گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ګــرانه هـیواده،خجالـت یـو درته!
ګــرانه هـیواده،خجالـت یـو درته!

ګــرانه هـیواده،خجالـت یـو درته!

قــومي مــشـران مــو، غـیـرتي خـلک وو

پــاک او ســپــیــڅـلي، هـمـتـي خـلک وو

په دوی کې ځـیـنو، اوس رحلت کړئ دی

موږته یې ښه ډېر، زیات خدمت کړئ دی

د قــــام خـــدمــت کــې، اتــلان وو واړه

ټولوخوست مېشتو باندې، ګران وو واړه

نـن ویـاړ لـرم، چې خـپـلـو خلکو کې یــم

د خپل هــیـواد، اتــلــو خــلــکــو کې یــم

مـرحـوم مـأمـور، عـلـي جـان خان صبری

مـرحـوم مـلـک، حاجي عـیـد خـان صبری

څـنګ کې نـور هــم، کـره مـشـران ورسره

کـلـي او قـوم، خــلــکــو تـه ګـران ورسره

زمـوږ مـشـران، پـاک او سـپـیڅلي وو ډېر

اســـلافــو هــم، دوی ښـه روزلــي وو ډېر

داسې مـشـران وو، چـې ثـانـي یې نـه وه

فـرېـب او دوکـه، بـې ایـمـانـي یـې نـه وه

ټـول مـرحـومـیـن، د صـداقــت نـښـې وې

د شــــرافــــت او د غــــیــرت نـــښــې وې

ډېر پرالله(ج) او رسول(ص)ګران وو لاړل

د خدای(ج) رښـتـیـنې، مـتـقـیـان وو لاړل

دوی ته د لوی الله(ج)، رحمت نصیب شه!

هـر مـرحـوم مـشـر تـه، جـنـت نصیب شه!

راځـو د ځـوان نـسـل، عـلـمـي غـونـډې تـه

دې ادبــي او فــــرهـــــنـــګــي غـونـډې تـه

څومره پـه ښه ډول،  تــنــظــیــم یې کیږي

چې ګډونوال راځي؟ تــعــظــیــم یې کیږي

لـه خــدایـه(ج) ډېـر، شـکـر ګــزار یــمــه زه

شــــکــــر ګــــزار، پــه هــــزا بــار یــمــه زه

چـې صـــبـــري او دولـــت، یــــو دي ســـره

هـــمـــدا دولـــت او مـــلـــت، یـو دي ســره

کـه ګل شاه میر “مـعـلـم” بـوډا شو ګـرانـو!؟

اوس یــې پـر تـاسـو، زړه ډاډا شـو ګـرانــو!

د صـــبـــریـــو نــــــوم درپـــاتـــې دی اوس

صـبـري ښـکـلــی قــوم، درپــاتــې دی اوس

کـتـاب قـلـم را واخـلـئ، مــات کړئ توپک!!!

تعلیم ته مخه وکـړئ، مــات کــړئ تـوپـک!!!

پـه شوق ښوونځـيـو، مـدرسـو تـه ورځئ!!!

داسې عـلــمــي غـونـډو، جلسو تـه ورځئ!!!

تـعـلــیـم پـر ښـځــو، نــرو، واړو فـــرض دی

پـر مـکـتـبـي او طــالــب، دواړو فـــرض دی

وطــن مـو وران دی، جـوړول غـــواړي نـــن

دا وران هــــیـــواد، آبـــادول غــــواړي نــــن

ګــرانـــه هــــیـــواده، خـجـالـت یــو درتــه!!!

خـجـالـت څــه؟ بـس مــلامــت یــو درتــه!!!

هــیـواد هـر وخت، پـه ګــډ تصمیم جوړیـږي

د هــــیــوادوالــــو، پـر تــعـلــیــم جــوړیــږي

ګــاونــډیـان ټـول، راته کمین کې نــاست دي

لـه غـوسې ډک، کینه او کـین کې نــاست دي

څـوک رانـه خــاوره او سـیــنــدونـه غـواړي

څـوک رانــه زېــرمـې، مـــعـــدنـونـه غـواړي

مـوږ تـه پـکـار ده، چـې دولـت قـــوي کـــړو

مـــلـــي یـووالــی او وحـــدت قـــوي کـــړو

امــن مــو غــوښــتـو، امـنـیـت مـوجـود دی

یــو اســلامــي، قــوي دولــت مــوجــود دی

د طـالــــبـــانــــو، پــر دولـــت راټـول شئ!!!

ښـه پـه اخـلاص، پـر مـحـبـت راټـول شئ!!!

دا تــښــتــېــدلــي بــېــرتــه مــه راغـــواړئ!

دا ازمــــایــلــي بــېــرتــه،  مــه راغـــــواړي!

دا شــرمــیــدلــي، بــېــرتـه مـه را غــــواړئ!

دا لـــوی نــاولـي، بــېــرتــه مــه راغــــواړئ!

هـغـوی خو غــلــه وو، تـرې تحقیق پکـار دی

تـحـقــیـق یـې هــم، پـوره دقــیــق پکـار دی

دوی قـــاتـــلـــیــن او ســارقـــیـــن دي واړه

دوی غــاصــبــیــن او مــجــرمــیــن دي واړه

دوی کــولابــیـان او ســـقـــاویـــان دي واړه

دوی پـردیـــپـال او جــاســـوســـان دي واړه

د امــریـــکـــا، نــاتـــو، قــوّت مــو مــات کــړ

د لــوی الله(ج) پـه لـوی نصرت مـو مـات کـړ

پــه زور راغــــلــــي مــــو، پــه زور وشـــــړل

لـه افــغــان خــاورې مـــو، مـخــتــور وشـړل

افـغـانـسـتـان کې دوی، نــاکــام پــاتـې شـول

د نــړۍ خـــلــکـــو کې، بـد نــام پــاتـې شـول

خــدای(ج) شـرمــولــي، شـــرمـــیــدلـي لاړل

د اســتــعــمـــار، اســتــکــبــار، څـــلــــي لاړل

امـــریـــکـــا، ځــــان ښـــه پــېـژنـــدلای نــه ؤ

د خـدای(ج) مـخـلـوق، زور یې لــیـدلای نـه ؤ

حـمـلـې پـرې زیـاتې شـوې، دوی وتـښـتـیـدل

وسـلـې تــرې پــاتـې شـوې، دوی وتـښـتـیـدل

امـــریـــکـــایـــان، شـــرم، حـــیــاء نــه لـــري

پــر هــېـڅ پــیــمــان او عـهـد، وفاء نـه لــري

نــه شــتــه بــاور، پــر خـارجـیـانـو بــانـــدې

د ټـــول بـــشــر، پــر دښــمـــنـــانــو بـانـــدې

داځـل بـه جـنـګ کې، افــغــانــان تــبـاه شي

هــم بــه دا ګــران، افــغـانـسـتـان تــبـاه شي

خو تاسې هـم، د لــوی الله(ج) پـه خـاطـر!!!

د مــحــمّــد، رســول الله(ص) پـه  خـاطـر!!!

لــږ زړونـه نـرم کـړئ، دا خــپــل خـلـک دي!!!

سـتـاسـې د ګــرم، داغ مـورچـل خـلـک دي!!!

د عــلــم لار، پـر خــویــنــدو مـه بــنــدوئ!!!

کــسـب او کـار، پـر خـویندو مـه بــنــدوئ!!!

یـوځـای بـه یـون کـوو، پـر خــدای توکل دی

ان شاءالله، چې ټــول ولـــس مـــو مــل دی

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا