گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ملابدری اوپه کندهارکی درملنه!
ملابدری اوپه کندهارکی درملنه!

ملابدری اوپه کندهارکی درملنه!

خبری رسنیو دطالبانو په واکمنی کی د افغانستان بانک چار سمبالی رئیس ملا ګل آغا بدری چی په هدایت الله بدری مشهور دی او هرات ولایت ته په لاره دکندهار ، هرات په لویه لاره کی دیوی ترافیکی پیښی په ترځ کی سخت ټپی شوی ؤ دیوه ځانګړی هیلیکوپتر په وسیله د کندهار ولایت روغتون ته انتقال شوی ؤ روغتیأئی وضیعت یی دډاډ وړدی او کیدای شی ډیر ژر خپلی دندی ته راوګرځی .بل لوری ته  د مرکزي بانک ویاند حسیب‌الله نوري طلوع‌نیوز ته وايي چې د کابل – هرات لویې لارې د فراه په دو راهي سیمه کې د مرکزي بانک رییس هدایت‌الله بدري موټر ټرافیکي حادثه کړې.د ښاغلي نوري په وینا په دغې پېښه کې هدایت‌الله بدري ته کوم زیان نه دی رسېدلی؛ خو د نوموړي موټر چلوونکی وژل شوی دی.ددی پیښی لامل او علت څرګند نه دی خو د حسیب الله نوری په قول په دی هکله پلټنی روانی دی 

ملا هدایت الله بدری هغه مهال چی د مالیی وزارت چاری یی سنبالولی د شیخ هیبت الله آخندزاده دطالبانود مشر په شفاهی امر څه کم دوه کاله هره میاشت یو بیلیون یعنی یو زر لکه افغانې  د دستر خوان په  نوم کندهار ته ورآستولی چی وروسته یی د طالبانو د مشر په ټینګاراو استدلال چی ګنی د امارت تر چتر لاندی یوڅلویښت زره کسیزمنظم پوځ جوړوی او زیاتره دغه پسی ددغه پوځ د تمویل په لاره کی لګول کیږی نو د ملی دفاع – کورنیو چارو او د ملی امنیت ارګانونو په درلودو ددغه زیات شمیر پیسو له لیږلو ډډه کوله او دهغه په وړاندی امارت د مشرتابه مقام هیڅ شانی نرمی ونه ښودله نو ځکه خو یی د مالیی وزارت د سرپرست  وزیرله دندی استعفا ورکړه خو داچی په افغانستان کی د تیرپه څیر د شیانو بیی لوړی او ژوند کول زیات لګښت ته اړتیا لری نو ځکه خو کله چی د افغانستان بانک د عمومی ریاست د چارسمبالی رئیس په توګه وټاکل شو نو دنده یی قبوله کړه . خو ونه توانید کندهار ته هره میاشت د زر میلیونه افغانیو د لیږلو مخه ونیسی

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا