گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » له جګــــړو او تــــربــــــګنیو څـــــخه د خلاصـــــون اړتیـــا!
له جګــــړو او تــــربــــــګنیو څـــــخه د خلاصـــــون اړتیـــا!

له جګــــړو او تــــربــــــګنیو څـــــخه د خلاصـــــون اړتیـــا!

له جګړو او تربګنیو څخه د خلاصون لارې هغه وخت شونیا مومي چې یوه ټولنه د سولې، شخړو ، تاو تریخوالي او جګړو په مفاهیمود پوهیدو سره سره په خپلو ذهنیتونو، تصوراتو ، کړنو، عادتونو، اړیکو او سیستم کې د شخړو او سولې منابعو ته کتنه وکړي. دې ته فکر کول چې د یوې ټولنې د وګړو ذهنیتونه ، تصورات، عادتونه ، کړنې څنګه دی؟ د شخړو په تحرک ، جګړو او تاوتریخوالي... اویا په سوله جوړونه بوخت دي؟ د بحث د نه اوږدیدو لپاره اړینه ده چې د سولې جوړونې ته په خلاصه توګه پاملرنه وکړو.

په ټولوهغو فعالیتونومشتمل دي چې له یوې خوا له تاوتریخوالي مخنیوی وکړي او له بلې خوا په ذهنیتونو، کړنو، عادتونو او سیستم کې داسې مثبت بدلونونه را منځته کړي چې په اړیکو کې د تعادل او جمعي انکشاف سبب شي. یعنې هم اختلافات / شخړې حل شي او هم  د اختلافاتو په هکله عامه تصورات بدلون ومومي. په تصوراتو کې د بدلون څخه مقصد دادی چې اختلافاتو او شخړو ته په داسې توګه وکتل شي چې: اختلاف او شخړې د ژوند، تنوع ، اړیکو او پریکړو مهمه برخه ده. شخړې حل او بدلون ته اړتیا لري – قار ، غصې ،ناندریو، ښکنځلو، تعصب ، نفرت ، جګړو او دښمنیو ته اړتیا نلري.  هر کله چې د یوې ټولنې وګړي او ډلې داسې وګڼې چې اختلافات او شخړې زموږ دښمنان نه دي بلکې په ذهنیتونو، کړنو ، عادتونو ،اړیکو ، چارو… او سیستم کې د سمون او بدلون غوښتنه لري. په دغه تصور سره له شخړو سره د مناسب تعامل لارو چارو ته  مخه کول آسانتیا مومي. د همدې تصور له لارې د شخړو د خصوصیاتو او له هغو سره د مناسب تعامل د لارو چارو زدکړې او مهارتونو توسعه شونتیا میندلای شي. په دې توګه د شخړو له تخریبي وضعیت څخه تعمیري وضعیت ته بدلون او له مثبتې انرژي څخه یې ګټه اخیستنه  شونتیا مومي.د شخړو په هکله د تصورپه بدلون سره د شخړو حل او بدلون آسانتیا مومي. د شخړو د مخنیوي، حل او بدلون د آسانتیاوو را منځته کول په حقیقت کې د سولې د تعمیرولو مهمه برخه جوړوي. دا برخه د شخړوله خطرونو څخه په مخنیوي او په لومړنیو مرحلو کې د حل او بدلون لارو ته په انتقال کې مهم رول لوبوي. د دوامداره سولې په تعمیر کې د شخړو اوسولې په هکله د تصوراتو، کړنو،عادتونو او په سیستم کې د مناسبو بدلونونو را منځته کیدل اړین دي. اوس دا پوښتنه را منځته کیږي چې دا کارونه به څوک او څنګه کوي؟

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا