گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » عمران خان ونیول شو !
عمران خان ونیول شو !

عمران خان ونیول شو !

عمران خان د پاکستان د کرکټ پخوانی اتل لوبغاړی  اودپاکستان  پخوانی لومړی وزیر چی د ۱۹۹۶ کال را په پدی خوا د پاکستان تحریک انصاف په نوم سیاسی غورځنګ مشری هم په غاړه لری او له پاکستانی پوځ سره ځینی تړلی څیری هم ورسره یوځای شوی دی له ډیرو ناندریو وروسته هغه مهال چی د اسلام آباد دستری محکمی راؤوت د پاکستانی پولیسو لخوا په ډراماتیکه توګه ونیول شو . عمران خان د پاکستان پخوانی لومړی وزیرهغه مهال ونیول شو چی کله یی هم د پاکستان پوځ د جاسوسی اداری ISI یو افسر تورن کړ چی څوځله یی د هغه دوژلو اقدام کړی دی او د پاکستان د پوځ یوه ویاند داتورونه بی بنسټه ؤبلل .

که څه هم پر عمران خان په رسمی توګه دفساد او تروریزم سره د ملګرتیا په څیر تورونه لګیدلی دی خو د شنونکو په قول دا هسی د عمران خان او دانصاف تحریک د ډارولو سناریو ده خو اصلی علت یی په دوحه کی د طالبانو او امریکا ترمینځ د تړون چی د پاکستان د اصلی ساتونکو یعنی پاکستانی پوځ او دهغی د جاسوسی اداری ISI په وړاندی چی د سیمی او لویو هیوادونو تر مستقیم نظارت لاندی ترسره شوی وی او وروسته په یوه رسمی  تړون آؤښتی وی د عمران خان او انصاف غورځنګ له لوری د حقانی شبکی راوستل او هغوی ته د واک سپارل د پاکستان دپوځ او عمران ترمینځ لوی دیوال جوړ شو او آن تردی چی دیوی پارلمانی او قضائی کودتا په ترځ کی له له واکه لیری شو . او په دی توګه پر عمران خان د فساد او تروریزم خپرولو تورونه ولګیدل . په خبر کی راغلی دی چی د پاکستان د پخوانی لومړی وزیر عمران خان د نیول کیدو وروسته د پاکستان د عوامی مسلم لیګ ګوند دمشر شیخ رشید چی د عمران خان په کابینه کی د لومړی وزیر دنده درلوده هم نیول شوی دی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا