گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دطالبانـــو بی ځایـه لافــی ، شعــارونه اوداغیــارو پیغــورونه!
دطالبانـــو بی ځایـه لافــی ، شعــارونه اوداغیــارو پیغــورونه!

دطالبانـــو بی ځایـه لافــی ، شعــارونه اوداغیــارو پیغــورونه!

پرافغانستان د طالبانو دوهم ځل پیریانۍ واکمنې په داسی حال کی پرافغانانو وتپل شوه چی کابو شل کاله د افغانستان پرځمکه اوآسمان د نړیوال آزاد اقتصاد تورمافیائی بازارسیوری غوړیدلی وې .لکه څنګه چی مو د طالبانوداځل  واکمنی په یوویشتمه پیړې کی پخوانې زمانی د پیریانو حکومت ؤباله نوځکه خو ویلای  شو چی له دی وروسته باید د هغی څرنګوالې او دجوړښت په هکله معلومات په حقوقی او سیاسی دائرة المعارف کی  د خرافاتوپربنسټ د آزاد ځورؤنکی اقتصاد ی سیستم په توګه ونومول شی .

څومره چی  دقدرت او ثروت غریزه  د بنیادم پر سیاسی او ټولنیز ژوند اغیزه لری د انسان په بدن کی نوری ټولی ځای په ځای شوی غریزې او تلوسی ورته نه شی رسیدلی . په ځانګړی توګه په وروسته پاته او خوارو ټولنو او هیوادونو کی چی د بهرنیو استخباراتی کړیو په مرسته په هغه ټولنو کی چی دتاریخ په اوږدو کی له قدرت او ثروت څخه بی برخی پرګنی او توکنونه د وسلی او برچی په زور د قدرت او ثروت پر ګدۍ کینول شی نو ځکه خو دطالبانو غورځنګ چی په افغانی ټولنه کی د روسی یرغلګرو پر وړاندی د افغانانو د تاریخی او ملی  پاڅون وروستنی رسوبات او آثار ګڼلای شی د افغانستان په ټول تاریخ کی دقدرت او ثروت څخه بی برخی کتله بلل کیده نو ځکه خو ددغه خواره  او له قدرت څخه محرومه  طبقه  ډیر ژر د سیمی د استخباراتو په لمن کی ولویدل . هسی خو د بنیادم په وجود کی د قدرت او ثروت غریزه اغږل شوی ده او ټول انسانان که توردی او که سپین ، کافر دی که مسلمان ، عرب دی که عجم ! او ددغه نړې په هره برخه او دتاریخ په هره څنډه کی چی ژوند کوی دغه شیطانی غریزی پری آغیزه درلودای شی . خو یوازی ددغه فطری غرائزو کنترول او قابو کول هلته امکان لری چی په ټولنه کی د ګډژوند د پر مخ بیولو په هدف یوه مدنی او له ملی مشروعیت څخه برخمن قانون ته غاړه کیښودل شی . خو له هغه ورځی چی زموږ دټولنی د برخلیک لومړی ځل لپاره د سیمی او نړې د استخباراتی کړیو په لاس کی ولوید نو زموږ ټولنه د پردیو استخباراتی کړیو په خونړیو منګولو کی ښکیل شوه

هسی خو د بنیادم په وجود کی د قدرت او ثروت غریزه اغږل شوی ده او ټول انسانان که توردی او که سپین ، کافر دی که مسلمان ، عرب دی که عجم ! او ددغه نړې په هره برخه او دتاریخ په هره څنډه کی چی ژوند کوی دغه شیطانی غریزی پری آغیزه درلودای شی . خو یوازی ددغه فطری غرائزو کنترول او قابو کول هلته امکان لری چی په ټولنه کی د ګډژوند د پر مخ بیولو په هدف یوه مدنی او له ملی مشروعیت څخه برخمن قانون ته غاړه کیښودل شی . خو له هغه ورځی چی زموږ دټولنی د برخلیک لومړی ځل لپاره د سیمی او نړې د استخباراتی کړیو په لاس کی ولوید نو زموږ ټولنه د پردیو استخباراتی کړیو په خونړیو منګولو کی ښکیل شوه .د خندا وړده چی متکی صاب د خپلو خبرو په ترځ کی ویاړی چی ګنی د نړی دزیاتره هیوادونو سره دیپلوماتیکی اړیکی لری او آن تردی چی پخوانی داشرف غنی په مشری  راپرځول شوی اداره چی د طالبانو شل کلنی له کړاوه ډکی هلی ځلی یی  درا پرزیدو لوی عامل بولی د هغه د رسمیت پیژندنی حالت د خپل د نه رسمیت له پیژندو سره نه برابروی او په دی هکله یی داسی وویل :

عام ذهنیت دادی چی ګنی افغانستان په رسمیت نه دی پیژندل شوی ، خو زه اوس هم دا زموږ په رسمیت نه پیژندل د تیر رژیم په رسمیت نه ورکوم . تیر رژیم تل له پاکستان سره په جنجال کی ؤ ، له ایران سره به په جنجال کی ؤ له مرکزی آسیا له هیوادو سره په جنجال !په میاشتو میاشتو لاری بندی نرخونه کله آسمان ته رسیدل کله ځمکی ته راټیټیدل  !نن الحمد الله په تیر کال کی د ټولو شپږو ګاونډیو هیوادو سره زموږ اړیکی مثبتی دی !

د متکی صاب د ارشاداتو په اوریدو هغه د یوه لافوک خبره رایاد شوه چی ویل یی زما سیاست تل بریالی او سر لوړی دی او تل زما خبری ته غوږ نیول کیږی ، ناستو کسانو کی یوچا تری ؤوښتل چی ستاسو د سیاست د بریالیتوب راز په څه کی نغښتی دی مو ږ ته هم د سیاست د غه راز را په ګوته کړه چی عمل پری وکړو ؟

لافوک ورته په ځواب کی  وویل کله چی زما له چاسره پر کوم څه شخړه راشی نو تل زما خبره منل کیږی او هغه داچی وایم ما اشتباه کړی ده بیا به دا اشتباه نه تکراروم ! نو ځکه خو د مقابل لورۍ سره هم له چوپتیا پرته د خبرو او استدلال ځای نه پاته کیږی .

که څه هم جناب متکی صاب په خپله دیپلماتیکه خودروغجنه خطبه کی ؤ فرمایل چی سفارتونه په کابل کی خلاص دی ، دا اوس اوس دتاجکستان سفارت لرو .دازبکستان لرو په کابل کی ، دترکمنستان لرو د ایران لرو د چین لرو دپاکستان لرو دترکیی لرود قطر لرودروسي لرو د قزاقستان لرودقیرغیزستان لرو او دځینو نورو هیوادونو استازی شته کله ځی کله راځی !موږ په خپله په دی تولو هیوادونو کی رسمی استازی دیپلماتان لیږلی دی تجارت مو ورسره روان دی راشه درشه مو ورسره شته خوهمدغه دی رسمیت خو ددی لپاره وی چی سړی له چا سره تجارت ولری . دتا ویزه ؤمنی د تا پاسپورت ؤ منی د تا سفارت ؤمنی او ته دده سفارت ؤمنی .خو متکی صاب ونه فرمائیل چی که تاسو رښتیا هم ستاسو او یاهم ستاسو دنورو طالب انډیوالانو نومونه د تروریستانو څخه د ملاتړ په تور د ملګرو ملتونو په تور لیست کی شامل نه وی او تاسو د افغانستان د اولس دسوکالۍ په موخه  شپه اوورځ زیار باسۍ نو ولی تاسو د پاکستان ګاونډی او په مذهبی لحاظ اسلامی  هیواد ته په لنډ مهاله توګه یوازی د ۲۰۲۳ کال د می د میاشتی له شپږمی څخه د ددغه میاشتی تر نهمی پوری د تګ اجازه د ملګرو ملتونو د امنیت شوری  له خوا هغه مهال ترلاسه کړه چی د پاکستان هیواد مو د خوراک او څښاک ټول لګښتونه په غاړه واخیستل آیا د یوه داسی هیواد لپاره چی د پنځه زره کلن له برمه ډک تاریخ پر درلودلو ویاړی له دغه لوی شرم بل شته ؟ له پاکستان ، ایران  اوپه سیمه کی د نورو ګاونډیانو سره د پخوانی راپرزیدلی حکومت ستونزی ددوی پر خپلواکی دلالت کوی او که پر سپکاوی ؟ په داسی حال کی چی د افغانستان په اوږده تاریخ کی دهیواد د برخلیک مرغلره د امریکا ، پخوانی شوروی اتحاد او دسیمی دنورو هیوادونو په  استخباراتی لاسونو کی لاندی باندی کیږی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا