گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » طالبان اودچرګانو د ذبحی فتوی!
طالبان اودچرګانو د ذبحی فتوی!

طالبان اودچرګانو د ذبحی فتوی!

له هم هغه مهاله چی دطالبانو د حج اواوقافو وزیرجناب علامه شیخ القرآن و الحدیث قطب زمان و المکان  نورمحمد ثاقب مدظله  د ارواښاد امیر المؤمنین حضرت ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په یاد غونډه کی د هغه مرحوم د معجزاتواوکراماتو د خیر ذکر کاوه او دخپلی وینا په ترځ کی یی د هم هغه مهال د بیعت په مراسمو کی د ارواښاد امیر المؤمنین رحمهم الله د عالمانه وینا یاد تازه کاوه نو فرمائیلی یی ؤ چی :نو یوه خاطره داده وروڼو، والله با الله اوس خو هغه وخت تیرده زه به دالله په حضور کی هم داګواهی ورکوم  

چی کله امیر المؤمنین ملا صاحب تقریر شروع کړ  نو یوناڅاپی په غیبی توګه په خارق العاده طریقی سره د چرګانوډیرزیات آوازونه را شروع شول هغه په اصطلاح چی خلک وایی چرګانو آذانونه شروع کړل اوسره ددی چی دا غونډه په داسی ځای کی نه وه چی شا اوخوا کورونه وی اوچا  داویلی وای چی دابه دکورونو چرګان وی آوازونه یی شروع کړل ، نه ، نه ،نه!کورونه نه ؤډیرزیات آوازونه او آذانونه په اصطلاح ! نوزما پام شو څنګ کی می ناست یوه عالم ته وویل چی داوینی دا څه حال ده ؟هغه هم ورته پام شونورو علمأو هم ورته پام شولکن دملاصاحب خبری شروع وی ډیری قیمتی خبری وی هیچا داجرئت ونکړ چی ووزی دباندی!اووګوری چی دا آوازونه دکوم ځای څخه راځی ؟نوماته هغه وخت کی دهغه حدیث مبارک خبره رایاده شوه تاسو علمأ پوهیږی حدیث کی راغلی دی وائی چرګ چی کله ملائیکی ووینی نو بیا آوازونه کوی په اصطلاح آذانونه کوی . که څه هم د شیخ الحدیث و قطب زمان  حضرت نورمحمد ثاقب په دی مسخره او خندنې خطبه چی وائی دالله په حضور کی به هم دا ګواهی ورکوم چی ……د حضرت امیرالمؤمنین سره دبیعت په غونډه کی چرګانو او ملائیکو حضور درلود او په آذانونو سره یی له امیر المؤمنین سره بیعت سرته رساوه

اوس چی پر افغانستان دطالبانو له واکمنۍ کم اوزیات دوکاله تیریږی نو طالبانو په ځانګړی توګه د ملا عبدالغنی برادر په مشری اقتصادی عالی کمیټی * د خپلو خدماتو او ژمنو د عملی کولو په لړ کی تیره ورځ پریکړه وکړه چی د صنایعو او سوداګرۍ، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ او عامې روغتیا وزارتونو د علومو اکاډمۍ په مشرۍ د کابل ښاروالۍ په همکارۍ. د دوی دنده دا ده چې د شرعي اصولو سره سم د مسلخونو لپاره لارښود چمتو کړي او د مرکزي دارالافتأ  ته یې د تصویب لپاره وسپاري. د منظورۍ سره سم، د علومو اکاډمۍ به په ټولو ولایتونو کې د چرګانو ذبحې شرکتونو ته د لارښوونو په اړه خبر ورکړي، او د مصرف کونکي ملاتړ کمیټه به د پلي کولو پروسې څارنه وکړي.کتونکی او د خرافاتو د چارو څارونکی وائی چی کیدای شی له دی وروسته  ټول هغه آسمانی او ځمکنی د الهی خلقت نمونی چی د ملائکو اوچرګانو په څیر مخلوقاتو د طالبانود لومړنی مرحوم پیشوا حضرت ملا محمد عمررحمه الله  د بیعت په غونډه کی یی برخه آخیستی وه او دهغی دحضور او ګډون استخباراتی داستان شیخ الحدیث علامه نورمحمد ثاقب حفظه الله بیان کړی دی خپلو حقوقو ته ورسیږی . پاته شول د افغانستان د مظلوم اولس حقوق ! الله دی ورته صبر ورپه برخه کړی . آمین یارب العالمین

 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا