گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ای دواک په قصــرونو کـې ناستو مـــشرانــو لږ ماته هم غـوږشی!
ای دواک په قصــرونو کـې ناستو مـــشرانــو لږ ماته هم غـوږشی!

ای دواک په قصــرونو کـې ناستو مـــشرانــو لږ ماته هم غـوږشی!

شخصيت او حيثيت ته مو د  درنښت وړاندې کولو ترڅنګ ډاډ درکوو چې دښمنان مو نه ګڼو، بديل مو نه وينو او د حکومت د کمزوري کيدو مخالفت مو کوو.  وړتیاوې او مثبت اړخونه مو ستايو، خو  نيمګړتياوې مو د خورا سترو فاجعو او زيانونو د رامنځته کيدو لامل ګرزي. ستاسو ځينو کړنلارو ته زموږ غبرګون له تاسو سره د دښمني له امله نه، بلکې له هېواد سره د مينې څرګندوى دى. پام کوئ چې نن سبا ستاسو هره کړنه او هر ډول چلن د افغانستان د ښېرازي او يا هم خداى مه کړه د هېواد د بدنامي او تباهي پيلامه درلودلى شي. د وړو مسائلو پرځاى په اصولو باندي تمرکزوکړئ.اړينه چې د خپل کلي دود په ښارونوکې پلى کړئ. ښه فرصتونه اوخطرناکې ننګونې مومخته پرتې دي. د وخت حساسیت په پام کې ونيسئ.له فرصتونو څخه د ګټې اخيستو او ننګونې په فرصتونو باندي د بدلولو هنر وکاروئ. دهېواد د جوړيدو اواسلامي نظام د پلى کيدو لپاره تر هروخت ښه فرصتونه رامنځته شوي دي،خو متاسفانه د تيرودوو کلونوتجربه ښئي چې له فرصتونو په مسلسل ډول ضايع کيږي.په رويو او چلن کې بدلون د وخت اړتيا او د شرائطو تقاضا ده. له پېړيو راهيسې په افغانستان کې ديني علماو نور افغانان د رعيت په شکل نه، بلکې د مقتديانو او د خطبې د اوريدونکو په توګه چوپ چاپ ليدلي وو او ولس هم ديني علما د حاکم په توګه نه، بلکې د مسجد د امام او په منبر باندې د ناست خطيب په ډول د سپيڅلو انسانانو په څېر پيژندل، خو اوس د دواړو خواوو موقفونه، ادرسونه، حقونه او حيثيتونه بل ډول دي. علما حاکمان او ولس رعيت دى. دواړه اړخونه باید له يو بل څخه په خپلو هيلو غوښتنو، قضاوتونو او د يو بل په وړاندې د مسئولیتونو په تړاو په خپل چلن کې بدلون راوړي.افغاني علما اوس د يوه هيواد د جغرافيايي پولو ساتلو، سالم مديريت، د يو ملت د هوساينې، امنيت، روغتیا، زده کړو او د کاري فرصتونو برابرولو دروند مسئوليت په اوږو لري. د معاصر وخت حکومتولي په سخته خبره کولو، امرانه لهجه کارولو او استبداديت په چلولو نه کيږي، بلکې پراخ بصيرت، تدبير او سياسي ځيرکتيا ته اړينه ده.  ايماني فراست، سياسي نبوغ او ښه مديريت  اړين ده. . دا هغه څه دي چې موږ ته به يقيناً بوږنوونکې پايلې ولري.افغانان او افغانستان د اوسنيو مشرانو د مټکورو تګلارو او په دريزونو کې د انډول د نشتون له امله  له سخت ناورين سره مخ دي او  دغه محکوم ولس په ژمنو باندي د هغوى لخوا د عمل نه کولو خورا لوړه بيه ورکوي؟  متأسفانه د دغه ملت او راتلونکى نسل لخوا به د اسلامي نظام د اوسنيو نيمګړتياو پربنسټ منفي غبرګونونه رامنځته کيږي. په يقين سره ويلاى شم چې په افغانستان باندي د امارت له تسلط وروسته  د ديني عالمانو درنښت عزت او ولسي باور ته سخت زيانونه واوښتل. هيله مو داده چې له ولس او نړيوالې ټولنې سره  له ښکر په ښکر حالت څخه دغه هېواد راوباسئ.  اوسنى ترينګلى وضعیت مو له امریکا سره په بله بڼه جګړه کې د ماتې خوړلو او د امریکا د سترې بريا ننداره وړاندې کوي.که څه هم له واقعي اسلامي نظام څخه د لويديځ کرکه، دښمني او ويره د علم ساينس او تخنيک په برخه کې د مسلمانانو ځلانده ماضي ته په کتو تاريخي شاليد لري، خو اوس مسلمانان په علم ساينس او ټيکنالوژي کې د وروسته پاتې والي، د مشرانو د استبدادي تګلارو او د خپلمنځي اختلافاتو له امله هغه پخوانى برم او عزت نلري. که څه هم د نړيوالې ټولنې لخوا د افغانستان اوسنى انزوائي حالت، بنديزونه او په طالبانو باندي د فشار اوسنئ  تګلاره هم ناکامه ښکاري، خو موږ د يوه محتاج هېواد په توګه نورو هېوادونو ته د تګلارو د سمون د توصيې پرځاى، به ښه دا وي چې خپلو تګلارو ته متمائل شکل او متوازن چوکاټ جوړ کړو

او خپلو نيمګړتياو، لکه د اساسي قانون او مشروعيت د نشتون، له خپل ولس او له نړۍ سره د تعهداتو د ماتولو په برخه کې سمون او بدلون ته متوجه شو.دنياوال له جګړو کرکه کوي او تاوتریخوالي د خپل پرمختګ په وړاندې خنډ ګڼي، خو جګړه په بل ډول او نورو ډګرونو کې دوام لري. اوسنۍ جګړې  باروتو ته په اور ورکولو د توپک په ماشه د الوتکو په درزا او د ټانکونو غوړمبا نه بلکې د اقتصاد په پياوړتيا د علم په برخه د هسکوالي د ساينس او ټيکنالوژي په ترلاسه کولو او استخباراتي کړنو ګټل کېږي.متأسفانه موږ د اوسنيو معاصرو جګړو او موډرنو رقابتونو په ډګر کې د وروسته پاتې والي له امله لا دمخه ناکام شوي يو او خپلواکي مو له منځه تللې ده، د زده کړو کچه مو ښکته او دټيکنالوژي په برخه کې له نړيوالو سره د رقابت کولو له کاروان څخه پاتې يو. اوس مو له علم او ټيکنالوژي سره د واټن خليج دومره پراخ شوي دى چې د هېواد د پنځوس سلنه نفوس په زده کړو مو بنديز ولګاوه او د بيکاري ګراف مو هيولايي شکل غوره کړى دى.

فرض علم مباح ګڼو،  له هيواد څخه د مسلکي او علمي کادرونو وتلو ټوپان رامنځته کړى دى، کار موندل پل صراط ګرزېدل دى، په دندو باندي د ګمارلو لپاره د اهليت لپاره ناوړه شرطونه رامنځته شوي دي او په يقين سره وايم چې څو کاله وروسته به د ملي ناورين شاهدان واوسو،خو موږ لاهم هيڅ ډول ټکان نه خورو.لنډه دا چې که يوازې په زده کړو باندي د اوسني حکومت ناوړه او ناروا بنديز هر اړخيزه څېړنه وکړو او ناوړه پايلې يې وسنجوو، نورې ټولې نيمګړتياوې له پامه وغورځوو او هر څه سم وګڼو نو بيا به هم همدغه ستره تشه دحکومت د سکوټې ناکامي لپاره بسنه وکړي، د علماو د بدنامي لامل ګرزي، په راتلونکي کې د علماو د ټولنيز رول او اسلامي نظام په تړاو د خورا جدي پوښتنو او منفي غبرګونونو دراپورته کيدو لپاره به لاره هواره کړي.

د حيرانتيا خبره ده چې په يويشتمه پيړۍ کي د افغانانو بچيانې د نانوايانو مخته کيناستى او خيراتي ډوډۍ ترلاسه کولاى شي،په ښار کې ګداګري کولاى شي،په لاس کې نيولي قلمونه پلورلاى شي،په واټونو کې ګرزيدلاى شي،له مارکيټونو څخه کورته سودا راوړلای شي. په ښار کې هرې خوا ته چکرلګولاى شي،خو يوازې په فرض/مباح زده کړو باندي يې بنديز دى، دښوونځيو او پوهنتونونو دروازې يې په مخ تړل شوې دي،خو موږ لاهم دشهامت شجاعت او ويښتوب دعوه کوو. همدغه شان د نړۍ دفتحه کولو او دزبرځواکونو دماتولو شعارونه زمزمه کوو.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا