گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دخفګان په سختو شیبو کی د کرکټ لوبــی داتلانو بلـــه اتلــوالی!
دخفګان په سختو شیبو کی د کرکټ لوبــی داتلانو بلـــه اتلــوالی!

دخفګان په سختو شیبو کی د کرکټ لوبــی داتلانو بلـــه اتلــوالی!

د هندوستان په لکنو ښار کې د کرکټ نړیوال جام ۳۴مه سیالي کې افغانستان د هالنډ لوبډلې ته په ۷ وکټو ماتې ورکړه. دنواندیشی د خبری رسنیو د څارونکی ټیم د خبر سره سم وروسته له هغی چی د کرکټ لوبوپه  نړیوالوسیالیو کی د افغانستان لوب ډلی وکولاشول د پاکستان ، انګلستان او سری لانکا په څیر ددغه لوبی د نامتو لوبډلو ته ماته ورکړی  نن د ۱۴۰۲ هجری لمریز کال د لړم ( عقرب ) په ۱۲ مه نیټه چی د ۲۰۲۳ میلادی کال د نومبر له دریمی نیټی سره سمون لری د افغانستان د کرکټ د لوبغاړو ملی لوب ډلی د هالنډ لوبډلی ته په اوو وکټو ماتی ورکړه .

په دی توګه افغانستان وکولای شول افغانستان په ننني بري سره خپلې نومرې اتو ته ورسولې او نیمه پایلوبې ته د تلو په جدول کې یې پنځم ځای خپل کړ. فغانستان په ۳۲ اور کې د دریو ویکټو په زیان سره دا هدف پوره کړ او روان جام کې یې څلورم بری وګاټه.افغان لوبډله کې رحمت شاه د ۵۲،ابراهیم ځدراڼ ۲۰ اورحمان الله ګوربزدلسومنډوجوړولو سره وسوځېدل.حشمت الله شاهدي د ۵۶ اوعظمت الله عمرزی ۳۱ منډو سره ناسوځېدلي پاتې او لوبه یې ټوله کړه.افغانستان تر دې

مخکې انګلنډ، پاکستان او سریلانکا ته ماتې ور کړې او درې لوبې یې هم بایللې وې.د کرېکټ نړیوال جام د اکټوبر پر پنځمه په هند کې پیل شوی او د نومبر تر ۱۹ به روان وي.په دې جام کې د افغانستان، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلنډ، هند، هالنډ، نيوزیلنډ، پاکستان، سوېلي افریقا اوسریلانکا ملي لوبډلې ګډون لري.نواندیشی تربیون ټول افغان ملت ته چی د راز راز غمونواو ناخولو د ګاللوسره سره یی دکرکټ  اتلانو لخوا پر لاس ته راوړی  خوشحالی کی خپلی وچی شونډی لمدی کړی مبارکی وایو .او په دی توګه دافغانستان د کرکټ داتلانو کلک هوډ ته درناوی کووچی په خپل دری رنګه ملی بیرغ اونښان سره یی د افغانستان د مظلوم اولس ته دحوشحالیود راوړو په موخه د لوبی ډګر تود وساته او ورته مبارکی وایو .

یک نظر

  1. اسرائیل دشمن بشریت است

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا