گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » اې ځمکې !دا زموږکوردی !
اې ځمکې !دا زموږکوردی !

اې ځمکې !دا زموږکوردی !

نن داختر دویمه دځمکې دنړیوالی ورځی مراسم ترسره کیږی او مونږ نن همدا عنوان چی دخادم بابا دسلو مقالو په اثر کی خپورشوی ( اې ځمکې!) له تاسو سره شریکوو هیله ده په ادبی مینه یی مطالعه کړی ؛ ځکه چی ځمکه زمونږ دخالق دټول مخلوق لوی کور دی دا هم تاسی اوداهم د( اې ځمکې! )زمونږ  دا ځمکه چې ډیرې لوړې ژورې او هوارې لری چی په دی کې رنګ رنګ ونې اوبوټی، دخپلو رنګا رنګ خواصواو قوائدوسره زرغونیږی ـ دازمونږ کوردی .سره ددی چی ډیر وګړی پکې اوسیږی تنګه شوی نه ده زمونږ دپاره هماغسی خپله غیږ پرانستی  نیولی ده . پریږدی چی زمونږ دپاره پراخه اوسی او مونږ خپلي غیږکی وروزی.هغه ځمکه چی پرمخ یی دریابونه چپی وهی  ـ هغه ځمکه چی په مخ یی ځغلی او منډي وهی ، هغه ځمکه چې په مخ یی وګړی اوخواړه پیدا شوی دی ! هغه ځمکه چی په مخ یی وکړی کرځي اوکارکوی  دا ځمکه دی په خپل ټټرمونږ ته اوله درجه ځای راکړی.هغه ځمکه چې په مخ یی پخوانو خلکو اوزمونږ نیکونو ژوند کړی دی ـ هغه ځمکه چی دهغی په مخ رڼا پرتیاری او ښاپیریانو پردیوانو غلبه موندلی ده  دهستوګنې  هغه ځای چی غواویی ،اسونه  اومرغان پکی اوسی ، دغه ځمکه  دې مونږته د خوښې  اوپرمختګ لاری پرانیزی ـ ته اې ځمکې، د ژوند دپاره براخه ورشو  یی ستا کار، حرکت او ګړندتیا زیاته ده ـ لوی څښتن په پوره واک  ستا ساتندوی دی، اې ځمکې، ته  مونږ د سرورزروپه شان سرمردیه کړه ودا سی چی هیڅوک په مونږ؛ رخه اوحسد ونکړی 

د  دوستانو خو ږبوی له تا څخه دی نیکبختی او بریالیتوب چی په ښځو سړو  نوابغو  ا وپهلوانانو ، علم اوقوه کی پروت دی.شکلا شهامت  چی په نجونو او ځوانانو کی لیدل کیږی  دا هم ستا دی. اې خمکې مونږ په دغو وسپيڅه ! چی هيڅوک مونږ ته په بده سترګه ونه ګوری.هغه ځمکه چی پرمخ یی غنم ، جوار ، وریجې   ا واوربشې کیږی ، هغه  چی خوږی میوی  او ښکلی ګلان لری هغه خمکه چی د پنځو برخو خلک پری سکونت کوی.هغه چی د نغمو  او سرودونو نه ډک ده . هغه چی دپسرلی بارانونه  پری اوری  او دبرسات بادونه یی پرمخ الوزی په هغی دی ډیر سلامونه وی  او هغی ته دې ډیره نمانځنه!داځمکه چی ټول خلک یی پرخپلو اوږو آخیستی  دی  هغه خلک چی رنګارنګ ژبی  او ډول ډول دیا نتونه لری  او بیلا بیل ژواک ،  دا دې زمونږ دپاره  دبډایی زرګونه ویالې  جاري کړی  دا سی (( لکه چی لنګه غوانه وچیږی ))  دخلکو دسفر لیارې ستا پرمخ تللی  دی .  دموترونو  او ریلونو سرکونه ستا په مخ ځغلیدلی دی ، الوتکی ستا په مخ کښنې  او آلوزی چی د هغو په و اسطه ښه اوبد هرڅوک د خپل مقصد پرلور درومی ، دغه لارې  دی  زمونږ له میرڅمنو  اوغلوڅخه پاکی  اوستا خیر او خوښۍ ټولې لیارې د مونږته بیرته وي!!! یادګیرنه ! دا یو ویدی سرود دی په دی ښایسته سرود کی څه ټکي اضافه شوی دی( پای)

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا