گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دا دور هـــــــــم تــېـــــرېــــــــــږي ، دا صــــحنــه د ازمــــايښـــــت ده
دا دور هـــــــــم تــېـــــرېــــــــــږي  ،   دا صــــحنــه د ازمــــايښـــــت ده

دا دور هـــــــــم تــېـــــرېــــــــــږي ، دا صــــحنــه د ازمــــايښـــــت ده

دا مينه ، عجیبه ده ، عجيبه ده ، لېونۍ ده 

 څوک څورب شو له دې ميني، چاته غوڅه يې مرۍ ده

دا مينه يې له سياسته ، په چورليز د مادیاتو   

 د چا مينه له ماله ، د چا مينه ، په څوکۍ ده

سياست يې سوکالتون شو،دخرمستو لوی ځنګل دی

بلنه يې ده له حسنه ، اظهار کړې يې په مرمۍ ده                                                 

چاپيریال مالیخولیا دی، ټول له عقله دي بیزاره

 د چا سر کې پيری دی ، پر چا ناسته ښاپيرۍ ده

هک پک یم دې پېړۍ کې، څنګه راج د جهالت شو

 پر مونږ سپور جهالت دی، د حکمت تته سپوږمۍ ده

وزیر وايي په فرهنګ کې مو، د ښځو تعلیم نشته

خبره يې که رښتیا ده، نو د شرم او سر ټيټۍ ده

ساحل ته به څنګ رسو، دې توپان او دې تورتم کې

 واټن د پړاو ډېر دی، ماته ګوډه مو کښتۍ ده

هر څوک د خپلې برخې دعويدار دی، دې کښتۍ کې

کښتۍ خو ده یوه، خو د هر چا برخه سورۍ ده

ولس سره يې پرېکون دی سلاکار يې ټول له بره

د چا مخه قطر ته، د چا منډه ، په دوبۍ ده

د هر چا فصل پوخ دی، په حاصل يې ټول ماړه دي

زمونږه تل نیمګړی، اورېدلې پرې ږلۍ ده

هر څوک په خپل ټاټوبي کې سمسور دي، زرغونيږي

 پر مونږ له بده مرغه، ځمکه سره، لکه تبۍ ده                               

زمونږ د کړنو پایله ، تپل شوي واکمنان دي

 چې دېګ کې څه پاخه وي، راوتنه يې په څمڅۍ ده

حاصل مو د څو کالو، څو فرمانه د بنديز دي

 سرکښ ته له فرمانه ، لګېدلې کچرۍ ده

 دا دور هم تېرېږي، دا صحنه د ازمايښت ده

 هر چا ته يې چمتو کړې، د تاريخ کلکه زندۍ ده

محسن که درته وايي په وینا يې خفه مه شه

آزار يې موخه نه ده دا وینا له خواخوږۍ ده

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا