گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دمتقی څرګندونی دشنونکوڅیړنی !
دمتقی څرګندونی دشنونکوڅیړنی !

دمتقی څرګندونی دشنونکوڅیړنی !

دنواندیشی یادونه : لکه څنګه چی پوهیږی نواندیشی د افغانستان د مسلمان او مظلوم ملت د منبر  په توګه په کلکه  هوډ کړیدی چی دافغانستان د بقأ او سر لوړۍ په لاره کی به له هیڅ شانی  هڅو او قربانیو  څخه ډډه ونکړو نو ځکه خو موداځل  ؤ پتیله چی دخپلو درنو دوستانو په مرسته ټول هغه خبری او انتشاراتی توکی چی ترموږه رارسیږی وار په وار خپلو درنو لوستونکو او لیدونکو ته ور ورسؤو . دادی په دی برخه کی له طلوع تلویزیونی شبکی څخه د خپور شوی ګردی میز هغو برخو ته راګرځوو چی له بلغاریا هیواد څخه  د را انتقال شویو مړو له کورنی سره د همدردۍ په موخه د طالبانو د بهرنیو چارو په وزارت کی د جوړی شوی غونډی ګډونوالو ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست امیر خان متقی خبری کړی وی او د ستونزو پړه یی پر بهرنیو هیوادونو په تیره د امریکا پر متحدو ایالاتو ور واچوله او ځانونه یی سپین بازان وښودل . ددغه بحث ټول جریان چی د دغه ګردی میز د یوه فعال او درنه  ګډونکوونکی د افغانستان دؤلسی سیاسی جرګی بنسټ ګر صدیق منصور له لوری دنواندیشی  تربیون د سرپرست په پته رالیږل شوی ؤ په داسی حال کی چی ومو نشول کولای ددغه جریان بشپړ راپور خپور کړو بیام هم له دغه موضوع سره تړلی څو لنډی برخی چی ددغه میز ددوه نورو ګډونوالو هریو سیاسی شنونکی فضل الرحمن اوریا ، او له امریکا څخه ګډونوال د نړیوالو چارو کارپوه عبدالواحد فقیری تر تاسو دررسوو .

ددغه ګردی میز په لومړی سرکی د پروګرام محترم چلوؤنکی له هغه چا څخه چی د جمهوریت په ټوله دوره کی یی څو واری خپل دمبارزی مورچل بدل کړی او وروستی سنګر یی د عبدالله ، عبدالله په مشرې ائتلاف ؤ داسی ؤپوښتل : اوریا صاب ! په اوسنی وضعیت کی د متقی صاحب څرګندونی نړی او افغانانو ته څه په پیغام لری ؟ کوم څه ته چی جناب متقی صاحب اشاره کوی هغه دغربی نړی اقتصادی تحریمونه دی په اوسنیو شرائطو کی یا د اویا اتیا کالونو را پدی خواته تحریمونه د بهرنی سیاست یو ابزار ده چی دیو هیواد یا دڅو هیوادونو لخوا څخه پر نورو هیوادونو لګول کیږی که راشو اقتصادی تحریمونو ته چی غرب پر افغانستان باندی لګولی دی دا دا په دری برخو ویشلی شو ، ……دټولو تحریمونو په ځانګړی ډول د غربی ټولنی موخی د حکومت ضعیفول او په حکومت کی نفوذ کول دی ……فشارواردول ناتوانه کول او په نظام کی نفوذ کول دا عام فارمول ده همدغه فورمول په افغانستان کی غربیان غواړی چی استعمال کړی . په تیرو اویا اواتیا ؤ کالونو کی داثابته شوی ده چی غربی تحریمونو هیڅ یو حکومت نه دی چپه کړی او غربی حکومتونو حتی هیڅ حکومت نه دی ضعیفه کړی بلکه د افغانستان د حکومت په شمول حکومت توانمند شوی ، قدرتمند شوی … اما غربی تحریمونه رأسأ د خلکو ژوند خرابوی . عام ؤلس بیکاره کوی ، فقیر کوی یی ، مهاجرت ته یی مجبوره کوی او دتولیداتو سطحه را ټیټوی . ددی سره سره چی دعام ؤلس ژوند خرابوی په دغه ټولنه کی چی حیوانات ژوند کوی دهغوی پر ژوند باندی هم تأثیر کوی ، په هغه ټولنه کی چی نباتات ژوند کوی پر هغوی هم داتحریمون تأثیر غورځوی .. اوپه مجموع کی دژوندیو موجوداتو پر ژوند منفی آغیزه کوی حتی د متوسطی طبقی چی هغه سرمایه داران او تاجران دی کله ، کله دا ډول تحریمونه د هغوی پر ژوند باندی مثبت آغیزه کوی له دی جملی څخه په افغانستان کی ! نو غربی نړی له  یوی خوا دبشر له حقوقو څخه چیغی وهی او له بلی خوا څخه دلته عام اولس د افغانستان یی ترداسی یوه فشارلاندی راوستلی دی چی دهغوی ژوند د هری ورځی په تیریدو سره تریخیږی اولا فقیر کیږی ، وږې کیږی ، مهاجرت ته مجبوره کیږی ، بیکاره کیږی او داسی په سلهأؤ نور مشکلات چی دا زما په نظر باندی په خپله نقض دحقوق بشردی .دیوی ټولنی اؤلس محرومول او محکومول !  نو زما په آند آمریکا دافغانستان په وړاندی دغه اقتصادی تحریمونه یا ورته  اقتصادی ابزار په بهرنی سیاست کی ویلای شوچی داټول دبشر حقوق تر پښو لاندی کوی .خو په مقابل کی یی داسی سد یا دیوال جوړیږی چی نه پریږدی چی نفوذ وکړی.دلته جوخت بیا ورسره نورمتحدین هم پیداکوی د امریکاپه مقابل کی لکه چین او نور!وروسته د پروګرام چلؤنکی فرید الله محمدی همدغه پوښتنه  د افغانستان دؤلسی سیاسی جرګی بنسټ ګر محترم صدیق منصور څخه پوښتی چی هغه ورته داسی ځواب ورکړ . زه فکرکوم چی دښاغلی متقی دالومړی وار هم نه دی او آخیر وار به هم نه وی په ورته مسائلو دوی هم پراخ بحثونه درلودلی هم په ملی ستیژونو او هم په نړی والو او موږاو تاسو هم په ورته مسائلو پراخ بحثونه او مجالس درلودلی د سټدیو له لاری اوهم  د ځینو کنفرانسو نو په وسیله ! موږ فکر کوو هر هغه تحریم چی په دی هیواد وضع دی که هغه محدود دی که پراخ وی او که متوسط وی ددی تحریم  اصلی تهدید دافغانستان مظلوم اولس ته رسیږی اوپه لویه کی دافغانستان خلک د فقرسره مخامخ کیږی . دا فقر یوازی اقتصادی فقر نه دی چی ډوډی کمه شی یا دلوږی له لاسه خپل کوچنیان ؤپلوری . البته دغه شانی تحریمونه او تهدیدات دعلمی فقر سبب ګرځی ، دروغتیائی فقر سبب ګرځی د کلتوری اوفرهنګی فقر سبب ګرځی ، دامنیتی او سیاسی فقر سبب ګرځی او ددی بشری ټولنی په ټولو اقشارو منفی آغیزی لرلای شی . ….کله چی  همدغه پوښتنه له امریکا څخه د سیاسی چارو دڅیړونکی واحد فقیری څخه ؤپوښتل شوه نو هغه داسی ځواب ورکړ :زما عقیده هم داده چی اقتصادی بندیزونوهیڅ شانی مطلوبه نتیجه  نه ده تر لاسه کړی . که دا موږ په عراق کی د صدام حسین په وخت کی وګورو که پرایران باندی یی همدا اوس وګورو ، که یی پرطالبانو باندی وګورو او که په نوروځایو کی یی وګورو عمومأ اقتصادی بندیزونو منفی نتائیج ورکړی دی . تاسو څه وخت مخکی د امریکا په کانګرس کی د سیګار مشرد کانګرس استازو ته وویل چی ما تراوسه پوری هیڅ ډنګراو خوار طالب مشر ندی لیدلی . بلکه ما ډیر خوار او غریب افغانان لیدلی دی . یعنی هغه هم دا وویل چی دغه تعزیرات او بندیزونه په طالب مشرانو باندی کوم اثر نلری . خپل وریجی او غوښی خوری ساعت یی تیردی بلکه پر خلکو باندی په افغانانو باندی چی  منفی تأثیرات آچوی بیخی زیات دی . افغانان له فقر سره مواجه کیږی اقتصاد یی هم خرابیږی ، یعنی دخلکو سره په عراق کی هم همدغسی کیسه وه په صدام حسین باندی هیڅ ونه شول هغه خپلی چړچی کولی آتڼونه یی کول ، شمشیر بازی یی کوله ، مګر غریب عراقیان له ډیرو سختو مشکلاتو سره مواجه ؤ . ..یوبل ټکی هم چی زه غواړم وراضافه کړم هغه دادی چی عمومأ اقتصادی بندیزونه هغه حاکم نظام چی هلته حاکم وی هغه لا تقویه کوی اوهغه ته پلمی ورجوړوی .!اقتصاد خراب دی ولی چی بندیزونه دی !!کار نشته ولی چی بندیزونه دی !حال داچی ټول مشکلات په دوی کی وی یعنی دوی نه دکار د خلق کولو فکری توانائی لری ، نه یی اقتصادی توانائی لری مګر ددوی پلمه جوړه ده هرمشکل چی وی دوی وایی چی بندیزونه دی نو موږ څنګه وکړو ؟ دا په خپله هم دهغه نظام سره په هرشانی بی کفایتی چی وی دهغه د بقأ لپاره پلمه ورجوړول دی . دهغه ماست مالی کول دی . سپینول یی دی . نو بیاهم وایم چی دا دغریبو خلکو لپاره ، دمدنی ټولنی لپاره ډیر مشکلات پیښوی . کله چی تاسو پحکومت انتقاد وکړی نو سمدستی مو خلک د جاسوس په صفت او د خائین په صفت په نښه کوی  وایی چی هی موږ تر بندیزونو لاندی یو او ته پر موږ باندی انتقاد کوی !ته نه وینی چی دا خلک پرموږ څنګه بندیزونه لګوی ؟ یعنی دغسی پلمی حاکمانو ته ور جوړوی حال داچی بی کفایتی په خپله په حاکمانو کی وی .د طلوع د نړیوالی شبکی خبریال ښاغلی محمدی کله چی د امیر خان متقی صاب چی دم ګړۍ د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر په دنده کینول شوی دی ددغه خبرو او پرهغی د میز دیوه بل ګډونکونی د خبرو په باب چی له امریکا څخه دغه ګردی میز ته را بلل شوی دی د دغه گردی میز دیوه گډونوال فضل الرحمن اوریا سیاسی معلوم الحاله شنونکی  چی د “گواه چُست مدعی سُست !په رول کی لوبیږی څخه داسی ؤپوښتل : اوریا صاحب ! دفقیری صاحب خبری مو واوریدی ډیري مسائیل کورني اړخ لری او داد اسلامی امارت کړنی دی چی پر افغانستان باندی بندیزونه دی . تاسو څه وایاست ؟ ښاغلی اوریاچی له زیاتی مودی راپدی خوا  د طالبانو په استازیتوب د “گواه چُست مدعی سُست ! ” په رول کی میزونه او بحثونه تاوده ساتی ددی پوښتنی په باب داسی وویل : ګوره مونږ له دنیا سره مشکل نلرو مشکل له غربی نړی سره ده چی په رأس کی یی امریکا ده ورسره مشکل لرو .وقتی چی موږ وایو اقتصادی جنګ ، کله چی موږ وایو امریکا د افغانستان پر ضد تبلیغاتی او روانی جنګ کوی ، کله چی موږ وایو امریکا د افغانستان پر وړاندی نیابتی جنګ کوی یعنی دداعش ملاتړ کوی ډیری تروریستی ډلی ملاتړ کوی دلته ترور کوی او هلته بیا په BBC کی ناست وی تقدیریږی او دخپل د ترور او انسان وژنی قیصی کوی !دا جنایت دی چی غرب یی دلته په افغانستان کی کوی اودی لړۍ ته ادامه ورکوی تحریمونه څه ستونځی پیداکوی په سیاست کی مثلأ بیا عرض کوم دا جنګ ده زموږ نظامی جنګ په سوړ جنګ باندی تبدیل شو . دامریکا نظامی اشغال پای ته ورسید اوس نرم افزاره جنګ ته ادامه ورکوی ډرون طیاره یی هم ښکته ، پورته ګرځی !دا وضع حکومت ته هغه چانسونه نه ورکوی چی باید عمیق اصلاحات وکاندی ! دبیلګی په ډول موقت حکومت ( دطالبانو سرپرسته اداره ) به زر زړه ښه نه کړی ترڅو قانون اساسی جوړ کړی ، ځکه دا وایی چی زه خو د جګړی په حالت کی یم په تش لاس او تش جیب باندی د یوه ابرقدرت په مقابل کی ولاړیم جنګ کوم نوداددی سبب کیږی چی حکومت دخپلی بقأ لپاره کارکوی ، دهیواد د بقأ لپاره کار کوی !طبیعتأ وقتی چی یو حکومت په جنګ کی وی هغه له «آلف» څخه تر «ی» پوری هغه با دسپلینه کسان ځای پر ځای کوی !نو څه کوی دا جګړه د اصلاحاتو مخه نیسی !دغه جګړه دافغانی ټولنی څخه دکدرونو تیښته ، دلته په لس زره یا شل زره افغانی څوګ کارنه کوی ځی ټول خارج ته ځی . ….

.دا چی اوس په حکومت کی اساسی اصلاحات نه کیږی ..مثلأ اساسی قانون نه جوړیږی ولی اساسی قانون هره ورځ شاته غورځیږی ؟ ترڅو موږ داساسی قانون پر بنسټ نوی دولت او نوی حکومت ولرو . علت یی د امریکا سوړ جنګ دی . دی کی هیڅ شک نشته چی دنجونو مکتبونه باید خلاص شی ، پوهنتونونه باید خلاص شی . داددوی وظیفه ده دافغانستان دحکومت وظیفه ده ، مسؤلیت یی ده ، صلاحیت یی ده هرڅومره ژر چی ممکن وی دا باید وکړی . خو نوری په سلهاؤ ستونزی چی د اصلاحاتو مخه نیسی دا نشئت کوی له بیرونی سوړ جنګ څخه چی امریکا د افغانانو پرضد باندی پیل کړی ده . داسوړ جنګ دلته د افغانستان په جغرافیا کی محدود نه پاتی کیږی ځکه امریکا غواړی چی استعماری نفوذ وکړی په حکومت کی ، د افغانستان په جغرافیأ کی ، په نظام کی په افغانی ټولنه کی !نظام او افغانی ټولنه مقاؤمت کوی مقابله کوی ، نه پریږدی چی نفوذ وکوی غرب !طبیعتأ دا ضعیفه کیږی نا توانه کیږی ، او دامریکا مخالفین په سیمه کی چی دی لکه روسیه او چین دافغانستان له حکومت ملاتړ کوی . ځکه د امریکا نفوذ په افغانستان کی او دامریکا حضور په هرډول چی وی د چین او دروسی همداشان دسیمی دنورو هیوادونو په ګټه نه ده . پس څه کیږی ؟ دلته دوه بلاکه مینځ ته راځی یو بلاک چی همیشه دافغانستان له ګټو څخه دفاع کوی هغه شرقی هیوادونه دی بل یی مخالف دی چی هغه امریکا ده ! مثلأ روسیه همیشه وائی چی تاسو دافغانستان پر ضد تحریمونه پای ته ورسوې ، روسیه وایی چی دافغانستان کنګل شوی پیسی ورکړی . چینایان هم همدا خبره کوی نوپردی بنسټ باندی دوه بلاکه را مینځ ته کیږی یو بلاک د افغانستان پرضد دامریکا په مشرې !بل بلاک د افغانستان پر محور باندی دسیمی هیوادونه او شرقی هیوادونه ! …دغه سوړ جنګ بیا دنړی وال دنوی جنګ یوه برخه ده . ګوریی موږ یو کلاسیک سوړ جنګ درلود اوس موږ دویم سوړ جنګ لرو چی له یوی خوا …روسیه اوچین دی بله خوا یی امریکا او متحدین یی دی .

د طلوع د نړیوالی شبکی خبریال ښاغلی محمدی کله چی د فضل الرحمن اوریا څخه د حل لاری په هکله ؤپوښتل نو هغه د خبریال ددی پوښتنی په ځواب کی داسی وویل : داچی دامریکا متحده ایالات دلته خپلی ګټی لری او زه باورلرم چی دلته به هم ماتی خوری نو بهتره داده چی امریکا په خپلو پالسیو کی تغییر راولی ..دغه سوړ جنګ اقتصادی جنګ ، تبلیغاتی جنګ ، استخباراتی جنګ ، نیابتی تروریستان چی دلته رالیږی هغوی ودروی . اما په څنګ ددی کی د افغان حکومت هم دغسی یوه بهرنۍ پالیسی جوړه کړی چی دهغی په نتیجه کی له غربی نړی سره په ځانګړی ډول له امریکا سره د خبرو اترو پر بنسټ باندی موجوده ستونځی چی هغه سوړ جنګ ده حل شی . …..منصور صاحب دحل لاره څه ده ؟ صدیق منصور دحل لاره داسی بیان کړه چی دتیرو بحثونو په تعقیب دا وایو چی په کور دننه سیاست مو باید دافغانی ورور ګلوی پر بنسټ احیأ  او تیارشی . ترڅو چی موږ د افغانی ورور ګلوی اساساتو ته داخل نه شو له خپل حرص او خود خواهۍ تیر نه شو، ….موږ لوی ملت ته داحترام په سترګه ونه ګورو او هرڅه ورسره شریک نه کړو داچی ور ځینی آخلو یی خو بیرته یی ورسره نه شریکوو ! که هغه معلومات دی که هغه د هغوی د ټکسونو په مقابل کی شفافیت دی ، که هغه کرسۍ او قدرت دی ، داشریک نه شی موږ هیڅ چیرته هم نه شورسیدای ..فقیری صاحب تاسو ووایاست د حل لاره څه ده ؟ دحل لاره ستر ملی او بین الافغانی دیالوګ دی چی دافغانانو سره د افغانستان منورینو سره هغه چی دننه دی هغوی ته حق اولیت ورکړای شی . او هغوی چی دباندی هغوی هم تریوه حده پوری پری راګډشی …دغه حکومت ته ځینی لاری وروښودل شی . دغه حکومت چی اوس حاکم دی میدان به یی ګټلی وی خو په سیاسی لحاظ او بین المللی سیاست کی بی تجربی دی ، په دنیا نه پوهیږی …له دوی سره باید کمک وشی . بله خبره داده چی ددوی بعضی اعمال باید ورته وویلای شی چی دغه ، دغه اعمال مو دافغانستان له کلتوره سره ، له تاریخ سره ظلم دی …..

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا