  سره دوستی نه ده ،ځکه چی له یوې خوا ده ا وبیرته انعکاس نه کوی.په دوستی کی مقابله  بالمثل په کار ده ،  ا وبی مساواته دوستی ، دوستي نه ده.مینه له یوې خوا پیدا کیدای شی و مګردوستی له یوه طرفه هیڅکله  نه وی ، دوستی که دلذت یا منفعت په اثر وی  کیدای شی چی بد خلک له بدو خلکو سره ، يا ښه اشخاص له بدو بدوکسانو سره دوستان شی مګر که خیر او فضیلت  د دوستی  اساس وی ، نو دښو او بدو ترمینځ دوستی نه پیدا کیږی ، حقیقی دوستی هماغه ده چی د نیکانو  او ښو خلکوپه پاکو زړونو کی ځای لری ،  او په خیراو فضیلت بناء وی .یادونه : افسوس دی چی په موجوده ماکیاؤلی دنیاکی خیراو فضیلت  خپل ځای منفعت  اولذت ته پریښئ دی  ، ځکه نو ډاډ  او اطمینان  له دی ځمکې  والوت ـ اوځای یی وېرې او نا آرامۍ ونیو نه پوهیږم  چی انسان په کله له د ګږې لارې را ګرځي.

دمقالې ټولوونکی اوخوښوونکی ـ داکترثریا خادم

نیټه ـ  د دسامبر څوارلسمه ۲۰۲۲

ځای ـ سکاربرو ـ انتریو ، لویه کاناډا

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا