د تيرو څو لسيزو په اوږدو کې افغانان د خپلو ستونځو په تړاو د پاکستان رول او کريکتر ته د کرکو له زاويې څخه ګوري او متاسفانه د دواړو خواوو ترمنځ د بې باوري ګراف ورځ تربلې لوړيږي. زه په لاندې ليکنه کې په دغه مسئله باندي تمرکز کول غواړم چې د سمون په موخه سپورې او ستوغې ويل زموږ ترمنځ شته ستونځې د حل کولو پرځاى نورې پيچلې کوي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ترينګلتيا له امله د هغوى تګلارې د عيني واقعيتونو او دَ غوره تمدن د پرنسيپونو پر معيار او مقياس برابرې نه ګڼم، خو د دواړو غاړو له اشتباهاتو، ناسمو تګلارو او د ځوانانو له احساساتي ذهنيت سربيره نور کورني او بهرني عوامل يې هم له پامه نشو غورځولای. البته دومره هم ضرور وايم چې د ګاونډیانو ترمنځ د اړيکو کچه تر اوسنۍ کچې پورې رسول ناوړه سياست، د ناکامو ستراتيژيو پايله او په هيڅ ډول د هيڅ لوري په ګټه نه ده.دَ مخالف اړخ له کړنو او څرګندونو سره د اخلاقي او کلتوري کودونه په چوکاټ کې مخالفت څرګندول د هر چا حق دى خو په وروستیو کلونو کې د افغانستان په هکله د پاکستان تګلارو ته په احساساتي ډول دَ بدرد په ويلو خپله غوسه ښکاره کول زموږ د درد درملنه نه کوي، ګټه نه بلکې غبرګونونو ته لاره هواروي او هيواد ته زيان اړوي. احساساتي او سليقوي چلن زموږ له تمدن او د معاصر سياست له معيارونو او پرنسيپونو سره نه يوازي سمون نه خوري بلکې په افغاني کلتور کې هم ځاى نه لري. بله دا چې د نورو خلکو په تګلارو کې د سمون او بدلون راوستلو په پرتله په خپلو ځانونو فکرونو کړنو او ذهنيتونو کې بدلون او سمون رامنځته کول اسانه کار دى. ويښ ولسونه او پياوړي مشران پرديو ته د پړې ګوتې نيولو پرځاى په خپلو نيمګړتياو باندي تم کيږي او مخالف اړخ ته په خپل ولس او هيواد کې د لاس وهنې لپاره شته نيمګړتياوې او فرصتونو له منځه وړي. د ګاونډيانو ترمنځ هر وخت شخړې او يو بل ته بدرد ويل شهامت نه دى بلکې د ګاونډيانو ترمنځ د د متقابل درنښت، مدنيت او سالم رقابت په چوکاټ کې تعامل شهامت دى. په معاصره نړۍ کې ګاونډيان له يوه بل سره د اږود مهاله اقتصادي اړيکو جوړولو پر بنسټ نښلول کيږي او بيا هر هيواد دخپلو ګټو د خوندیتوب په موخه بل هيواد ته د زيانونو اړولو په تړاو نه يوازې ګام نه اخلي بلکې هغه هېواد ته د زيان اوښتلو مخه نيسي چې په اقتصادي توګه له بل سره نښتي وي.افغانستان او پاکستان دواړه داسې هېوادونه دي چې د پرمختګونو او د ولسونو د خوشحالي لپاره له يو بل سره د وصل کيدلو پراخه امکانات او فرصتونه لري. د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژبنيو، کلتوري، مذهبي او ټولنيزو مشترکاتو له شتون سربيره يو بل ته د ترانزيټ اسانتياوو ورکولو، د انرژي د ليږد، نړيوال تجارت او نورو ګڼو مواردو کې د يو بل ته اسانتیاوې برابرول، د اوږدې مودې لپاره دواړو هېوادونو د ګډو همکاريو په موخه په زړه پورې بنسټ جوړيداى شي. د سيمه ييزو سوداګريو او د انرژي د ليږد نړيوالو اقتصادي پروژو د بشپړيدو په صورت کې له يوبل سره نښليدلى او په يو بل باندې تکيه کولاى شي.له نړيوالې انزوا او د بنديزونو د ختميدو په صورت کې اوس مهال د دواړو هېوادونو د پرمختګ په وړاندې پراته خنډونه له منځه ځي، خو متاسفانه داسې ښکاري چې په دغه تړاو د دواړو هېوادونو سياسي مشرتوب د مشترکاتو د لټون پربنسټ د وصل، تړون، پيوستون او په يو بل د تکيه کولو د هڅو نوښت نه کوي او يا هم د خپلو هيوادونو د ابادي او راتلونکو نسلونو د ښېرازه ژوند لپاره د عملي ګامونو پورته کولو اراده نه لري.که د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو لوړو او ژورو ته له بلې زاويې څخه وګورو او ورباندې خوشبينانه نظر واچوو، نو د ولسونو ترمنځ نسبتاً مثبته ځانګړتیا او د اشتراک ښه نکته چې د خپلوي له ژور احساس څخه سرچینه اخلي داده چې کله کله واقعيتونو، د يو بل وړتیاو او امکاناتو ته له کتو پرته له يو بل څخه د لوړې کچې توقعات کيږي. البته دغه توقعات يوازې احساساتي اړخ لري او له ځمکنيو حقایقو سره سمون نه خوري.