گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » غـوړه مالـی او چاپلوســـی !
غـوړه مالـی او چاپلوســـی !

غـوړه مالـی او چاپلوســـی !

دنواندیشی یادونه : لاندینی لیکنه چی تاسویی لولی کالونه او څو لسیزی وړاندی هغه مهال چی ددغه لیکنی لیکوال ښاغلی استاد عبدالشکور قیومی د روسی ښکیلاک پر وړاندی د یوی مطبوعاتی برخی مشری په غاړه درلوده نو هغه مهال په قسط مجله کی چی  د افغانانو د آزادی غوښتونکی غورځنګ یوه خپلواکه خپرونه وه دهغه د غوړه مالۍ او چاپلوسی  تر سرلیک لاندی لیکنه هم خپره شوی وه چی نواندیشی یی له ښاغلی استاد عبدالشکور قیومی صاحب څخه په مننه تر تاسو در رسوی .

یاره ! وائی هرڅه ځان ته خاص مهارت لری !خو غوړه مالی او چاپلوسی پرته له مهارته خاص حرکات او مهارت ته هم ضرورت لری. چی د هرچا له وسه هم پوره نه وی . زموږپه شعبه کی سردار آغا خان مأمور نوی مقرر شو نو کلبه یی چی په چوکې پښه راواړوله نو سړی د مأموریت پر چوکې پوره راضی نه ؤ نو هم هغه ؤ چی په دی لټه کی شو چی څنګه کولای شی کریدیت او یا مقام او رتبه ترلاسه کړی نو ټوله ورځ به د میز ترشا په ډیر ډز او خرپ سره ناست ؤ او پر کاغذونو به یی دخپلی ساعت تیرې لپاره کږی وږې کرښی کښلی .ترڅو ځان مصروف او مهم جلوه کړی . نوڅه به مو سرخوږوم یوه ورځ زموږ ددفتر یوه خواره کی  همکار شیرین آغا جان چی په دی مهارتونو کی نابلده شانی ؤ یوه عرض پاڼه دولایت مقام ته ولیکله . خو عرض پاڼه نه وه بلکی یو محشر ؤ محشر !نوی مأمور صاحب ځان د ډاګ له ډاګه واهه . نږدی ؤ چی په چیغوچیغو وژاړی او ویل یی چی تاسو ولی رئیس صاحب په معتبرو کلیماتو نه دی ستایلای .؟ موږ ورته ورته وویل چی ګوره وه مأمور صاحب ! ته خو نوی مقرر شوی یی رئیس صاحب داسی غوړه مالی نه خوښوی . خو چاته وایی ؟ هغه دچا خبره په پړو هم نه دریده . شیبه په شیبه لکه بمب غوندی چودیده !خو که رښتیا شی نو مأمور صاحب خوارکې هم ملامت نه ؤ چی که رئیس صاحب تشریف راوړی نو که دهمأ سیوری یی په سرشی اویو وارشعبی ته رادننه شی او دنوی مأمور صاحب اخلاص مندی وګوری نو…خو بیچاره مأمور صاحب سره بخت یاری ونکړه د رئیس صاحب د راتګ هارنونه د مأمور صاحب په د بمب غوندی غږ په څپوکی ورکیدل کله چی سړی پوه شو چی د رئیس صاحب موټر حرکت وکړ نو غوږونه یی مړاوی شول نو دخپلی څوکې پر سر داسی ناست ؤ چی جینګی داړی به یی ځلیدلې د خپل کمیس په ګرولو یی پیل وکړ او په ډیره مأیوسانه لهجه یی وویل چی خیر دی سبا به بیا سره ګورو !خدای شته په مأمور صاحب به شپه څنګه تیره شوی وی خو سهار سروهلی بر وهلې ترټولو وړاندی پرڅوکی باندی په ډیر سیاست سره ناست ؤ چی نن ورځ به ګواکی د ټولو سابه په مالګه کړی .!کله به شعبی ته رادننه شو او کله هم بهر ! ترڅو درئیس صاحب د موټر هارنونه واوریدل شول . رئیس صاحب نیغ په نیغه د شعبی خواته روان شو مأمور صاحب سردار آغا خان په وارخطائی سره ور منډه کړه و درئیس صاحب لاسونه یی په دواړو لاسونو کلک ونیول او دومره ورته ټیټ شو لکه دری شپینۍ میاشت ! رئیس صاحب په خندا سره ورته وویل :بیا څه خبره ده مأمور صاحب ؟ سردارآغا جان مأمور صاحب یوځل بیا لاس په نامه شو اوځان یی څوواری ټیټ او پاس کړ تا به ویل چی هیڅ د فقراتو ستون نلری او هیڅ یی ونه ویل !رئیس صاحب څو شیبی په دفترکی ؤغوښتل یی چی بهر ؤوزی خو یوځل بیا مأمور صاحب سردارآغا خان ورټوپ کړاو په هواکی یی درئیس صاحب بوټونه ورته مخی ته ایښی ؤ.دتګ په مهال به کله له رئیس صاحب څخه مخکی شو او کله هم شاته !که کوم خواره کۍ به له بده مرغه له رئیس صاحب څخه وړاندی شونوومأمور صاحب به ډیرژرد رئیس صاحب له مخی ټیل واهه ترڅورئیس صاحب ته لاره پراخه شی.رئیس صاحب چی د خپل موټر په لور روان شو نو مأمورصاحب یوځل بیا ټیټ اوپاس شواو وروسته داحترام اودرناوی په کږه وږه غاړه یی څه ورته وویل چی رئیس صاحب له خندا ورته شین آؤښتی اوحیران دریان دریدلی ؤهم هغه ؤچی په خپل موټرکی کیناست اوروان شوخومأمورصاحب سردارآغا خان هم هسی لاس په نامه دریدلی ؤ ترڅو چی د رئیس صاحب موټرله سترګو پناه شو .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا