گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د مشال رادیو دحجری خپــرونه او د خوستوالوهیــــلی او امیدونه !
د مشال رادیو دحجری خپــرونه او   د خوستوالوهیــــلی او امیدونه  !

د مشال رادیو دحجری خپــرونه او د خوستوالوهیــــلی او امیدونه !

نواندیشی :محترم نجیب الله الوخیل  خوست میشته   تکړه  لیکوال او د آزادی او مشال رادیو خبریال چی د کالونو راهیسی په بیطرفانه ډول د خپل اولس په چوپړ کی فرهنګی هلی ځلی کوی په دی وروستیو کی یی د حجری په نامه یوه خپرونه چی د آزادۍ مشال رادیو څخه خپریږی په لاره آچولی ده . نو ځکه خو ویلای شو چی دا د کلیوالو د ژوند په بدلون کی تر ټولو غوره او له آغیزه ډکه خپرونه ده چی په باور سره ویلای شو د ا به د اولسی ژوند په بدلون کی آغیزمن رول ولوبوی . نوځکه خو ښاغلی نجیب الله الوخیل خپله ددغی خپرونی یوه برخه  دخوست ښار سره نږدی دلکڼو د سیمی د خلکو د ژوند څرنګوالی او د هغوی ستونزو ته ځانګړی کړی ده چی وایی : موږ دحجری ددی اونۍ خپرونه دافغانستان د خوست ولایت مربوط د لکڼو په سیمه کی چمتو کوو او ددی سیمی د اوسیدونکو د ژوند پر حالاتو ، دهغوی په خپل منځی اړیکو او دهغوی لپاره د ژوند په شته آسانتیاؤ او دهغوی په مخ کی د پرتو ستونځو په بیلابیلو اړخونو خبری اتری پری کوو. دخوست د لکڼوسیمه چی له مرکز څخه شاوخوا شل کیلومتره په ختیځ لوری کی د ډیورنډ کرښی په اوږدو کی پراته ده خلک یی ترډیره د کرنی اومالدارۍ په چاروبوخت دی.زموږ دحجری خپرونی میلمانه چی د لکڼو دمدخیلو په کلی کی دحاجی صاحب شهسوارخان دوی په حجره کی چمتوکوو دادی :

د خپرونی په دوهمه برخه کی بیاهم له حاجی صاحب نورجمال الدین څخه داپوښتنه کوو چی دلته خلک په خپلو ځمکو کی کوم فصلونه کری ؟ تا ډیره ښه پوښتنه وکړه زموږ خلک غریب دی موږ ته سری او تخمونه ددولت له طرفه په وخت نه رسیدل که موږ ته په وخت تخمونه او سری را ورسیږی نو زموږ د لکڼوقوم چی پریمانه سیمه لرونو ډیرزراعت به په لاس راشی ،پخواخود خلکوسره دومره توان نه ؤاو دومره فکرورسره موجود نه ؤاوس خوهرڅوګ خربوزی ،هندواڼې ،اوبینډۍ (بامیه ) ډیره کری چی خلکوته استفاده ترینه کیږی!پخوا به موغنم کرل کله موچه دا سره مقائیسه کړل نو دباغونو فایده پری ډیره شوه .

نجیب الله الوخیل : حاجی صاحب دتیر جمهوریت په نظام کی دوه ډیری لوی برنامی موجودی وی . لومړی د ملی پیوستون برنامه وه او دوهمه د ؤلسی تړون برنامه وه . چی دا په اساسی شکل دکلیو د رغولو په خاطر موجوده وه آیا دا برنامی په منطقه کی پلی شوی او که پلی نه شوی ؟ که پلی شوی نو خلکو څه کارونه پری وکړل ؟حاجی نورجمال الدین : ډیره ښه پوښتنه مو وکړه . زه به داسی ووایم چی زموږ د هارونخیلو یوه د جنټ پروژه وه چی په وزارت کی موجوده وه تقریبأ د اتیا لسو لکو په مقدار کی یی پیسی درلودی نو هغه موږ ډیر په مینه او محبت استعمال کړی ، موږ بندونه پری جوړکړل حتی چی ویالۍ مو پری پخی کړی او له هغو مو ښه استفاده وکړه . متباقی مو داکوچنۍ ویالې اوکوچنې ، کوچنې چولې (کوڅی) ،سرکونه ، پلونه اوسرکونه پری جوړ کړل . په دوهمه کتګورې کی بیا دپلونو او چولو (کوڅو) دامو پری جوړ کړل …….نواندیشی تربیون له ښاغلی نجیب الله الوخیل او آزادي مشال رادیو څخه په مننه ددغه مرکو بشپړ صوتی لړی ترتاسو دررسوی . هیله ده چی خوښ به موشی

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا