گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » له غليمه دنيکی په انتظار دی
له غليمه دنيکی په انتظار دی

له غليمه دنيکی په انتظار دی

دنواندیشی یادونه :لاندینۍ  شعر چی تاسویی لولۍ د تکړه لیکوال او شاعر محترم مجید قرار په ګوتو کښل شوی دی چی د استقلال او ولسواکی په مستعار نوم  د نواندیشی د یوه تن مینه وال لخوا ترموږ رارسیدلی دی چی دادی ستاسودرنو لوستونکواودرنو اوریونکو مخی ته یی ږدو هیله ده چی خوښ به مو شی 

له غليمه دنيکی په انتظار دی         پښتانه دخدای په قهر ګرفتار دی             

دبل پړی ته يي هم ضرورت نشته            په رسی دعقيدی خپلی په دار دی  

درحمت هيله يي نشته دناهيلو               دخداي ندی بندګان دخدای دډاردی       

خدای ورکړی دجنت ابو ذلالی               دوی تشنه دپنجابيانو دادرار دی       

له روښانه ترخوشحاله ترامانه       دوی وهلی دهرلوی عقل ازار دی      

 دزرکوره پښتنو سپکه نوڅه ده       دوه قاريان اودوه چړيان ورته په کاردی 

خلک ټول دځان موندنی په هوش راغله   پښتانه دعربی چرسو خماردی  

تورلينګی دبس اعلان دغزا وکړی     يولښکر پښتانه ځاي په ځای تيار دی  

  نه سميږی نه سميږی په ارمان می      دغه سوی سوی کوکی دقرار دی

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا