گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ماتــــه چل نــه راځــــي !
ماتــــه چل نــه راځــــي !

ماتــــه چل نــه راځــــي !

څنګه کېدی شي چې عاشق ستا په درشل نه راځي

که څه هم غږ د محبت دې له بورجل نه راځي

د مينې پایله لېونتوب دی هر حکيم پو هېږي

زما په هکله له دې پرته بل اټکل نه راځي

د آدم تومنه يې اغږلې آزادۍ سره ده

چې عقل نه وي د انسان وده آرمل نه راځي

واکمنو دلته ده پتیلې چې تلپاتي به وي

چې یې  د کړو ژمنو کله هم اجل نه راځي

څنګه ویده یاست داسې ښکاري چې منلې مو ده

زموږ په چم باندې دښمن نور په یرغل نه راځي

د علم جنګ به څنګ ګټو له دښمنانو ځنې

چې د ملالې یا قربان له دې مورچل نه راځي

لوړې ژورې د انسان د خپل عمل پایله ده

دا سمه نه ده له ټاټوبي نور اتل نه راځي

له حرکته تمېدل انسان و مرګ ته بېايي

ډېر خلک وايي چې همدا نور يې بدل نه راځي

چې شپه تیاره ده سپوږمۍ تته هوا خړه پړه

د یار زلفان مې راته لاس کې ول په ول نه راځي

د دنیا دود دی هر سړی مل له سپرو سره دی

سپاره خو پرېږده زموږ کلي ته پیدل نه راځي

پرګنې چوپې زه هم چوپ یم قلم ستړی ستړی

له توپان مخکې خاموشي ده، یار غزل نه راځي

که شوم په مینه کې ناکام نو بېا به څه کوم زه

له مینې پرته خو محسنه ماته چل نه راځي

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا