گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ثنأ الله غفاری دداعش یو مشراودامرالله صالح پخوانې خاص باډیگارډ ووژل شو!
ثنأ الله غفاری دداعش یو مشراودامرالله صالح پخوانې خاص باډیگارډ ووژل شو!

ثنأ الله غفاری دداعش یو مشراودامرالله صالح پخوانې خاص باډیگارډ ووژل شو!

نواندیشی : پاکستانی مطبوعاتو خبر ورکړی دی چی د ثنا الله غفاری په نوم یو ترهګر چی د امریکا د متحده ایالاتو په تور لیست کی شامل او لس میلیونه ډالر انعام پری ایښودل شوی ؤ د افغانستان په کنړ ولایت کی ووژل شو .

په خبر کی راغلی دی چی په افغانستان کې د پاکستان ستر دښمن ترهګر ثناالله غفاري عرف شهاب المهاجر د افغانستان په کنړ ښار کې وژل شوی دی. وژل شوی ترهګر ثناالله غفاري نه یوازې پاکستان بلکې په نړیواله کچه مطلوب و، چې ترهګر او کورنۍ یې له هند څخه افغانستان ته کډه شوې وه. ترهګر ثناالله غفاري د افغانستان د پلازمینې کابل اوسیدونکی و، چې دیني زده کړې یې د کابل په غفاري مدرسه کې ترسره کړې وې. ترهګر ثناالله غفاري په ایران، ازبکستان، تاجکستان، پاکستان او افغانستان کې په ګڼو بریدونو کې لاس درلود.افغان طالبانوچی تل یی د تیرو حکومتونو په څیر  په افغانستان کی د ترهګرو حضور رد کړی دی د افغانستان په کنړ ولایت کی د ثناالله غفاری پر وژلو هیڅ شانی تبصره نه ده کړی .خبر زیاتوی چی په نوموړو عملیاتو کی د پاکستان د تحریک طالبان پاکستان TTPد یوشمیر قوماندانانو په ګډون څوتنه ترهګر هم وژل شوی دی . پاکستانی مقاماتو څو څو واری طالبانو ته خبر ورکړی ؤ چی که طالبان د هغوی مخه ډب نکړی نو کیدای شی پاکستان په یوازی توګه پردوی عملیات پیل کړی . همدا شان د ثنأ الله مهاجر د هویت په هکله ویل شوی دی چی نوموړی د تیر جمهوری راپرځیدلی اداری د لومړی مرستیال امرالله صالح د ځانګړی ګارډ دنده ترسره کړیده .   افغان طالبانوچی تل یی د تیرو حکومتونو په څیر  په افغانستان کی د ترهګرو حضور رد کړی دی د افغانستان په کنړ ولایت کی د ثناالله غفاری پر وژلو هیڅ شانی تبصره نه ده کړی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا