گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » پرداد ګــل مو ژړل ســـورګـــل یی پر آسپ ســــپور راؤړ!
پرداد ګــل مو ژړل ســـورګـــل یی پر آسپ ســــپور راؤړ!

پرداد ګــل مو ژړل ســـورګـــل یی پر آسپ ســــپور راؤړ!

ټول افغان اولس  په افغانستان کی په دی هیله شپی سبا کوی چی ګوندی پر افغانستان به یوځل بیا د تعلیم داسی لمر راوخیږی چی به پکی انجونو ته دزده کړو او ښځوته د کار زمینه برابره شی خو هغه دچا خبره پرداد ګل مو ژړل سورګل یی پرخره سپور راؤړ! دطالبانو لخوا د ټولو خصوصی پوهنتونونو او مؤسساتو په نوم داسی فتوی ګونه فرمان راووت چی د دینی او غیرو دینی زده کړو زوړ خو له  تنکیو هیلو ډک  ټغر یی ور ټول کړ .په دغه فرمان ډوله طومار کی چی د طالبانو د لوړو زده کړو د شیخ شاکرالله وحدت په نوم یوه طالبی مفتی په فتوی او دستخط  کښل شوی دی داسی لوستل کیږی : دلوړو زده کړو وزارت اړونده خصوصی پوهنتونونو او د لوړو زده کړو مؤسسو ته : ددعوت وارشاد ریاست د مسؤلینو د پام وړ ! اسلام علیکم ورحمة الله :…….دلوړو زده کړو وزارت ددعوت او ارشاد ریاست له لوری تاسو ته هدایت درکول کیږی چی د افغانستان په ټولو خصوصی تحصیلی بنسټونو کی چی څومره کتاب خانی دی تصفیه کړی ټول هغه کتابونه چی د حنفی فقهی خلاف سیاسی او هغه کتابونه چی عقیدوی مشکلات را مینځ ته کوی له کتابخانو څخه لیری او پر ځای یی نور د نبوی سیرت ښه کتابونه ځای پر ځای کړی . البته ټول هغه کتابونه چی تاسویی ځای پر ځای کوی مخکی یی له موږ سره فهرست دکتابونو شریک کړی . دخپلو وروستیو اجرآتو په باب موږ ته اطمینان راکړی .

په یوه روایت کی راغلی دی چی دایران پررۍ  د مغلو د لښکرود یرغل پرمهال زیات شمیر کتاب تونونو ته اور واچول شو او بی شمیره کتابونه د ګرمیدو په موخه داور دسرو لمبو ښکار شول . کیدای شی د کتاب او علم پر وړاندی د بیرونی او داخلی یرغلګرو له کرکیجن سیاست یوه برخه وی خواوس یی په اوسنی افغانستان کی هغه هم په یویشتمه پیړۍ کی  په داسی حال کی بیلګی ترسترګو کیږی چی طالبان ځانونه فاتح او د یوویشتمی پیړی استعمار ته د ماتی ورکولو مدعیان بولی او تر څنګ یی له دی پرته چی د هیواد د پرمختګ اساسی کرښی د اساسی قانون پربنسټ څرګندی وی هرڅوګ په هرمقام او دریځ کی له دی پرته چی د هیواد او نړی سره دتعامل انډول وساتی ځان دفتوی مستحق بولی او په دی توګه د طالبانو هغه لاس ته راوړنه چی دخپلی واکمنې په ترځ کی مو دقدرت جزیری له مینځه وړی دی تر پوښتنی لاندی راولی ځکه هرڅوګ چی په هرمقام کی وی دطالبانی شریعت په نوم فتوی ورکوی .نوځکه خو ویلای شو چی دا ډول فتوای ګانی چی په رسمی بڼه او اما رتی فورم خپریږی په افغانستان  کی د دیوه اساسی قانون چی دټولنی دپرمختګ اساسی کرښی پر ګوته کوی او په ټولنه کی د ټولو قانونی بنسټونو صلاحیت ټاکی  دداسی یوی نقشی دنشتوالی په صورت کی رامینځ ته کیږی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا