وروسته له هغه چی افغان طالبانو ونه کولای شول له افغانستان څخه د تحریک طالبان پاکستان یا TTP جنګیالی چی له طالبان سره د افغانانو په وړاندی د ګډی جګړی مخیزه لری له افغانستان خاوری څخه ؤباسی نو سم د لاسه یی د سیلاب څخه د مخنیوی په موخه یوه داسی ځګ ته لاس اوږد کړ چی هغه په خپله هم د طالبانی فکر په درلودو څرګند شهرت لری .که څه هم دطالبانو سره مستقیمه اړیکه نلری خو په پاکستان کی چی په بنیاد ی توګه د اسلام په نوم جوړدیوی کرغیړنی او ماجراجویانه استراتیژې پر بنسټ رامینځ ته شوی دی نو د پاکستان د جمیعت العلمأی اسلام په نوم ډلی مشر مولانا فضل الرحمن چی په اتیایمه لسیزه کی د ډیزل تیلو د قراردادونو په آخیستو په سیاسی کړیو کی د ملا ډیزل په نوم شهرت لری په پاکستان کی د خپلو پاکستانی ناولیورقیبانو په وړاندی کله نا کله هم له خپلو افغانی بړیڅو سره د اړیکو له درلودو نسخی څخه کار آخلی او داسی ښکاره کوی چی ګنی کولای شی د پاکستان او افغانستان ترمینځ تراخه مناسبات په خوږو اړیکو واړوی .
نو ځکه خو کله نا کله د وخت د متقابلو ضرورتونو پر بنسټ د مطبوعاتو ستیج ته راځی چی تیره اونی په پاکستان کی د افغان طالبانو استازی سره دخپلی انلائین لیدنی کتنی راپور هم جمیعت د ایکس پر پاڼه خپورکړ .دچارو کتونکی وایی چی د پاکستان په سیاست کی د ملا ډیزل ونډی او رول ته په کتواو پر طالبانو د ملا ډیزل آغیزه دا څرګندوی چی وبه نه شی کولای د هغه سیلاب مخه ونیسی چی په سیمه کی طالبانو او د هغوی پاکستانی انډیوالانو پر لوری روان دی .